د حوثي باغیانو پر ضد د سعودي هوایې بریدونه او د منځني ختيځ په اړه د دښمن ناکاره ارادې

لیکوال: حسن مومند

د محترمو لوستوالو لاس ته چې دا لیکنه وررسېږي خدای ښه پوهېږي چې حالات به څه وي؟ خو لیکم یې د مجهول مستقبل پرلور روان د غم نه په ډک داسې حالت کې چې دتېرو ۱۰ ورځو راهیسې په یمن کې پر حوثي باغیانو د سعودي عربستان په مشرۍ کې د عربو د اتحاد حملې روانې دي خو د باغیانو پرمختګ مخه نده نیول شوې او د پلازمېنې صنعاء نه پس یې تر عدنه د قبضې لاسونه ورورسېدل او تر څنګ یې سعودي عربستان ته د اخطارونو لړۍ هم نده تم شوی .

دنړیوالو رسنیو له لورې د ورکړل شویو راپورونو له مخې په  جنوبي ولایت شبوه او شمالي ولایت صعده او نورو سیمو کې د حوثي باغیانو پر مرکزونو د سعودي په مشرۍ کې د اتحادي طیارو په هر هوایې برید کې په لسګونو باغیان وژل شویدي ؛ په شبوه کې د حوثي باغیانو او مسلحو ځایې سنیانو تر منځ د سختو نښتو د را منځته کېدو او په نتیجه کې یې دواړو اړخونو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبرونه هم ورکړل شویدي خو پدې هم دحوثي باغیانو د پرمختګ مخه نده نیول شوی او لا هم پر مخ روان دي .

د دې حملو په اړه امریکا سعودي عربستان ته د استخباراتي معلوماتو د شریکولو او لوجستیکي د مرستو وړاندیز کړیدی ؛ برتانې یې حمایت کړی؛ ایران دا حملې غندلی دي او د نړۍ اکثرو اسلامي هېوادونو د یمن ټولو اړخونو ته په خپلو منځونو کې د کېناستلو او د خبرو له لارې د مسئلې د حل کولو بلنه ورکړیده .

د نړۍ یو هېواد هم خپل امنیت ته متوجې ګواښونه نشي زغملای اوهغه هم د یو بل هېواد سره دتړاو لرونکې باغي ډلې له لورې.

