
ناټو: که طالبان اساسي قانون ومني، سوله راتلی شي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د ناټو سر منشي وايي چې که طالبان د افغانستان اساسي قانون ومني او د ښځو حقونو ته درناوی ولري بیا سوله شونې ده.
جینز سټولنټبرګ دغه خبره د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې له لومړۍ برخې وروسته رسنیو ته وکړه .
نوموړي وویل چې تر څو طالبان پورته شرایط ومني او په خبره يې له نړیوالو «ترهګرو » سره اړیکي ونه شلوي سوله ناممکنه ده.
د ناټو سرمنشي د افغانستان د اوسني اساسي قانون اړوند په داسې حال کې ټينګار کوي چې دم ګړۍ ګډ حکومت د دې قانون پر خلاف رامنځته شوی دی او پرمخ روان دی.
د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دغه ناسته چې د نن يې لومړۍ ورځ وه، د ترکيې په انتالیا ښار کې جوړه شوې ده، چې د نننۍ ورځې لومړۍ موضوع يې د افغانستان په اړه وه.
د افغانستان دبهرنیو چارو وزیر صلاح الدين رباني هم په دې ناسته کې ګډون کړی دی او ناټو ورسره ژمنه کړې چې تر ۲۰۱۶ کال وروسته به هم په افغانستان کې ملکي ماموریت پر مخ وړي.
وسله والو طالبانو د ناټو د دې پرېکړې په غبرګون کې ويلي چې د نومونو بدلون دوی ته مانا نه لري او په خبره يې دوی به د یو بهرني تر پاتې کېدو پورې هم خپلې جګړې ته دوام ورکړي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټويټر پاڼه لیکلي: «موږ هغوټولو افرادو ته داشغالګرو په سترګه ګورو چې دیرغلګرو هیوادو خصوصا دناتواړوند دي، دهغو په منځ کې موږ څوک د ملکي کارکونکو په صفت نه پیژنو.»
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې بهرنیان غواړي چې دلته جګړه روانه وساتل شي، دوی وايي چې بهرنیان هڅه کوي په جګړه کې «غلامان» رامخکې کړي: «اشغالګرهڅه کوي خپل عسکر په افغانستان کې له مرګ څخه وژغوري او غلامان رامخته کړي،موږداسې پلانونه طرحه کړي چې اشغالګروته به هم دروندزیان واوړو.»
ناټو د امريکا په مشرۍ په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان یرغل وکړ او تر ۲۰۱۴ کال پورې يې پوځي ماموریت پر مخ یووړ، چې دم ګړۍ د افغان عسکرو د تمویل، مشورې او روزنې لړۍ پر مخ وړي.
ددله ګانو دتړون ددی مشر له څرګندونو نه لاندی څو موارد په ثبوت ورسیدل ۱- داچی اوسنی اساسی قانون کفری قانون ده ۲- داچی دسولی دخبرو واک په رښتیا هم د صلیبی اشغالګرو په لاس کی ده او اوسنی غلامه اداره د سولی دخبرو هیڅ واک نه لری نو بنا له دی غلامی اداری سره د صلحی خبری د وخت ضیاع او دمجاهدینو دحریت او آزادی غوښتنی وقار ته د صدمی رسولو په معنی ده نو بنا که د صلحی خبری کیږی هم نو اول باید له اشغالګرو سره وشی ۳- د ښځو دحقوقو کومی غوښتنی چی کیږی نو د… نور لوستل »
بيا خو خبره خلاصه شوه يعنې که د کفري ديموکراسۍ قانون ومني .
او داسې هيڅکله ونسي افغان ولس د اسلام پخاطر قربانۍ ورکوي .
زما په اند ، دا د ناتو د ویری او ماتی پټونی او د اشغلګرو او غلامی اداری د اردو د مورال د ژوندی ساتلو په خاطر کوی . او د خپلو تیښتو د پاره وجه او پلمه جوړوی ، لا به یی د ا خیال هم وی چه ملی او اسلامی مقاومت به هم د دغه غلامی اداری په شان احمقان وی مونږ به په دوی هغه څه ومنو ، چه دی ۱۴ کلونو جنګ کی [ چه په زرونو عسکر یی پکی قربانی او په تریلونونو ډالری یی پکی خاوری شوی ، نړیوال شهرت او مورال یی پکی… نور لوستل »
طالبان : که اشرف غنی اسلامي قانون ومني بل کل سوله راتلای شي ځکه افغانان مسلمانان دي دمسلمان قانون هم ضروربايداسلامی قانون وي اوهمدغه افغانانوخپل سرونه دهمدغه اسلامي قانون دپلي کيدلولپاره نظراني ته وړاندي کړي اوخپلي وينې يې تويې کړي
Freedom for Afghan women means an Afghan woman being able to live in her country, with her family, with her culture being respected, with her honor in tact, with her faith being respected, and without foreign drones and intelligence balloons flying and buzzing overhead, without puppet leaders in Kabul, and without the constant fear of foreign soldiers invading her home and privacy, terrorizing her and threatening her safety and honor. an Afghanistan occupied by foreign military and private mercenaries who are terrorizing the villagers, with widespread drug trafficking and rampant systemic corruption there can be no true freedom for women… نور لوستل »
باست خانه ته کوم اساسی قانون يادوي دا کفري قانون دا قانون خو خپله اشپز غني او ګل مرجان هم نه مني پدي قانون کې ماته اجرائيه پوسټ راوښيه بوتله خپل قانون خبر نه یی او لګيا یی سرونه مو ورکړي زه وايم ستاسو د ډالرو د ختميدو وخت راغلي ځکه درنه هر څه غلط دی او طالبان ليونیان دي چې اوس هم لدي خرو نه دفتر غواړي طالبان اوس هم پدي کافرو رحم کوي دا د رحم خلک ندي .