افغانستان

بدخشان: یو ځل بیا غر ښويېدنې ۲۷۰ کورونه نړولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي چې د ډې ولایت په تیشکان او یفتل پايان ولسوالیو کې د غر د ښويېدو له امله ۲۷۰ کورونه نړيدلي او اوسېدونکي يې له سیمې وتلي دي.

دوی نه دي ويلي چې په دې پېښه کې څومره ځاني تلفات رسېدلی دی خو په خبره يې د کورونو ډېری اوسېدونکي له سیمې وتلي او خوندي ځایونو ته رسيدلي دي.

د بدخشان د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي مشر سید عبدالله همایون دهقان وايي چې د تیشکان په توتک او د یفتل پایان په بيدي کلان کلیو کې ۲۷۰ کورونه نړيدلي دي.

د دنوموړي په خبره غر د ډېر ورښت له امله نړیدلی دی، چې دم ګړۍ د سیمو له ۳۰۰کورنیو نه ۲۴۰ کورنۍ د کډه کېدو په حال کې دي او هڅه کوي چې له سیمې ووځي.

تر دې وړاندې هم په بدخشان کې ورته پېښې ډېرې شوې دي، چې زیانمن شویو کورنیو يې لاهم له دولت نه د مرستې حال نه دی ورکړی، د دوی په خبره ډېری يې په میاشتو میاشتو تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.

یاده دې وي تېر کال هم د بدخشان په ارګو ولسوالي کې د غر ښويېدنې خونړۍ پېښه کې هم سلګونه کورنۍ زيانمنې شوې چې ډېری يې لا هم بې سرپرسته ژوند کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x