د مارچ په ۲۹ مه نېټه په مصر کې دعربو د اتحاد ګډ کانفرانس هم پای ته ورسېدلو په کوم کې چې ددې اتحاد دغړیو هېوادونو د ګډ فوځ د را منځته کولو پرېکړه وشوه ؛ د مصر المحیط نومي ویب پاڼې لیکلي دي چې ددې مشترک فوځ دفوځیانوشمېربه ۴۰ زروته رسول کېږي ؛دافوځ به په عصري وسایلوسمبال وي ؛ دسعودي عربستان اودمتحده عربواماراتودفوځ دعصري وسایلولویه برخه به دې فوځ ته سپارل کېږي ؛دهوایې اوسمندري ځواکونومرستې به ورسره مل وي او دمرکزي قوماندې ځای به یې دسعودي عربستان پلازمېنې ریاض کې وي ؛ دفوځ دتشکیل اونظم چارودفعالولومسئولیت شاید مصراو اردن ته ورکړل شي اوتمه کېږي چې په ۴میاشتوکې به دافوځ تشکیل شي .
دنېږدې نه دحالاتواوپېښودڅارونکولپاره هغه څه چې په منځني ختیځ کې رامنځته شول هیڅ دتمې خلاف ندي بلکې دعربودبهارپه نوم دتیونس نه دپیل شویوپاڅونونوپه اړه چې موږ څومره لیکنې کړیدي پکې مودهمدې بدوحالاتودرامنځته کېدوقوي اندېښنه څرګنده کړیده کوم چې رامنځته شول یارامنځته کېږي .
داروښانه خبره ده چې دکمزورۍ تر آخري سرحده دمنځني ختيځ داسلامي هېوادونورسول دلویدیځ اوپه ځانګړي توګه دامریکا ستره هیله ده ؛ ددې سیمې په اسلامي هېوادونوکې  دګډوډیواوشخړواوبدامنۍ زیاتېدل اوپه نتیجه کې یې ددې هېوادونو کمزوري کېدل اوتجزیه کېدلوته یې لاربرابرېدل دامریکا ،نورلویدیځ اواسرائیلومشترک پلان دی اوخپلوشومو اهدافو ته درسېدلوهمدایواځنۍ لاربولې نودلته چې دهری ګډوډۍ ترشادغرب دلاس لرلوخبره کېږي بې ځایه نه وي ؛ خوباید داتریخ حقیقت ومنوچې له غرب پرته داسې نورلاسونه هم شته چې ددې سیمې فضا یې ډېره خړه پړه کړیده اودډېروستروناخوالوسبب شویدي ؛ ددې لاسونو نه یادول اوټوله پړه پرغرب وراچول ماته ډېره ستره بې انصافي ښکاري نوځکه ورته اشاره کول ضروري بولم .
دیمن ددولت پرضدچې حوثي باغیان راپورته شول ؛دولت یې ړنګ کړ اودلته یې هم دشام په څېر دیوستر ناورین رامنځته کېدلوته لار برابره کړه هرڅوک پوهېږي چې دوئ چا راپاڅول ؟ چاتحریک کړل ؟ دچاپه لمسون یې په صنعاء حمله وکړه ؟چاتمویل کړل ؟ اودچا بیرغونه یې پورته کړي وو؟ داهرڅوک پېژني اوله هیچاپټ ندی .
خوخبره دیوې ورځې یوې میاشتې یایوکال نده ؛ ددې ترشا۴۰ کلن اوږدتاریخ اویوسنجول شوی پلان شتون لري .
کله چې درضاشاه پهلوي په مقابل کې دایران داخوندانوانقلاب کامیاب اوپرایران خمیني واکمن شونودنړۍ ډېری مسلمانان پرې له دې امله خوشاله ووچې په نړیواله سطحه داسلام اوسیکولرزم یامذهبیتوب اولامذهبیت ترمنځ په روان کشمکش کې دادلبرالزم اوسیکولرزم شکست اودمذهبیتوب کامیابي وه ؛ دخوښۍ بل سبب دا وچې دایران په څېرپه یومهم  هېوادکې چې فحاشي اوبې دیني پکې اوج ته رسېدلې وه داسلامي اصولوسره سم دنظام نافذولووعدې رامخی ته شوی وې ؛داهغه وخت وچې دشیعه اوسني ترمنځ منافرتونه نه ووموجوداوډېرکم خلک دشیعه ګانودعقایدونه خبروو؛ په اسلامي نړۍ کې هغه نهضتونه چې داسلامي نظام دنفاذ لپاره یې هڅې کولې ددې انقلاب کامیابي یې دځان کامیابي ګڼله اوورسره یې دا هیلې تړلی وې چې په نړۍ کې به یې یواځنی ملاتړی هېواد همداوي خومتأسفانه چې داهیلې ډېرژرهغه مهال په ناهیلۍ بدلې شوې چې کله دانقلاب قائدینودخپل نفوذ لاندې دټولې سیمې دراوستلو اودسیمې په هېوادونوکې ددولتونوپرضد دشیعه ګانو دراپورته کولواوپرواک یې دمسلط کولولپاره عملي اقدامات پیل کړل اوخلکوته داخبره واضحه شوه چې دا انقلاب په نوم اسلامي وخوپه حقیقت کې شیعه انقلاب واوهدف یې هم یواځې دشیعه ګانوځواکمن کول ووچې دعراق اوایران ۸ کلن اوږد اوتباه کونکی جنګ يې له حتمي بدونتایجو څخه یوه وه.
داسمه ده چې دایران اوعراق جنګ په رامنځته کېدوکې دامریکالوی لاس واوصدام چې کوم اقدامات کړي وودامریکا په لمسون به یې کړي ووخودابایدومنل شي چې دجنګ درامنځته کېدومحرکات په عراق نه بلکې ایران کې وو؛ دانقلاب دبریالیتوب نه پس به ښه په جهردانقلاب قائدینو  ویل چې په عراق کې دشیعه ګانواکثریت دی نوحکومت هم پکې باید دشیعه ګانووي ؛ دایران دا اظهارات ديپلوماسۍ په ډګرکې ډېره لویه بې اصولي اودګاونډي هېواد په داخلي چاروکې بربنډ ه مداخله وه خو ایران یې دبدو پایلو په اړه هيڅکله ځان مسئول ګاڼه اونه یې چاته داحق ورکولوچې ددې مداخلې په اړه ورنه وپوښتي چې ددې مداخلې حق چا ورکړی؟

