د مظاهرو څلورمه ورځ: د پولیسو په بی باکو ډزو ۱۲ تنه شهیدان شول

Kabul-February232012

نن ټکی آسیا: د قرآن کریم د سوځولو په خلاف نن د څلورمي ورځي لپاره هم په ټول هیواد کې مظاهرې تر سره شولې.
د نن په لاریونونو کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په نسبتا ارام ولایت هرات کې وه، چیري چي د جمعې د لمانځه وروسته لاریون کونکي د امریکا د کونسګلري په لوري روان سول، او د امریکا او د امریکا د ولس مشر اوباما په ضد یې شعارونه ورکول.
د هرات ولایت امنیتي سرچینو ویلي چي لاریون کونکو پر پولیسو او امنیتي ځواکونو هم برید وکړ، او غوښتل یې چي اسلحه ځیني واخلي، چي د پولیسو له خوا په جوابي ډزو کې ۳ تنه مظاهره چیان ووژل شول، او تر پنځوسو زیات ټپيان شول.

 

د ولایت ویاند محي الدین نوري رسنیو ته ویلي چي ۳ په هرات کې د امریکا پر کونسلګری د برید په وخت او ۴ دهرات په ادرسکن ولسوالۍ کې ووژل شول، او ۵۰ تنه نور ټپیان شول.
د نومړي په وینا په دغه تاوتریخوالې کې یو پولیس هم وژل شوی دی.
د افغانستان په نورو سیمو کې هم مظاهرې وشولې، په بغلان کې په زرګونو کسان سړکونو ته راوتلي وه، هلته هم یو کس ووژل شو.
په کابل کې د جمعې د لمانځه وروسته مظاهرې شولې، دلته هم یو کس ووژل شو.
په خوست ولایت کې هم ۲ تنه ووژل شول، او د ناټو پنځلس ټانکرونه وسوځول شول.
په ننګرهار کې د کابل- جلال اباد لویه لاره هم د مظاهره چیانو له خوا تړل شوې وه.
د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې هم مظاهرې تر سره شوې، او په غزني ولایت کې د ولایت مقام ته هم مظاهره کونکې را ټول شوې وه، او د امریکا په ضد یې شعارونه ورکول.
د افغانستان څخه دباندي نن د جمعې د لمانځه وروسته د پاکستان په کراچي، پيښور او اسلام اباد ښار کې هم مظاهرې تر سره شولې.
په بنګلادیش کې هم مظاهره چیان راوتلې وه، او دناټو او امریکا په ضد یې شعارونه ورکول.
په مالیزیا کې هم مسلمانان د جمعې د لمانځه وروسته د امریکا د سفارت مخکي را ټول شوې وه، او ددغه ناوړه عمل د نه تکرار غوښتنه يې کول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د