افغانستان

د کابل په برید کې د یوه امریکايي او دوه هندیانو په شمول ۵ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنحشنبه، غويي۲۴مه ۱۳۹۴ل): په کابل کې د امریکا سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په کابل کې د انصاري څلور لاري سره نیژدې د پارک پالاس په نامه د بهرنیو په میلمستون باندي د طالبانو په برید کې یو تن امریکايي تبعه وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ددغه امریکايي تبعه نوم او نور مشخصات نه دي ذکر شوي.

د کابل امنیه قومندان عبد الرحمن رحیمي ویلي چې د تیري شپې په برید کې ۵ تنه ووژل شول، او شپږ تنه نور ټپیان شول.

نوموړي وویل چې سرتیري بریدګر درې کسان وه، چې هغوی هم په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د وژل شویو کسانو په اړه ویل کیږي چې یو امریکايي، دوه هندیان او دوه افغانان دي.

د وروستیو راپورونو پر اساس ویل شوي چې په دغه میلمستون کې د بهرنیانو لپاره د یوه میوزیکل کانسرټ پروګرام جوړ شوی وو، او پلان شوې وه چې لږ ګړی وروسته به پيلیږي.

یوه امریکايي تبعه چې د پيښي څخه ژوندی وتلی، رسنیو ته ویلي چې د یوه کاناډائي تبعه په افتخار بهرنیانو غوښتل چې دغه کانسرټ جوړ کړي، چې د طالبانو د برید سره مخ شو.

باید وویل شي چې د وروستیو راپورونو سره سم جګړه تر سهاره وغځېده، خو د امنیتي مسؤولینو په وینا یوازي یو بریدګر په صحنه کې پاته وو، او هغه مقاومت کاوه.

د امنیتي چارو شنونکي وايي چې حکومت او بهرنيان دداسي پيښو وروسته سیمي ته خبریالان ځکه نه پريږدي، او نه هم د پيښي او قربانیانو په اړه کره معلومات د رسنیو سره شریکه وي، تر څو ورته بریدونو ته نور طالبان او افغانان تشویق نه شي، او د ورته پيښو مخنیوی وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گوربت

اوس نو رسنئ ھمدا وظیفہ لری.چی ددوی.مڑی اوشکستونہ پٹ کڑی.نارواتہ یی روا ووایی.پرغلامی .وحشت اوجنایاتویی پردہ واچوی.اودمقابل لوری دیوہ کس تلفات سل وگنی.ھرڈول ناروا اوبی شرمانہ تورونہ ورباندی ولگوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x