دا له شکه وتلی خبره ده چې دعراق پرواک دشیعه ګانو مسلط کول دایران هدف واوداهدف یې چې بیا یوه نیمه لسیزه پس د امریکاداشغال له لارې پوره کېدلو نو هم دوئ یې ښه په نره مرسته اوحمایت وکړ؛ ایران به چې امریکا خپل ازلي دښمن ګڼلوهغه ټولې خبرې یې شاته کړی او د مرګ بر امریکا ټولې نارې یې هېرې کړې ؛ نن هم دامریکاله لورې پرعراق دمسلطې کړی شوی لاسپوڅې ادارې ترټولوزیات دوست اوحامي هېواد ایران دی ؛ایران دعراق پدې لاسپوڅې ؛ ظالمې او فاسدې ادارې کې څه خوبي ویني چې په دومره اخلاص یې ترڅنګ ولاړ دی ؟ بل هیڅ نه! یواځې داچې واک پکې ټول دشیعه ګانوسره دی اوسنیان پکې په بې ساري ډول دظلم اووحشت ښکاردي .

په عراق کې دشیعه ګانو اکثریت دی نوپکې دسنیانو واکمني ایران ته دزغم وړنه وه خوپه سوریې کې چې دسنیانو قاطع اکثریت دی سنیان نه یواځې داچې  ایران یې دواک حقدارنه ګڼي بلکې په مقابل کې یې داسددهغه رژیم په کلکه حمایت کوي چې دسنیانو داسې قتل عام یې وکړچې ترکیمیاوي موادو پورې یې پرې وکارول اوددوئ ټولې سیمې یې په کنډوالو بدلې کړې او کابو ټول یې د خپلو سیمو نه ګډې کولوته اړکړل؛ایران داسدي رژیم حمایت ځکه کوي چې اسدیان شیعه ګان دي حال داچې اسدیان دنصیریې فرقې سره تړاولرونکي په عقیدوي لحاظ داسې خراب شیعه ګان دي چې دنړۍ نورشیعه ګان یې هم مسلمانان نه بولي .

دمنځني ختيځ په اړه چې دایران دپالیسۍ کوم تسلسل دی ایران یې پټ ساتل اړین ندي ګڼلي اونه یې دپټ ساتلوهڅې کړیدي ځکه چې دمنځني ختیځ دکوم هېواد پروانه ساتي اونه یې په نظامي لحاظ دځان سیال بولي اونوره نړۍ یې ددې تسلسل دجاري ساتلو طرفداره ده .

په څووروستیو میاشتو کې چې حوثي باغیانو په یمن کې پرمختګونه وکړل اوپه شمالي برخوکې یې دایران بیرغونه پورته کړل نوڅوځلې دایراني مشرانو له خولو نه په ډېر افتخار دا خبره راووتله چې دبغداد، د مشق او بیروت نه پس اوس صنعاء هم زموږ دنفوذ سیمه وګرځېدله ؛ څو ورځې وړاندې خودعلی یونسي په نوم دایران يوپخواني وزیرپه تهران کې یوسیمینارته دویناپرمهال تردې حده وړاندې ولاړ چې ویې ویل ٫٫ټول منځنی ختیځ زموږدنفوذ سیمه ده اوموږدشرقي رومیانو، عثماني ترکانو او عربو سلفیانو سره په یو وخت کې دجنګ کولو توان لرو .

شنونکي پرځای وایې چې په عربي نړۍ کې داوسنیو ګډوډیوټوله ګټه امریکاته رسېږي خودامریکا نه پس چې ترې ترټولوزیاته ګټه پورته کړه هغه ایران دی ځکه چې دجنګونو او ګډوډیو په نتیجه کې دسیمې دهېوادونو د کمزوري کېدلو له امله ایران اوس دپېړیو پخواني دفارس دسلطنت دبیا احیا خوبونه ویني اوپه ړومبي ځل ناعربي قوم ؛ بل هېواد اوبل تهذیب (ایران) دعراق ،شام ،لبنان اویمن په څېر مشهورو عربي سیموکې ترسترګو کېږي .

