fbpx
MUSLIM-WOMAN

ديوې غيرتې مېرمنې ټينګ ايمان او د فرعون سترظلم – لومړۍ برخه

ليکوال: محمد بن عبد الرحمن العريفي

ژباړن : حمد الله دانشمند
يوه نېکه ښځه ، او د هغې مېړه د فرعون په کور کي اوسېده مېړه يې د فرعون وزير او نوموړې ښځه دفرعون د لوڼو د ښايست اوسينګار خادمه ، او د هغوی پالونکې وه ، له دې لاري به يې خپل د وړو مارغانو په څېر بچيانو ته اړين توکې لاس ته راوړه .

د لوی الله جل جلاله له لوري په دواړو د ايمان ځانګړی احسان وشو دو اړه په ايمان مشرف شول ، له څه زمانې پس فرعون د نوموړو په ايمان (د يولړ استخباراتي کړيو په مټ خبر شو د نوموړې ښځي مېړه يې په شهادت ورساوه !

نوموړې مېرمن د تېر په څېر په ور سپارل شوې دنده قرار لرې . يو ځلې يادي نېکې مېرمنې د فر عون د لور د سنګار پر مهال د هيغې سر ږمونځاوه چې ناڅاپه يې ږمونځ له لاسه پرېوته ، او له خولې يې ووتل
: (بسم الله…)
د فرعون لور ورته کړه : الله خو ځما پلار دی او بس ؟ .
نوموړې ورته په لوړ اوازا وويل : چې – نه – نه – ستا پلار الله نه دی !! ځما ، او ستا ، او ستا د پلار … رب ( پالونکی) يو الله جل جلاله دی اوبس . د فرعون لور حيرانه شوه او د خپل پلار د وجود پر مهال ورته د بل چا عبادت ناشونی برېښېدل . سم دستي يې نوموړی راز خپل پلار ته وړاندې کړ ، او په خپله شاهي ماڼۍ کي يې د الله ج … د عبادت کولو معلومات ور کړ . فرعون نوموړي نېکه مېرمن په بېړه خپلي ماڼۍ ته وغوښته .. ورته يې وويل : چي ستا رب څوک دی ؟ هغې ور غبر ګه کړه رب ځما الله جل جلاله .. دی او بس .

فرعون ظالم د نوموړې مېرمنې (کوم يې چې ايمان د زړه تل رسېدلی) په ځورولو، وهلو ، او بندي کولو پيل وکړ تر څو اړ ه شې چې سپېڅلي حق دين ته شا کړې “اما” له هر راز زيار ، او محنت نه وروستو هم بريالی نه
شول . امر يې وکړ … يو د ميسو ستر دېګ له تېلو ډک کړئ تر څو جوش شي …
هغوی همداسي وکړل . مبارکه غيرتې مېرمن يې ورته مخامخ کړه ، خو بيا يې هم د فرعون له دې ستر عذاب نه د وېري احساس و نکړ ، په دې فکر کې ده چې يو روح مې دی هغه به د الله جل جلاله په مينه ځار کړم !!.

فرعون وه پتي يله چي پنځو (۵)ماشومو او يتيمو بچيانو ته يې عذاب ور کول د نوموړې د لا ځورونې له پاره يو مثبت ګام دی . نو له دې امله يې واړه ماشومان هم د خپلې مورکۍ په وړاندې را غونډ کړل په داسي حال کي چي نوموړي ماشومان آ خوا دېخوا حيران – حيران ګوري ، او نه پوهېږي چې چېرته ، او ولي بيول کېږو! . کله يې چي په خپله مورکۍ سترګي خښي شوې نوسم دستي يې لاسونه د مور له لمني تاو کړل . مورکۍ هم د انساني ، او اميت د رنګينې عاطفې له مخې پرې راټوله شوه د ميني ، او محبت غېږ يې پرې ډکه کړه (او دهغو ګلابي مخونه يې د فراق په ګرمو اوښکو ور و وينځل ) .
تر ټولو وړوکی بچی يې خپلې سينې ته ور نږدې ، او د خپل تن په شيدو يې د هغه ماشومه تنده ماته کړه… !.

فرعون چې دامنظر له نږدې څاري امر يې وکړ (چې د پنځوواړو ماشومانو مشر) راکش کړئ … ناترسه لښکر هم بې له ځنډه د افتراسي وجدان په درلودلو سره د تېلو و اېشېدلي دېګ ته راکش کړل په داسي حال کي چي ماشوم خپلې سرې اوښلنې سترګي يوځل د مور خواته واړوي او د – وآه مورکۍ – وآه مورکۍ نارې وهي ، او کله و ظالم فرعون ته مخ واړ وي ، او ور ځخه د شفقت ، او خلاصون غوښتنه کوي ، کله له کشرانو وروڼو د مرستي غواړي ، ا و کله د تېښتې هڅه کوي په خپل کمزوري وس د لا يعقل صفته حيواني پوځ دفاع کوي . مورکۍ په ژړا ژړا د نوموړي بچي حالت څارې ، او ور سره د دنيا له غولي موخه ښه کوې .

بې رحمه پوځيانو بې له ځنډه دا د مورکۍ د ښکلا ستوری د خونين اېشېدلي دېګ و نس ته حواله کړ ! ، ګرانه مورکۍ د نازولي بچي هېښوونکی منظر د اوښکو په باران بدرګه کوي ، وړوکي وروڼه يې په وړو لاسونو خپل مخونه پوټوي تر څو د خپل ګران ورور بوږنوونکی منظر و نه ويني . په څو شيبو کې يې غوښه تو ، او زبېښلي هډونه يې سپين د تېلو پر سر را څرګندشول غيرتې مېرمن فرعون طلب کړه او ورته يې کړه چې اوس په الله سره کافره شه نور بچيان به دي له مرګه بچ شي که نه نو هغه به هم له ورته برخليک سره لاس ، او ګرېوان شي . نور بيا …
له «انها ملکة» کتاب څخه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د