نړۍ

پیښور: سرښندونکی برید لسو پولیسوته مرګ ژوبل واړوله

peshawarpolice(نن ټکی اسیا فبروري۲۰۱۲/۰۲/۲۴)پیښور: نن سهارپیښورښار کی دپولیسو پریوه مرکزباندی دسرښندونکي برید له امله څلور پولیسو وژل شوی او شپږنورژوبل شوی دي. امنیتي چارواکي وایی دری تنه سوښندونکي چي لاسي بمونه یی لاسونوکی نیولی دپولیس پرمرکزباندی برید ترسره کړ او وروسته یی دپولیسو مرکزکی ددنه ځانونوته چاودني ورکړی.

دپولیسو یوه چارواکي یمین خان له رسنیو سره دخبرو پروخت وویل سرښندونکوبرید ګرو لومړي دپولیسو پرمزکزباندی دسپکووسلوپه واسطه ډزی وکړي، وروسته دلاسي بمونوبرید ترسره کړ، چی دپولیسو مرکزته ننوتل ځانونوته یی چاودني ورکړي. نوموړی زیاته کړه سرښندونکو هدف هم دغه دپولیسو مرکزوو، ځکه چی دغه مرکزکی په یوه وخت کی له ۲۰۰ څخه زیات پولیس پاتیږی. یمین وویل، سرښندونکي خپل هدف ته په سمه توګه ونه رسیدل اوهدف له رسیدو څخه مخکی یی مخه ونیول شوه اوځانونوته چاودني ورکړي، پولیسو پرسرښندونکو باندی دجوابی برید په نتیجه کی ددرني مرګ ژوبلي مخنیوی وکړ. تیره ورځ هم پیښورښارکی دمیرانشاه بس اډه باندی دیوه موټربم چاودني له امله ۱۳ کسان وژل شوی وو. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x