په عربي سیموکې دایران دمداخلې ، شتون اونفوذ ترڅنګ ترکې هم دې سیمې ته د مداخلې لاس وراوږد کړیدی اوداسې ښکاري چې طیب اردوغان همدا وخت دلته دړنګ شوي عثماني خلافت دلټون لپاره مناسب وخت بولي .

امریکا چې ټول منځني ختیځ دجنګ په ډګربدلول غواړي داسې ښکاري چې دجنګ دې ډګرته اوس دترکې راګډول هم غواړي ځکه چې امریکا اواسرائیل پوه دي چې په ټول منځني ختیځ یې دقبضې راوستلوپه لارکې روسيه حائل جوړېدای شي چې دروسې مقابله یواځې دلاسپوڅوکردانولپاره په رامنځته کېدونکي کردستان شونې ده نوځکه یې پلان جوړکړی چې دعراق ،ایران ،شام اوترکې ترمنځ دکردانو ویشلی شوې سیمې ددې هېوادونو نه راجدا اویولوی داسې کردستان رامنځته کړي چې سل په سلو کې سیکولراوداسرائیلونه هم زیات دامریکا دګټوساتونکی هېواد وي؛ ترکیه چې اوس په کوم حالت کې ده ترې دکردي سیمې راپرې کول تقریباً ناشوني ښکاري اویواځې هغه مهال اسانېدای شي چې ترکیه هم په جنګ کې داخته کولوله لارې کمزوری شي  نوپر ځای ویل کېږي چې ترکیه ددې جنګ وروستی هدف دی ؛ ځکه خو دترکې اپوزیسیون کارګرګوند ددولت نه غوښتي دي چې دشام سرحدته څېرمه دترکې په ٫٫ادانه ٬٬ښارکې دې دامریکا جنرال قونسل دهېوادنه وشړي ځکه چې هغه دشام نه ترکې ته دجنګ راداخلولو په هڅوکې اخته دی .

موږ چې دحوثي باغیانو سره دایران دحمایت خبره کوو نو هدف مو هیڅکله داندی چې ګیني ترشا یې نورڅوک نشته ؛ بلکې حوثي باغیان چې دایران دحمایت نه برخمن دي نو ترڅنګ یې دامریکا او نور لویدیځ د مرستو او ډاډ نه هم بې برخې ندي ؛ همدا دامریکا ډاډ و چې دوېرې داحساس پرته ښه په تېزۍ مخ په وړاندې ولاړل او په ډېری اسانۍ یې پلازمېنه صنعاء قبضه کړه.

اوپه یو وخت کې دچانه دایران اوامریکا دواړو حمایت څه نا اشنا خبره نده ؛دعراق  اداره دامریکا لاسپوڅې هم ده خوترڅنګ یې دایران دحمایت نه هم په تمامو معنو برخمنه ده ؛ اوعلی عبدالله صالح چې د۳۰کلونو نه زیات دیمن پرواک مسلط و زیدي شیعه وخودیولسم ستمبردپېښې نه پس پرې امریکادخپلې مهربانۍ لاس راښکلوځکه چې په یمن کې ترې دالقاعدې دځپلو کار اخستل مطلوب و چې داماموریت به هغه په ډېراخلاص سرته رسولواوپه بدل کې یې دامریکا نه ښې ډېری پیسې اووسلې ترلاسه کولې ؛ دیمن دفوځ ترڅنګ دحوثې ملېشونه هم دالقاعدې پرضد دجنګ په ډګرکې کاراخستل مطلوب ونوځکه به همدا دامریکا له لورې دورکړل شویو وسلونه ډېرې زیاتې وسلې پخپله دیمن فوځ دکموپیسوپه مقابل کې حوثي ملېشوته ورکولې ؛ له همدې امله ده چې ډېرخلک وایې :حوثي ملېشې امریکا اوایران په ګډه مسلحې کړیدي  .

اسرائیل چې دGreater Israel  (لوی اسرائیل ) خوبونه وینې ددجلې اوفراته ؛ خیبراومدینې پورې دخپلوسرحداتو غزولو ته پلانونه جوړوي او اردن ؛ دسعودي عربستان ټوله شمالي سیمه ، دشام ډېره برخه ،دسعودي عربستان سره لګېدلی دعراق ټوله برخه ، دمصردبحراحمردشرقي ساحل هغه لویه تړانګه چې دسویزله کانال نه هم تېرېږي اوتربحرمتوسط پورې رسېږي ، اسرائیلو چې دګریټراسرائیل کومه نقشه تیاره کړیده داټولې سیمې یې پکې راګېری کړیدي .

