لس خواړه چې ذهني وړتیا ډېروي

ژباړه / اجمل درمان

مونږ چې هره ورځ هر ډول خواړه خورو په وینه کې ګډیږې او نه یوازې دا چې مونږ ته پیاوړتیا راکوي بلکه په په مستقیم او یا غیر مستقیمه توګه مو په مغزي کړنو او وړتیاوو هم اغیز کوي. د روغتیا نړیوال سازمان د موندنو پر اساس؛ په منظمه توګه د ځینو خوړو استعمال کولای شي چې ۲۰ سلنه د انسان ذهني وړتیا لوړه کړي. راځۍ د داسې لسو خوړو په اړه پوه شو چې د استعمال په وسیله یې په ذهني وړتیا کې ډيروالی راځي.

toot_angoorتوت

د مغزي فشار او قهر په وسیله د انسان مغز د خپل عمر څخه مخکې له کاره باسي. په توتانو کې د طبیعي اوکسیدیشني موادو شتون د مغزي فشار په خلاف؛ د التهابي او عصباني کیدو ضد مادې په توګه کار کوي. د غوزانو او ناکو سره یو ځای د توتانو خوړل؛ د انساني مغز سلولونه ژوندي ساتي چې په وسیله یې د مغزو د کړنو او فکر کولو توان کې ښه والی منځته راځي.

bananaکیله

د مغزو د ښو کړنو ترسره کولو لپاره په وینه کې لږ تر لږه ۲۵ ګرامه ګلوکوز اړین دی او کیله یوه داسې میوه ده چې په کافي اندازه ګلوکوز لري کوم چې د مغزي وړتیاو په ښه والي کې مرسته کوي.

eggهګۍ

د B ویټامین د حافظې او له مغزو څخه د ځواب ویلو او غبرګون په ښه والي کې مرسته کوي او ساینس پوهان وایې چې هګۍ د B ويټامین غوره سرچینه ده

mastayماسته

ماسته د انسان د وجود لپاره د کلسیم او ويټامینونو د جوړونې یوه اسانه او غوره لاره ده او ددې په وسیله دماغې وړتیا زیاتیږي.

hindwanaکب

اومیګا درې ماهي ((Omega III Fish؛ د پروټين، فولادو او د B ویټامین خزانه بلل کیږي چې د مغز د تکرار پروسې د ښه کولو تر څنګ؛ د استدلال ظرفیت او وړتیا هم ډيروي.

banjanتور بانجان

د تورو بانجانو خوړل د اعصابو د سلولونو او پیغام رسوونکو مالیکولونو تر منځ اړیکې ښې کوي چې په مغزو زړه راښکونکې اغیزه اچوي.

green_teaشین چای

د شین چای څښل د اعصابي طناب ( یو سپين رنګه ماده چې ۴۵ سانتي متره اوږدوالی لري او له څټ څخه شروع د ملا تیر تر لومړۍ یا دویمې مهرې پورې امتداد لري) د ښه والي سبب کیږي.zardaki

ګازرې

په منظمه توګه دخپل ورځني خوراک په مهال ویش کې د خامو ګازرو خوراک زیاتولو پر اساس په وینه کې د شکر اندازه برابره ساتل کیږي چې په وسیله یې مغزې وړتیا لوړیږي.qahwa

قهوه

په قهوه کې د شته کافینو استعمال په حافظه او سترګو باندې ښې اغیزې لري په ځانګړې توګه د هغو خلکو لپاره ډیر ګټور دی چې په ساعتونو ساعتونو په کمپیوټر کې کار کوي.choklate

چاکلیټ

د خړ رنګه چاکلیټو؛ لکه ککو خوړل د فکر کولو قوه پیاوړې کوي په ځانګړې توګه شیده لرونکي چاکلیټ د انځوریزې حافظې، د خبرې کولو وړتیا او د مغزو په ځواب ویلو کې ښه والی راولي

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
sabawoon
میلمه
sabawoon

مننه که د مح د دانو دعلاج په اړه معلومات وړاندی کړی نو ړیره مهربانی به مو وی

صالحی
میلمه
صالحی

ډیره زیاته مننه کوم ډاکتر صاحب له قیمتی معلوماتو څخه

صالحی
میلمه
صالحی

ډیر مــــــــــــــــــننه دا د په مخ دی دانو او په مخ باندی د منګسو یا ټاپو څنګه درملنه وکږو

شریف الله
میلمه
شریف الله

ښاغلی ډاکتر صاحب کچیری تاسو د جلد دښکلا لپاره معلومات وړاندی کړی ډیره مهربانی به مووی

محب الله صافی
میلمه
محب الله صافی

ماشاء الله ډیر خونده ور معلومات وو ګرانه له تاسو معلومات څخه ډیره زیاته مننه

اونخیوال وردګ
میلمه
اونخیوال وردګ

مننه کوو له نن ټکی اسیا نه
بریا مو په برخه