ورزش

انټرکانټیننټل سیالیو کې د سکاټلینډ په خلاف ملي لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان کرکټ بورډ د سکاټلینډ په وړاندې د انټرکانټیننټل څلور ورځنۍ سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.

افغان ملي لوبډلې به د انټرکانټیننټل سیالیو په ترڅ کې خپل لومړنۍ څلور ورځنۍ لوبه د سکاټلینډ لوبډلې په وړاندې ترسره کوي. د سکاټلینډ په خلاف دغه لوبه به د سکاټلینډ په هیواد کې ترسره کیږي.

د ټاکل شوي مهال ویش پر بنسټ د ملي لوبډلې دغه لوبه به د جون میاشتې په دوهمه پیل او په پنځمه نیټه به پای ته ورسیږي.

د کرکټ بورډ ادارې په وینا دغه اداره د ملي لوبډلې ټاکلو لپاره د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي او د کابل کرکټ اکاډمۍ کې ځیني تمریناتي کمپونه او سیالۍ په لار اچولي و چې د همدې سیالیو په نتیجه کې د ملي لوبډلې لپاره لوبغاړي ټاکل شوي.

ټاکل شوې چې ملي لوبډله به له سیالیو څو ورځې وړاندې په انګلستان کې د هوا سره بلدتیا په موخه سفر کوي او هلته به خپل تمرین ته ادامه ورکوي.

د ملي لوبډلې دغه نوملړ کې د افغانستان ملي لوبډلې ویکټ ساتوونکي شهزاد محمدي نوم هم شامل شوی. د سکاټلینډ په خلاف لوبې کې شاپور ځدران، دولت ځدران او حمزه هوتک ته د لوبې چانس ندی ورکړل شوی.

که څه هم دغه نوی اعلان شوی لوبډله د توپ وهنې له نظره پیاوړی لوبډله ده خو د توپ اچوونکو په برخه کې پیاوړی او تکړه توپ اچوونکو ته د لوبې چانس ندی ورکړل شوی په داسې حال کې چې افغان ملي لوبډله د توپ اچوونکو له نظره ځانګړی نړیوال شهرت لري.

د سکاټلینډ په خلاف لوبې کې د ټاکل شوي لوبغاړو نوملړ:

۱- اصغر ستانکزی (لوبډل مشر)
۲- جاوید احمدي
۳- نوروز منګل
۴- شهزاد محمدي
۵- محمد نبي عیسی خیل
۶- رحمت شاه
۷- ناصر جمال
۸- حشمت الله شاهدي
۹- شبیر نوري
۱۰- سمیع الله شینواري

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حيدر

سلامونه او نيكي هيلي مو ومني ، د سكاتليند سره چه كومه د كركت لوبه دي په دغه لوبه كي ٣ تكره بالاران ولي نشته ، سه وجه ، كه معلومات وكي شه به وي

احمد گل اووریا

د هر سه له مخی د نن تکی اسیا د کار مندانو او د هغو مینوالو ته د نبی کریم (ص) د سنت تحفه. اسلام علیکم ورحمت الله وبركة واجرون عظیم. هیله لرو چی الله (ج)کامیاب او بریالی کری. ظاهیره د توپ اچونی لین یی کمزوری دی ,خو بیا هم دوی هر وخت هدف ته د نه رسیدو, یعنی د توپ وهنی ضرورت لری.د شاپور په کمبوت سره د توپ اچونکو د نا کامیابیدو اثر لیدلی شی.اطراض,د لوبی مشر اضغر ستانکزی, باید محمد نبی وی.ایطراض,2،کمی د شفیق الله.او موجودیت د نوروز, نوره,3، کمی,نور علی, نجیب الله, پکی د یادونی ور… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close