نړۍ

واټيکان هم د فلسطين ازاد دولت په رسميت وپيژانده

نن ټکی اسیا (پنحشنبه، غويي۲۴مه ۱۳۹۴ل): نړۍ کې د کاتوليک مسيحيانو اصلي مرکز واټيکان ښار د فلسطين ازاد دولت په رسميت پېژندلو اعلان وکړ.

کاتوليک پاپ وايي، چې د فلسطين ازادي غوښتونکي غورځنګ پر ځای د فلسطين ازاد دولت په رسميت پېژني.
۲۰۱۲ز کال کې هم واټيکان د ملګرو ملتونو له لوري د ازاد فلسطيني دولت پرېکړه ستايلې وه.

د واټيکان مشر پاپ دې څرګندونو نړۍ کې د يهودانو او په ځانګړې توګه د اسراييلي دولت غبرګونونه راپارولي دي.
اسراييلو د واټيکان دا پرېکړه غندلې او وايي، چې دې سره به د فلسطينيانو او اسراييلو تر منځ د سولې پروسه ټکنۍ شي.

د واټيکان مشر پاپ فرنس د فلسطين ولسمشر محمود عباس سره له ليدو وروسته د فلسطيني دولت په رسميت پيژندلو اعلان کړی دی.

له دې وړاندې هم د ختيځې اوروپا ځينو هېوادونو د فلسطين ازاد دولت په رسميت منلی دی.

د يادونې وړ ده، چې د فرانسې، ايرالنډ، برتانيې او اسپانيې پارلمانونو هم د فلسطيني دولت په رسميت پيژندلو غوښتنه کړې، مګر د دغو هېوادونو حکومتونو لا د خپل پارلمان پرېکړه نه ده عملي کړې.

د درېيمې نړۍ ډېری هېوادونو فلسطيني دولت په رسميت پيژندلی او لويديځ هېوادونه فلسطيني دولت په رسميت نه پيژني او په دې اړه د امريکا او بریټانيا د رسمي موقف ملاتړ کوي، چې فلسطيني دولت بايد اسراييلو سره د مذاکراتو په نتيجه رامنځته شي، مګر دغه هېوادونه انديښمن دي، چې اسراييل فلسطيني خاوره کې ورځ تر بلې نور کورونه جوړوي او دا کار به د مذاکراتو لړۍ سخته زيانمنه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x