ددې نقشې دتطبیق لپاره دمنځني ختیځ دسیاسي جغرافې بدلون اړین دی نوځکه اسرائیل اودامریکاپه شمول دلویدیځ ټول سرکرده هېوادونه غواړي چې ټول منځني ختیځ ته داورلمن ورخپره کړي ترڅوپه منځني ختیځ کې دسترقتل وقتال بدامنۍ اوغربت خپرېدا له لارې په راتلونکې یوې یایوې نیمې لسیزې کې دمنځني ختیځ سیاسي جغرافیه بدله ،په لسګونور کوچني هېوادونه رامنځته اواسرائیل خپل هدف ته ورسېږي .

زموږ د دې خبرې داثبات لپاره دهنری کسنجر هغه خبره ددلیل په توګه وړاندې کېدای شي چې دیوامریکایې اخبارسره په مرکې کې یې ویلي دي ٫٫ په راتلونکي جنګ کې به اسرائیل دنیم نه په زیات منځني ختیځ قابض شي٬٬

دا هم باید له یاده ونه باسوچې د ۱۱ ستمبرنه پس دامریکا پالیسي جوړوونکو داپرېکړه کړی وه چې دمنځني ختيځ سیاسي جغرافې ته به نوی شکل ورکوي ؛ پینټاګون ٫٫ری شیپنګ دی مډل ایسټ ٬٬ په نوم ددې پالیسۍ لپاره نوم هم ایښی وچې دتطبیقولو لپاره یې د ۲۰۰۳کال په مارچ میاشت کې امریکاپرعراق دحملې کولونه ددې عملي اقدامات هم پیل کړي ووخو دامریکا له بده مرغه چې دلته دمسلمانانو دسخت مقاومت په نتیجه کې دسختی ناکامۍ سره مخامخ اوله دې لارې یې ددې پلان دتطبیقېدلو پلان له خاورو سره خاوری شو نو ټوله توجو یې د دولتونو پرضد د ولسونو راپاڅولو او په نتیجه کې یې دهغه څه رامنځته کولو ته ورکړه څه چې اوس رامنځته شول اوزموږله بده مرغه چې له دې لارې دپلان په تطبیقولو کې یې ترډېره حده پرمختګ هم کړی .

د دجلې او فرات دواړو خوا وو او بلاد شام کې ددې جنګ خپل عروج ته رسولوکې خودوئ لا له وړاندې بریاليتوب ترلاسه کړیدی اودادي اوس یې دجنګ په سترډګر دیمن بدلولواوپه دې جنګ کې دسعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو د را ښکېلولو له لارې دجنګ ، ستر قتل و قتال اوبد امنۍ څپې تر خيبراومدینې منورې هم راورسولې .

ماته داسې نه ښکاري چې په حوثي باغیانودسعودي حملې به ددې جنګ دپای ته رسېدو سبب شي بلکې جنګ ته دسعودي عربستان په راګډېدو داجنګ شاید دومره پراخه شي چې نه یواځې منځني ختيځ بلکې ټولې اسلامي نړۍ کې دفرقه ایزو شخړو یو طوفان رامنځته شي ؛ که دا د سترو زبر ځواکونو هدف وي او خدای مکړه همداسې وهم شي نوړومبی ښکاربه یې سعودي عربستان وي اوترټولوزیات تاوان به یې هم سعودي عربستان ته ورسېږي. حالاتو چې پرکوم لورحرکت پیل کړیدی که همداسې یې دوام وکړ شاید ډېرژردسعودي عربستان په ختیځ کې دتېلودزېرمونه ډکې ساحلي تړانګې کې مېشت شیعه ګان دایران په مرسته اولمسون دسعودي نه دازادۍ اخستلو په موخه ددولت پر ضد پاڅون پیل کړي ؛ زماداخبره یواځې بې دلیله اندېښنه نده بلکې باید په تأسف سره ووایوچې دایران مسئولو څېرو لا ډېر د مخه ددې پروګرام په هکله خپل شوم عزائم ښکاره کړیدي .

