نظــر

بي پرې رسنۍ او د پیښو په اړه یې دوه مخی چلند

شاهد غزنیوال

د تیرې سه شنبې په ورځ د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ یوځل بیا د دولتي ځواکونو له واکه و وتله.

دا ولسوالۍ دری ورځې وړاندې دولتي ځواکونو د طالبانو له لس کلنې واکمنۍ وروسته تر خپلې ولکې لاندې راوستله.

د ناوې ولسوالۍ د خپل مهم جغرافیايي موقعیت له مخې د غزني ولایت یو مهمه سیمه ګڼل کیږي .

یاده ولسوالۍ له زابل او پکتیکا ولایت سره ګډه پوله لري ، مجاهدینو وکړای شول د صلیبي یرغلګرو پرخلاف د مقاومت له پیل نه دا ولسوالۍ ترخپلې ولکې لاندې راولي او له هغې څخه په زابل ، اروزګان ، پکتیکا او ځینونورو سیمو کې خپل جهادي فعالیتونه سوق او اداره کړي .

له خواوشا دوو اونیو راهیسې د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت په مستقیم دستور او په سیمه کې د محلي اربکیانو په استخدام سره د یادې ولسوالۍ د لاندې کولو لپاره پوځي عملیات پیل او د روان میلادي کال د می د میاشتې په اتمه نیټه د ناوې ولسوالۍ مرکز د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغی.

د ناوې ولسوالۍ مرکز ته لا اربکي ځواکونه نه ول رسیدلي چې په اصطلاح بي پرې رسنیو د ولسوالۍ د سقوط خبرونه پیل او د سر په کرښو((Head lines کې لاندې عناوین په بارز خط ولیکل:

له لسو کلونو وروسته د ناوې ولسوالۍ د دولتي ځواکونو تر واکمني لاندې راغله .

په غزنې کې د طالبانو د قوماندې مهم مرکز د ناوې ولسوالۍ ونیول شوه .

ولسوالی ناوه ولایت غزنی پس از ۹ سال به گونه کامل به تصرف دولت در آمد.

خو کله چې د می دمیاشتې په دولسمه نیټه بیرته همد ا ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغله نو ټولو همدغو رسنیو چې دری ورځې وړاندې یې ناوه ولسوالۍ په مهم استراتیژک مرکز یادوله د هغې د سقوط په اړه خوله چوپه او یواځې د پژواک خبري آژانس په یوه ډیر کمزوري رپوټ کې دطالبانو لخوا د یادې ولسوالۍ د بیرته نیولو خبر په لاندې ډول ورکړ: امنيتي ځواکونو د ناوې ولسوالۍ بېرته طالبانو ته پرېښې ده .

یاد سرلیک دا افاده کوي چې د ناوې ولسوالۍ په بیرته پریښودلو کې اصلي عامل د دولتي ځواکونوپرشاتګ دی نه د طالبانو د عزم عملیاتو محاربوي موثريت.

له پژواک آژانس پرته نورو ټولو هغو رسنیو چې د دولتي ځواکونو په لاس یې د ناوې ولسوالۍ دسقوط خبر ورکړی و د هغې د دوهم ځل نیولو په اړه خوله پټه او د هغې په اړه یې هیڅ خبر خپور نه کړ.

په مطبوعاتي فعالیت کې بي پریتوب معیار دی ، خو په افغانستان کې د شته رسنیو لپاره بل ځانګړی معیار ټاکل شوی چې دا رسنۍ تر بل هرڅه زیات د هغه پر رعایت ځان مکلف بولي.

هغه معیار د تمویلوونکیو جهتونو له مزاج سره سم خپله نشراتي تګلاره عیارول دي.

که دا خبره نه وي ولي همدا په اصطلاح بي پري رسنۍ د یوې پیښې په اړه دوه متضاد دریځونه غوره کوي ؟

کله چې د ناوې ولسوالۍ سقوط کوي ټولې چاپي ،صوتي او بریښنايي رسنۍ په یوه خوله دهغې سقوط اعلانوي او دا کار د دولتي ځواکونو مهمه لاسته راوړنه بولي .

خو بیا چې عین همدا ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویږي او دولتي ځواکونه ترې په تیښته مجبوریږي بیايي ټول په اړه ګونګه روژه نیسي، او د پژواک غوندې مشهوره خبرې اژانس یې د یوه بي اهمیته خبر په خپرولو ځان د پیښو ریښتنې هنداره معرفي کوي .

همداراز كله چې طالبانو له دولتي ځواکونو څخه د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ ونیوله همدې په اصطلاح بي پري رسنیو یې په اړه یو عادي خبر خپورکړ ، خو کله چې دولتي ځواکونو د هغې د دوباره تسخیر ادعاء وکړه نو دوی د ګډ حکومت د مشر له خولې اعلان وکړ چې یاده ولسوالۍ بیرته د طالبانو له ولکې څخه وایستله .

مطبوعاتي فعالیت په حقیقت کې یو رسالت دی چې کارکوونکي یې باید عقیدوي او ملي مصالحو ته په ژمنتیا سره هغه انجام کړي ، نه ورکي زر او زور ته تسلیم شي او نه هم سیاسي مصلحت پاللو ته .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x