د ایل جي کمپنۍ د نوی سمارټ فون ځانګړتیاوې افشا شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۳مه ۱۳۹۴): د ځینې افشا شوي معلوماتو پر بنسټ ایل جې کمپنۍ به ډیر ژر خپل نوی او ارزان بیه سمارټ فون کاروونکو ته وړاندې کړي.

د راپورونو پر بنسټ دغه نوی سمارټ فون د دغې کمپنۍ پیاوړی سمارټ فون ایل جي جي ۴ (LG G4) نوی ورژن دی چې ایل جي جي ۴ سي (LG G4c) نومول شوی او بیه به يي د اصلي جي ۴ (G4) سمارټ فون څخه ۲۰۰ ډالره کمه وي.

افشا شوي راپورونو پر بنسټ د ایل جي کمپنۍ دغه نوی سمارټ فون ۵ انچه سکرین لري او ریزولوشن به يي ۷۲۰ پکسله وي. دغه سمارټ فون کې ۱.۳ ګیګاهرتز څلور هستې لرونکی سنپ ډراګن ۴۱۰ (SnapDragon 410) پروسېسر ځای پر ځای شوی.

د ایل جي کمپنۍ دغه سمارټ فون ۸ ګیګابایټ فایل ثبتولو وړتیا لري چې کاروونکي د دغې وړتیا زیاتولو لپاره له اضافي میموري کارډ څخه استفاده کولی شي.

د دغې سمارټ فون کامره هم د اصلي جي ۴ (G4) سمارټ فون په څیر ۱۶ میګاپکسله ده او کولی شي له ۲کې (2K) ریزولوشن سره تصویرونه واخلي.

د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا د دغه نوی سمارټ فون کامره د ایل جي جي ۴ څخه ډیر پیاوړی دی. د دغه سمارټ فون کارمره ډیر زیات اپشنونه هم لري.

د دغې سمارټ فون اصلي کامره به ۸ میګاپکسله وړتیا لرونکي سینسر هم لري. مخکینی کامره يي ۵ میګاپکسله ده کوم چې کولی شی د سیلفي اخیستوونکو توجه جلب کړي.

دغه سمارټ فون به د ګوګل کمپنۍ وروستۍ اپریټنګ سیسټم سره وړاندې شي. ایل جي کمپنۍ به خپل دغه سمارټ فون لومړۍ په ۲۹۰ یا ۳۰۰ یورو د جرمني بازارونو ته وړاندې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د