تر دې وروسته نوی کمپیوټر په ۹ ډالر ترلاسه کولای شئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲۴مه ۱۳۹۴ل): د امریکا یوه شرکت د کریډټ کارت د چېپ په اندازه د یوه کمپیوټر په جوړلو لګیا ده چې بیه به یې زیات نه زیات ۹ ډالر یا تقریبا ۴۵۰ افغانۍ کيږي.

نیکسټ تینک نومې دغه شرکت پروژه تقریبا پای ته رسېدونکې ده او د شرکت هیله ده چې دغه ارزان بیه کمپیوتر به د ۲۰۱۶ په پیل کې بازار ته وړاندې کړي.

ددغه کمپیوتر لومړی ورژن به یو ګیګا هارټ پروسیسر، ۵۱۲ ام بي ریم (RAM) او ۴ ګیګا هارټ به د هغې بورډ سټوریج وي.

په بازار کې اوسمهال د داسې کمپیوترو وړاندې کولو مسابقې روانې دي چې هم يې اندازه وړه وي او ورسره تېز کار هم وکړي، په داسې حالت کې د چېپ په اندزه کمپیوتر راوتل نورو شرکتونه ته چېلینج دی.

چېپ کمپیوټر کې وای فای (Wi-Fi) او بلوتوت هم شته دی چې په زیاترو دغه ډول وړو کمپیوتر کې نشته دی.