افغانستان

د شهید شوي الحاج ملا عبید الله اخند فاتحه واخیستل شوه

mullah-ubaidullah(نن ټکی اسیا فبروری۲۰۱۲/۰۲/۲۴) نن د افغانستان په ځینو ولایتونو او د پاکستان په ځینو ښارونو کې د طالبانو د اسلامي امارت د دفاع دوزیر او د ملا محمد عمر مجاهد د نایب ، شهید ملا عبید الله اخند فاتحه واخیستل شوه.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د کویټي په ښار کې دفاتحې په مراسمو کې زیات شمېر افغانانو او طالبانو ګډون کړی وو، په فاتحه کې شهید ملا عبید الله اخند ته دعاوي وسولې، او دهغه د غیرت، میړاني او قربانۍ په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړه سوه.
د خدای بخښلي شهید ملا عبید الله د کورنۍ سرچینو نن ټکی آسیا ته وویل چي نن د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې، او د پاکستان په غټو ښارونو کې هم د شهید ملا عبید الله اخند دخواخوږ، دوستانو او عامه مسلمانانو له خوا فاتحه واخیستل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close