
کابل _ دویم تعقیب: د ښار په زړه کې تر سهار وختي جګړه روانه وه
نن ټکی اسیا (پنجشنه، ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د کابل ښار په زړه کې د انصاري څلولارې ته څېرمه د بهرنیانو پر مېلمستون ډله ییز بريد تر سهار وختي لا هم روان و، چې د امنیتي مسوولینو په قول یوازې یو بريدګر مقاومت کاوه.
دغه بريد چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د پارک پالس پر هوټل پیل شو، چې ډېری بهرنيان ورته تګ -راتګ کوي، د کابل امنیتي مسوولینو په خبره تر سهار وختي لا هم مقاومت روان و، خو دم ګړۍ امنیتي مسوولینو سیمه محاصره کړي او د تلفاتو په اړه څه نه وايي.
د اسوشټييد پريس اژانس له قوله ټاکل شوې وه، چې په دې هوټل کې د بهرنیانو د خوښۍ لپاره کنسرت پیل شي، چې د عيني شاهدانو له قوله تر کنسرت وړاندې بريد پیل شو.
د دوی په خبره کنسرت ته ډېری ترکي او هندي وګړي راغلي و، چې ټاکل شوې وه د هند سفير هم پر دې کنسرت کې برخه واخلي.
ځينو عیني شاهدانو يادې سرچينې ته ویلي چې بريدګرو د دوی کنسرت ور خراب او په هوټل کې ناست بهرنيان يې ټول محاصره کړل، چې د تلفاتو په اړه يې معلومات نه لري.
د هوټل یو تن کارکوونکي فرانس پریس اژانس ته ويلي چې ګڼ مړي يې د هوټل په دروازه کې ولیدل او دی ترې په تېښته روغ راوتی دی.
د هند لومړي وزير د کنسرت په ګډوډۍ او د هندیانو پر وژل کېدو خواشيني ښوودلې ده او ويلي يې دي چې کابل کې باید د دوی د اتباعو ژوند خوندي وي.
تر اوسه پوره روښانه نه ده، چې د بهرنیانو د دې نڅاځای او کنسرت پر مراسمو برید څومره تلفات درلودلی دي او نه هم کومې ډلې تر اوسه د دې پېښې مسوولیت منلی دی.
ياده دې وي د کابل ښار په زړه کې پارک پالس خوندي ځای بلل کېده، چې د بهرنيانو د ساعت تيري لپاره يې په شهر نو کې ځانګړی شهرت درلود.
تاژہ خبر دادہ.چی دامریکا اوھند سفارتونو دخپلو اتباعو مرگ ژوبلہ تایید کڑے.دادیونڑیوال تلویزون خبردہ