نړۍ

مصر: د اخوان المسلمين لوړپوړی مشر په زندان کې مړ شوی

نن ټکی اسیا (پنحشنبه، غويي۲۴مه ۱۳۹۴ل): د اخوان المسلمين لوړپوړی غړی دکتور فريد اسماعيل د مصر الزقازيق زندان کې مړ شوی دی.

د اخوان المسلمين رسمي ويب پاڼې ليکلي، چې، دکتور فريد د ځيګر په ناروغۍ اخته و، د زندان مسؤولينو ترې دارو درمل منعه کړي وو او نوموړي سره يې ډېر وحشي چلند کاو، چې له امله يې دکتور فريد تېره شپه په زندان کې ساه ورکړه.

دکتور فريد اسماعيل د مصر د الزقازيق پوهنتون د طب فاکولتې استاد او د اخوان المسلمين د سياسي ګوند «حريت او عدالت» لوړپوړی مشر و، چې ۲۰۱۳ز کال سپټمبر مياشت کې الزقازيق کې له خپل کوره نيول شوی و.

دکتور فريد اسماعيل د پخواني ديکتاتور حسني مبارک د رژیم له نسکوريدو وروسته د پارلمان منتخب غړی و.

اخوان المسلمين په خپله رسمي ويپاڼه کې د دکتور فريد اسماعيل مړينه تاييد کړې او وايي، چې نوموړی د سيسي کودتاچي رژيم د ظلمونو او کړاوونو له امله مړ شوی او هوډ يې څرګند کړی، چې د د کتور فريد د مرګ غچ د ټولو انقلابيانو او د مصري ولس پر غاړه امانت دی او دوی به خامخا د سيسي له کودتاچي رژيم څخه د دکتور فريد اسماعيل غچ اخلي.

د یادونې وړ ده، اوس مهال د اخوان المسلمین زرګونه غړي د مصر په بېلابېلو زندانونو کې د سیسي د ظلمونو او شکنجو لاندې شپي تېره وي. تېره میاشت د اخوان المسلمین د ګوند په مشر محمد بدیع د درېیم ځل لپاره محکمې د اعدام حکم وکړ، خو پرېکړه یې تراوسه عملي کړې نه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

دا د کفر او الحاد کفري وحشي ديموکراسۍ يو تصوير دی

الحاج استاذ بیانزی

انا لله و انا لیه راجعون . ژباړه : مونږ د الله ج له خوا شته د عبادت د پاره شته شوی او واپس به هماغه خالق لایزال ته ورګرځو . د کومی دندی د پاره چه څوک خلق شوی او هغه یی په هماغه اصولو چه ورته ویل شوی په پوره امانت داری او ایمانداری سرته رسولی وی ، د هغه چا جسم او روح د الله ج امانت په پوره امانت داری ورته وسپارلو ، یعنی الله ج به د هغه پوره امانتداری پاداش او جنتونه ورکی ، لکه داخوان المسلمین دغه مجاهد ورور او د هغه په… نور لوستل »

گوربت

انا للہ وانا الیہ راجعون

محمد قلندرزی

الله پاک دي یې غرق رحمت وګرزوي. کاشکي د حقوق الله د مراعتولو په مسولیت کي د ټول مصر مسلمانان د اخوان المسلیمن سره شریک سوي وای نو نن به داسي لایق خلګ په محبس کي دبینه تللو پر ځای د مهمو دولتي موقفونو څخه د خپل ولس په بیغرضه خدمت مصروف وای

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x