اوښکې

اسدالله رزین

ماته سترګوپه سلګوکی تانه را کړه
ریږدیدلو شنډو سپکه سپانده کړم

تری نتلې اوښکې یوه یوه راجلاسوی
کاسې ډکې وی غمونه یی شمیرم

نورغمونوته ځای نه ؤپه کاسوکی
تکې سری ستر ګې یتیم دریادوم

دګریوان په لورهاله هاله راتوسوی
ددردونو په د نیا دی خبروم

نوربندونه ورته نشوای ټینګید لای
اوښکې نه وی سیلابونه یې نومو م

بڼوټول وس باندی وکړ چې که تم سوی
آخیر جوړسو با ڼو برخه د ماتم

چې لندوبڼو دغم داستان شروع کړ
په زخمودي مالګې نه دردوړوم

ډیرپه ستم به یې کله تورې پردې کش کړی
توپا نونه ؤ هغه درته لیکم

نه هیلې او اند یښنې هلته د لۍ وی
دشهیدی شپې انځورانځوروم

بیا به ولوید ې کاسوباندې بی خوده
بریښنا ټکې وی په هیڅ نه پوهیدم

ښه شیبه به کاسواوښکوته زارۍ کړی
جوړنا ورین ؤ شعرنه پری رنګوم

څه خوځښت به په پردوکې راجوت سو
له چولو یی ملغلرې ټولوم

جوړې سوی لارې بیا شولې ترڅنډو
په یتیمه غاړه آمیل راځړوم

د مظلومواوښکوآرمان ګوره امانت ده
راپه سد سه زه دی سردرخلاصوم

هغه اوس هم هدیروکې شوګیرې کړی
غیرتونو ګوت څنډ نه درته کړم

زه پوهیږم غیرتونه ګواښل کیږي
دغیرت په وړاندي ګواښ هیڅ نه منم

د آر مان په وړاندی ګواښ هسې خبره
د یتیم ترآرمان هرڅه جارو م

له رزین سره آمیلونه ډیرپراته دی
تا ته بیلګه دغه یوه درښکاروم اوښکه

جمعه سهار ۱۰/۳۰شرقی بایی پاس ۳/۴/۲۰۱۵

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د