نړۍ

امریکا: د دوو هلیکوپترو د جنګېدو په پيښه کې اوه تنه مارینز عسکر وژل شوي

cobra-huey-reutنن ټکی آسیا: د امریکا د سمندري ځواک مارین چارواکو ویلي چي ددوی اوه تنه عسکر نن په امریکا کې د دوو هلیکوپتر الوتکو د جنګېدو په پيښه کې ووژل شول.

چارواکي وايي چي پيښه تیره ورځ ۲۲-۲-۲۰۱۲ د عسکري روزني په وخت کې رامنځته شوه، کله چي دغه عسکر افغانستان ته د ستنېدو تر مخه د کالیفورنیا او اریزونا ایالتونو په سرحدي سیمه کې په تمریناتو بوخت وه.

په کالیفورنیا کې میرامار هوايي مرکز څخه جنرالي مورین ډولي رسینو ته ویلي چي دوه هلیکوپتر الوتکي چي يوه يې د کوبرا (cobra) او بله د (Huey) په نامه/نوعیت ده، سره وجنګېدلې.

نومړي ویلي چي دوی دغه تمرینات ځکه په دغه سیمه کې تر سره کول، چي ځمکه او هوا يې د افغانستان د هوا او ځمکي سره ډیر ورته والۍ لري.

نومړي څخه چي کله پوښتنه وسول، چي پيښه له څه وجي څخه را منځته شوه، ایا تخنیکي ستونزه وه، او که د پیلوټانو تر منځ څه غلط فهمي را منځته شوې، ووې ویل چي دوی اوس د پيښي په اړه تحقیقات روان کړي، او کیدای شي میاشتي وروسته یې پایله مالومه شي.

یوه بل جنرال ویلي چي پيښه د خلکو د استوګنځي څخه لیري را منځته شوې.

امریکايي فوځیان چي اوس مهال په افغانستان کې په جګړه بوخت دي، د زیات فشار له کبله د افغانستان څخه بهر هم د ستونزو سره مخ دي، دوه ورځي مخکې یو بله یو ماشینه جیټ الوتکه چي څلور امریکايي عسکر په کښي سپاره وه، او تازه د افغانستان څخه د همدغو عسکرو سره ستنه شوې وه، لوېدلې وه، او سپرلي یې ټول وژل شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x