fbpx

ما ولي اسلام قبول کړ؟ (۶)

ژباړه اوغورچاڼ: عبدالغفار جُبیر

او دوهم داچي دا پېغمبر به څه وړاند وینې کوي، یعنی څه داسی پېښې به بیا نوی چي وروسته به پېښېږی، چي داهم وټولې نړې ته معلومه ده چي داسلام خوږ پېغمبرصلی الله علیه وسلم زښته ډېرې وړاند وینې کړیدی، چي ټولې پخپل مهال ریښتنې شوی دي، اوټولې  رېښتېنې ختلی وي، چي زه صرف قر آنکریم څخه دوې ذکر کوم.

اول دا چي قرآن عزیز وایی:

إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَىٰ مَعَادٍ ۚ قُلْ رَبِّي أَعْلَمُ مَنْ جَاءَ بِالْهُدَىٰ وَمَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ۔ (القصص: ۸۵)

بېشکه هغه  (الله) چي فرض (نازل) کړی يې دی پر تا(احکام) دقرآن خامخا بیر ته بېوونکي دی دتاهغه ځای دوعدې (مکې) ته۔

د(معاد) څخه مراد مکه معظمه ده، داهغه وخت نازل شو چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم د مکې معظمې څخه و مد ېنې منو رې ته هجرت  کاوه، اوحضرت ابوبکرصدیق رضی الله تعالی عنه ورسره وو، داوخت ډېر مایوس کوونکي وو، نوچي کله دوی و(جحفه) نومی ځای ته ورسېدل داایات مبارک  نازل شو، او و نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته يې تسلی ور کړل چي ته به بیاودې ښار ته راځی، چي د ادمکې فتح دده مبارک په ژوند کي ورته  په برخه  شوه۔

دوهم  داچي :

غُلِبَتِ الرُّومُ ﴿٢﴾ فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُمْ مِنْ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ ﴿٣﴾ فِي بِضْعِ سِنِينَ ۗ لِلَّهِ الْأَمْرُ مِنْ قَبْلُ وَمِنْ بَعْدُ ۚ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ ﴿٤﴾ سورت الروم: ۲- ۴)

ژباړه:

مغلوب کړی شو(اهل ) دروم په متصله (نژدې) ځمکه کښې (دعربوپه مځکه کي)، اودغه (رومیان) وروسته له دغه مغلوبیت ددوی ژربه بیاغالب شی په (پارسیانو) په څوکلوکي خالص الله ته دی حکم امرپخوا (له دې نه چي پارس په روم باندی بری ومومي) اوورسته (له دې نه چي روم پرپارس باندی غلبه ومومي اوماريې تل نافذد)اوپه دغه ورځ (دغلبې دروم پرپارس) خوشحاله به شي مؤمنان په نصرت دالله(له کتابیانوسره په مجوسیانو) ۔

یعنی د(۹) کلونو په موده کي به رومیان غالب شي، داځکه چي په لغت اوحدیث کي (بضع) اطلاق له دریوڅخه تر نهو پوری دی، په دغه ایات کي دقرآنکریم عجیبه اوغریبه وړاند وینه رو ښتیا شول چي تراوسه  ټوله نړۍ ور ته حیرانه ده، چي د(۶۰۲) میلادي کال څخه تر(۶۱۴) میلادی کاله پوری د (فارس ) او(روم) پاٍچاهانې په جنګ سره اخته وې، پردې ایات باندی حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه له ځینو مشرکانوسره شرط وتړی، اوپه دغه وخت کي لاشرط تړل نه وو حرام شوی، او شرط داووچي که تر دومره کلونو پوری رومیان بریالی نشول نوزه به سل اوښه تاسی ته درکوم اوکه  کامیابه شوه نو تاسی به سل اوښه راکوی، دروم هرقل پرخپل ځان باندی داسی نذر کښېښودچي ((که الله تعالی پرپارس باندی و ماته بٍری راکي نو دحمص څخه تربیت المقدس پوری به په پښوولاړشم))دالله تعالی  شان او قدرت  ته وګوری چي دقرآن كريم دوړاند ویلو سره سم برابر دنهو کلونو په موده کي یعنی دهجرت څخه یوکال وروسته دبدر په ورځ چي مسلمانانوومشرکانوته ماته ورکړل اومسلمانان دخوښې په حالت کي وه، دروم  کتابیانوته الله جل جلاله پر پار سیان(مجوسیانو)باندی بری ور کړ چي په نتیجه کي يې دمکې مشرکان نورهم ذلیله شول اوحضرت ابوبکرصدیق رضی الله تعالی عنه دمکې دمشرکانوڅخه هغه سل اوښان واخیستل چي درسول الله صلی الله علیه وسلم دحکم سره سم يې خیرات کړل۔

اوس بایبل داثابته کړل چي محمدصلی الله علیه وسلم په حقه  سره پېغمبر اوخاتم الانبیاء دی، چي قرآنکریم ددی په هکله  وایی:

وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ ۖ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَٰذَا سِحْرٌ مُبِينٌ ﴿٦﴾ سورت الصف

ژباړه:

او (یاد کړه ای محمده! هغه وخت) چي کله وویل عیسی ځوی دمریمې داسی چي ای بنی اسرائیلو بېشکه چي زه رسول رالېږ ل شوی د الله یم وتاسوته، تاسی ته تصدیق کونکي یم دهغه کتاب چي وړا ندی زمادی له تو رات څخه، اوزېری کوونکي یم په هغه رسول سره چي رابه شی وروسته له ماڅخه چي نوم يې احمد دی۔