دایران له مقتدروحلقونه اوس دا نارې هم اورېدل کېږي چې پرحرمینودسعودي خاندان دقبضې دله منځه وړلو اوددې خاندان دخاتمې وخت رارسېدلی دی .

په ټول منځني ختیځ کې دجنګ درامنځته کولوداپلان دامریکا، نورلویدیځ اواسرائیلو دی خود جنګ ددې اورخاشاک دلته داوسېدونکومسلمانانوفرقه ایزتضادات دي ؛داسې تضادات چې هره فرقه دبلې نابودي غواړي؛ خوداباید ومنوچې دتضاداتو دې اورته تیلی دایران دانقلاب دکامیابۍ پرمهال وهل شویدی چې بدبختانه په تېرو ۴ لسیزو کې یې ټول منځني ختیځ ته لمبې ورسېدې .

اوس داپوښتنه چې په عراق ، شام ، لبنان اویمن کې دایران په مداخلې امریکااودلویدیځ سترو قدرتونو ولې سترګې پټې کړیدي ؟ آیالویدیځ دایران خیرخواه دی یا ایران دامریکا اونورلویدیځ دخوښې سره سم مخ په وړاندې ځي ؟ او ځني شنونکي چې وایې امریکا ټول منځنی ختیځ دایران اواسرائیلوترمنځ تقسیمول غواړي اواراده لري چې هغه سیمې چې اسرائیل یې په ٫٫ګریټراسرائیل،، کې داخلول غواړي هغه اسرائیلو ته اوباقي پاتې یې ایران ته په واک کې ورکړي آیا دشنونکو داشننې سمې دي ؟

دا چې د اسلام او مسلمانانو پر ضد د امریکا له لورې په پیل شوي صلیبي جنګ کې شیعه ګان نه یواځې داچې دامریکاپرضد دمسلمانانوپه پیل شوي مقدس جهادکې شریک نشول بلکې برعکس دمسلمانانوپرضددصلیبیانوپه څنګ کې ودرېدل نو دامریکا اونورلویدیځ ډېراعتماد یې ترلاسه کړاو ورته یې په عمل کې ښکاره کړه چې د لویدیځو زبرځواکونو د هر اشغال لپاره ډېرښه خدمتګاران ثابتېدای شي چې دا درامخې ته شوی اندېښنې یوعمده دلیل دی نوځه داشننه یا اندېښنه نشم ردولای خوځه فکر کوم که داسې اراده موجوده هم وي عملي کېدل یې ناشوني دي اوپدې امریکااونورلویدیځ هم ښه پوهېږي ؛ په ټولیزه توګه دشیعه ګانواوپه ځانګري ډول دایران پرضد په سني عربانوکې ډېره زیاته کرکه شتون لري اوپه سیمه دشیعه ګانو حاکمیت هیڅکله هم دزغم وړندی چې عراق یې ښه بېلګه ده امریکاډېرې هڅې وکړې خودمالکي شیعه اداره یې کامیابه نکړای شوه اونه امریکا اودبغداد اداره پدې وتوانېده چې دلته دسني مجاهدینو روان جهادي بهیرکمزوری کړي .
هو! دایران مداخلې پراخول او په مداخلو سترګې پټول به روان وي خوهدف به هماغه وي چې موترې وړاندې یادونه وکړه یانې له دې لارې دلته دفرقه ایزومنافرتونوزیاتوالي ته لاربرابرول اوبیا ټوله سیمه دجنګ په ډګربدلول ؛ نو دنړۍ ټول سنیان اوشیعه ګان بایدفکروکړي چې ولې په خپلومنځونو کې ستر جنګ ته لار برابروي اودجنګ رامنځته کېدلوپه صورت کې یې ګټه چاته رسېږي؟

دا هم باید له پامه ونه باسو چې په منځني ختیځ کې دروان جنګ دخېټې نه دیوبل جنګ زېږېدنه هم حتمي ده ؛دمنځني ختیځ په ټولو زېرمو چې اسرائیل ،امریکا اودلویدیځ نور زبرځواکونه  قبضه غواړي ددې په مقابل کې دلته په اوله درجه کې روسې اوپه دوهمه درجه کې چین مزاحمتي پالیسي غوره کړیده چې شام یې ژوندۍ بېلګه ده ؛ روسې چې شام ته دامریکا اونورلویدیځ دراتلومخه نیوله نو دبشارالاسد دادارې نه ورسره زیات پدې هېواد کې دخپلې بیلیونونو ډالرو دپانګونې اودطرطوس دبندرګاه غم و؛ دلته دامریکا ،نور لویدیځ اواسرائیلو دقبضې نه پس دروم د بحیرې دطرطوس دبندرګاه نه په کلي ډول دروسې ټغرورټولېدلو.

