افغانستان

ناټو سر منشي: امریکا په افغانستان کې د ناټو ماموريت خوشي کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د ناټو سرمنشي وايي چې امريکا په افغانستان کې د ناټو د غړي هېواد په توګه خپل ماموریت پای ته رسوي.

نوموړي دغه څرګندونې د ترکيې په انتالیا ښار کې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر ناستې وړاندې رسنیو ته وکړې.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ وویل چې امریکا تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په راتلونکي میلادي کال – ۲۰۱۶- که به په افغانستان کې د ناټو د غړي هېواد په توګه خپل ماموریت ته د پای ټکی کېږدي.

د روان کال له پیل سره په افغانستان کې د ناټو له لوري د «غوڅ ملاتړ» په نوم د افغان عسکرو د روزنې، تمویل او مشورې مرستې دوام لري، چې په کېدونکې ناسته کې به پر همدې موضوع خبرې وشي.

سټولنټبرګ وايي چې دوی به په دې ناسته کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني يې له یو پلاوي سره برخه وال دي، د ناټو د «غوڅ ملاتړ» د ماموریت د ارزونې، مودې اوږدونې او له دې ماموریت څخه وروسته پر نورو فعالیتونو خبرې وشي.

د ناټو دغه ماموریت چې د ګډ حکومت په پیل کې له ناټو سره د تړون په لاسلیک پیل شو، د را روان میلادي کال د وروستۍ میاشتې په وروستۍ ورځ پای ته رسېږي، چې ورسره به امریکا هم د ناټو د غړي په توګه خپل ماموریت ور ټول کړي.

سټولنټبرګ وايي د دوی په نظر افغان عکسر تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې د دوی ملاتړ اړتیا لري، خو په خبره يې دوی هڅه کوي چې له امریکا پرته د ناټو نور غړي هېوادونه له افغانستان سره اوږد مهالې همکارۍ ته وهڅوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د خندا او حیرانتیا وړ !!!!!!!! زما په اند ، د ناتو مشر هم د د و ی د نورو هغه عسکرو په برخه لیک اخته شوی [ چه څه د جنګ په دوران او څه د مکلفیت له دوری وروسته چه خپلو هیوادو ته ستنیږی د هغه مظالمو له امله چه د معاشونو د خاطره یی تر سره کول ، زمونږ مظلوم اولس یی وژلو او شکنچه کولو ، د عقلی او عصبی ناروغیو سره مخ شوی چا هماغه د عسکری په دوره کی ځان وژنی وکړی او چا په خپلو هیوادونو کی ځانونه یا نور ووژل ، له… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x