که زه په لنډوکي در ته ووا یم چي تقریباپه اوسنی بایبل کي (۲۰) ځایه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم وړاند وینې شوی دي چي ځینی ځایونه په مستقیم ډول سره ورته اشاره شویده لکه مخکي چي ذکرشول۔

حضرت عیسی علیه سلام پخپله په ښکاره ډول سره ویلی دي، چي یهودبه ځی اوعرب به راځی، یعنی دادنبوت سلسله به نوره په دې بې پروا، دپېغمبر انو دقاتل، اونافرمانه قوم (یهود) څخه به ځی اوو عربو ته به نقلیږی۔

زه تاسوته  وایم چي دخدای  بادشاهې به ستاسونه  واخیستل شی اوهغه قوم ته ورکړل شی چي پوره میوه ورکوي (عربوته)۔    (بایبل)

نوپه دې کي هیڅ  تاویل نشته، او و هیڅ تفسیر ته اړتیانلري، دایو نړېوال حقیقت دی، چي داوسني بایبل له نظره رسالت دیهودو څخه وعربو ته انتقال شو، دوهم داچي  حضرت محمدصلی الله علیه وسلم رېښتنی پیغمبراودحضرت عیسی علیه سلام فطری ځای ناستی دی، اوبل داچي دی خاتم الانبیاءدی، اودنبوت لړې پرده باندی ختمه شوه۔

دعيسائيت بنسټيزه عقيده پخپله کليسا اوبايبل نه مني

دعیسائیت بنسټ (تثلیث ) دی، اوهم دحضرت عیسی علیه سلام غیر معجزانه پیدایښت دی، دبرطانې دانګلیکن کلیساله خواڅخه دجون په میاشت په (۱۹۸۴) کال کي یوه  سروې خپره شوی وه، چي د (۳۱- ۳۹) پوری عیسایی مذهبي راهبانود او یلی دي، چي په بایبل کي وعیسی علیه السلام ته ځینې معجزې منسوبول، دعیسی علیه السلام غیرمعجزانه پیدایښت، او و مریمې ته دمېرمنې (واده شوی ښځې) لقب ورکول داټول دمنلو وړ نه دی، دابې بنسټه او په عیسائیت پوری تړل شوی څیزو نه دي ۔

دسکاټلینډ کلیسایوکتاب خپورکړ چي نوم يې دی (A Statement of Faith) یعنی دعقیدې بیان نومی کتاب کي راغلی دي چي حضرت عیسی علیه سلام بغیر له پلاره پیداشویدی په معجز انه ډول سره۔

اوبل داچي په اوسني عیسائیت کي دوی حضرت عیسی علیه سلام هم خدای ګڼې اوکله يې دخدای زوی معرفی کوي، چي بایبل په کلکه سره داردوی:
مالک زموږخدای یومالک دی۔ (مرقوس لسم باب ۲۹)

چي خدای یودی اوبیله هغه بل نشته۔ (مرقوس لسم باب ۳۲)

ثناپه هغه چاچي درب په نوم راځي ۔ (مرقوس ۱۱ باب، ۹)

په بایبل کي داسی زښته ایاتونه شته دي چي حضرت عیسی علیه سلام پخپله وایی چي ماداسړی ژوندی کي دخدای په امرسره، اوخدای یودی۔ مګربیاهم اوسني مذهبي (پادریان، کشیشان، بېشپان، پریسټان، منکان، کارډینالان ) اوداسی نورددې ښکاره حقیقت څخه سترګې پټوي، اوپرعقلوباندی يې دجاهلیت توره پرده غوړېدلې ده۔نوځکه می دعیسائیت څخه کرکه وشوه اوداسلام په مبارک دین مشرفه شوم؛ یوه خبره کول غواړم اوهغه داچي لمرپه دووګوتونه پټیږی، اوهغه داچي داهم دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم معجزه ده چي داوسني بایبل هغه ایاتونه تحریف شوی نه دی چي په کوموکي دحضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم په ښکاره ډول سره بیان شویدی، اوماپه دې هکه ډېرتحقیق کړیدی، نوسوال نشته چي ایاداسلام حق دین دی؟؟؟ زه اوس تکل لرم چي په څوژبوسره څوکتابونه ددې په هکله ولیکم اوپه مختلفوهیوادوکي يې چاپ کړم، اوماپرعیسائیت باندی هم یوکتاب لیکلی دی د (عیسائیت اوحقیقت) په نامه سره، په بل کتاب کي می دبایبل ټول تحریفات راټول کړیدي، یوه کوچنۍ رساله می لیکلې ده چي دبایبل ټول تعارضونه (Contradictions) پکښې رانغښتی دي، یوبل وړوکي کتاب می د(بایبل اوانساني ژوند) په اړه لیکلی دی، چي ټول هغه څه پکښې راټول شویدي چي وانساني ژوندته ګواښ دی، اوهیڅ ګټه نه ورڅخه اخیستل کيږي؛ په بایبل کي ډېرداسی شیان شته چي د قانون اوانسانیت په هیڅ قاموس کي شتون نلري۔

دټول مسلمان اُمت څخه مي داهیله ده چي پراسلام باندی ټینګ شي، اوخپل دژوندټوله مسیرپرسیده لاری خپل کړي، دیوه خدای عبادت وکړي، واسلام ته نه ستړی کېدونکي خدمتونه وکړي اوهرڅه داسلام لپاره وکړي اواجريې له الله جل جلاله څخه وغواړي۔

نور بیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د