اسرائیل اوامریکا غواړي چې دواشنګټن اولندن نه پس تل ابیب دنړۍ دتوجومرکز وګرځي اوداهله کېدای شي چې اسرائیل دخپلو اوسنوحدودونه بهراودمنځني ختیځ پرزېرمویې قبضه راشي ؛ په پولینډکې چې امریکا دتوغندو دفاعي نظام نصبول غوښتل نوهدف یې همداوچې کله اسرائیل پردې زېردکنترول راوستلوپه موخه دسیمو قبضې پسې راوځي چې په عکس العمل کې یې دروسې بالاستیکي توغندي په نښه نشي کړای خوچې روسې امریکا دخپل دې پلان بریالیتوب ته پرېنښوده نوامریکا دروسې په څنګ جارجیا کې ددې پلان دعملي کولو عزم  ښکاره کړ چې په مقابل کې یې روسې دډېرجرأت نه کارواخست اودامریکا دراتللونه وړاندې یې دلته خپل فوځونه داخل اوامریکا یې دخپل پلان دتطبیق نه عاجزه کړه؛ اوس ددې پلان دتطبیق یواځنی ځای دامریکا دهیلومرکزرامنځته کېدونکی آزاد کردستان کېدای شي نوځکه دکردستان په نوم دهېواد رامنځته کول هم امریکا اړین بولي ترڅو دشمال له لورې دروسې دتوغندو نه اسرائیل خوندي شي .

داهم دیادولووړدهچې  دیمن جنګ ته دطول ورکولو له لارې امریکا دیمن په مهمې ګزرګاه باب مندب باندې  هم خپله قبضه راوستل غواړي ترڅودچین سمندري ځواک دعربو په بحیرې کې محدود شي اودلته یې دمزاحمت لارې بندې شي .

موږ چې دمنځني ختیځ په اړه دامریکا، نور لویدیځ او اسرائیلو دکومو شومو پلانونو یادونه وکړه نو د منځني ختیځ د روانو حالاتو په اړه دحقایقو نه دخبرېدو لپاره ددې ټولو یادونه اړینه وه خو داسې نده چې دوئ کوم پلانونه جوړکړي ګيني هغه به خامخا تطبیقېږي ؛ ددوئ پلانونه الله تعالی په ډېری اسانۍ ناکاموي خوچې مسلمانان له همت نه کارواخلي ؛الله تعالی دمسلمانو ځوانانو دهمت په برکت په عراق اوافغانستان کې امریکااونوراتحادیان یې دڅومره شرمېدلې ماتې سره مخامخ کړل؟!

په منځني ختيځ کې صالح قیادت موجود وای امریکااوتحادیانوبه یې دکامیابۍ پسې ړانده شوي وای خودلته یې چې کوم شوم پلانونه تطبيقېږي نوټوله پړه یې پراسلامي نړۍ مسلطو حاکمانوباندی ده ؛ دیمن مسئله ډېره کوچنۍ مسئله ده خودوئ یې پرسوله ایزحل بریالي نه شول بلکې بیخي یې په دې اړه یوکوچنی اقدام هم ونکړ.

اوس هم لاوخت ندی تېر؛ بایدداسلامي نړۍ مهم هېوادونه میدان ته راووځي هم په اتفاق دحرمینوشریفینوددفاع لپاره یودائمي اواغېزمن نظم دعمل لپاره وړاندې کړي اوهم یمن دجنګ په یوبل سترډګر دبدلولونه وساتي اودواړه اړخونه پدې پوه کړي چې جنګ نه یواځې ددواړو اړخونوبلکې دټولې اسلامي نړۍ لپاره ډېرلوی تاوانونه له ځانه سره لري چې شام ،عراق اولیبیا یې ښکاره بېلګې دي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د