شعـــــرونه

ګران مي غرو کي اوسي

دباران څاڅکي دي برېشناده ګران مي غروکي اوسي
هــره لــحظــه راتــه بــلاده ګـــــران مـــي غـــروکي اوسي

وايه حــاکمـــه! په وطــن کــي خــــو راج ستا چــلــيـــږي
داسپين قــران سوځلى چاده ګران مي غــرو کي اوسي

سواله تاسونو بل څـــــوک شته چي خپل دين ختموي ؟
طالب خــــوټول ويني فداء ده ګران مي غــرو کي اوسي

په کورکي ناست يې کــړې دعوې چي داحمـد بچى يم
دباندي ننګ خرڅ کړى تا ده ګـران مي غـروکي اوسي

خــام ســړکـــونه شــوه پاخـــه ټانــګـــونه ځـــــي اوراځي
زما دخټـــو کـــــورتبـــاه ده ګـــران مــي غـــروکي اوسي

پـــوه شــوم پــدې چــي اژدهــــانـــه ولـــې نــه ډاريــــږې
ماته يې مـــخ تاته يې شــــاده ګران مي غرو کي اوسـي

دابه مي څنـګـــه درته هــيــر شي  اې مغـــرورواکـداره!
تاته پرته ګــرمــه حــلـــواده ګـــران مـي غــرو کي اوسي

پاڅــــه بابا!ګـــواکـــي چـــاپه ده عســکـــر ورمـــاتـــوي
دخـــارجــي سپـيــو غپــاده ګـــران مي غــــروکي اوسي

الهـــام :تنــهــانه يــم غمــازه ګـــوره زړه ښـــه نــه کـــــړې
غــم يې لمــاســـره آشنــا ده ګـــران مـي غــرو کي اوسي

2012/02/23  کوئټه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x