نادري ناولده

ترکیه: محمد، یوسف او زینب ډېر ايښودل شوي نومونه دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): په تېرو ۶۵ کلونو کې په ترکيه کې پر ډېرو نویو زېږېدلو ماشومانو د محمد، یوسف او زینب نومونه اېښودل شوي دي.

د ترکیې دوګړو د شمېر او احصایې د ادارې له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي چې دغه هېواد کې له ۱۹۵۰ زدیږ کال څخه بیا تر نن ورځې پورې محمد، یوسف او زینب پر نويو زېږېدلو ماشومان ډېر اېښول شوي نومونه دي.

راپور زیاتوي د محمد نوم له ۱۹۵۰ کال څخه بیا تر ۲۰۰۲ کال پوري هغه نوم و چې پر ډېرو ماشومانو باندي ایښودل شوی وو، دغه راپور لیکي چې دويم قدم کې د یوسف په نامه سره ډیر ماشومان نومول شوي وایی دغه سلسله تر اوسه پورې په دغه تناسب سره روانه ده خو یوازې ۲۰۰۶ کال داسي کال وو چي ( داردا) نوم لومړي مقام ګټلی وو.

په ترکیه کې د محمد او یوسف له نومونو څخه وروسته نومان چې ترکان یې خپلو بچیانو باندې ږدي هغه د برات، مصطفی، عمر او احمد نومونه دي چې ترکان خپل بچیان ورباندي زیات نوموي.

د ښځو لپاره بیا د فاطمې نوم هغه نوم دی چې له ۱۹۵۰ ز کال څخه بیا تر ۱۹۹۳ کال پورې ترکانو خپلو بچیانو باندې ايښی دی.

او له ۱۹۹۳ زدیږ کال څخه بیا تر ۲۰۰۰ زدیږ کال پورې د«مروه» نوم له ټولو څخه لومړی مقام ګټلی و، خو له ۲۰۰۰ زدیږ کال څخه بیا تر اوسه پورې د زینب نوم هغه نوم دی چي ډېری ترکان خپلې لوڼې پرې نوموي.

په ترکیه کی د مروه او زینب څخه علاوه خلک د اسماء، آلیف، حراء، نور او غمور (باران) په نامه سره هم خپلي بچیاني نوموي.

دیادو ده چي په ترکیه کي ډیری خلک خپل ماشومان او ماشوماني په عربي نومونو باندي نوموي.

د ترکیې پر عکس تاجکستان کي بیا حکومت قانون جوړ کړی او والدین یی مکلف کړي چي بچیان په په خپله رسمي ژبه باندي ونوموي، که چیرې کوم پلار یا مور په عربي نامه باندي خپل نوي پیدا ماشوم ونوموي، هغه ماشوم بیا دحکومت له لوري دثبت له حقوقو څخه بې برخې کیږي او دغه ماشوم ته دحکومت له لوري دتابعیت تذکري نه ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x