نړۍ

دډاکټرشکیل افریدي جایدادونه ضبط اودبانک حساب کنګل شو

shakeelafridi(نن ټکی اسیا فبرور۲۰۱۲/۰۲/۲۵) اسلام اباد: یوی پاکستاني انګریزي ورځپاڼي خبرخپورکړی دی، لیکي چی دډاکټرشکیل افریدي اوکورني ټول جایدادونو ضبط شوی او دبانک حسابونه یی کنګل شوی دی، ډاکټرشکیل  افریدي په ۲۰۱۱ کال کی دایبټ اباد په ښارکی دسی آی ای لپاره جاسوسي کړی وه، نوموړي دواکسین دکبپاین په نامه سره داسامه دکورني دغړو دوینو نمونه ترلاسه کړی وه.

پاکستانی چارواکي وایی ډکټرشکیل افریدي دپیښور ښارپه مختلفو سیمو لکه حیات اباد، شامی سړک اوصدرکی ۱۵ کاناله غیرمنقوله جایدادونه دلودل.
پاکستانی چارواکو دنوموړي ټول جایداد ضبط کړي، دده او دمیرمني بانک حسابونه یی هم کنګل کړی دي، په حیات اباد کی دنوموړی خپله ودانی کوم چی خپله به دلته پاته کیدی دغه ودانی هم څو ورځي مخکی دحکومت له لوري بنده شوی ده او ددروازو پرقلفانو باندي یی مهرونه لګول شوی دي.
له دی څخه مخکی ډاکټرشکیل افریدی اودنوموړی میرمن له دولتی دندو څخه هم لری کړل شوی وو، امنیتی کسان وایی ډاکټرشکیل افریدي هغه وخت چی کله امریکایانو په ایبټ اباد کی داسامه په خلاف عملیات ترسره کړو، دتورخم له لاري وافغانستان ته دناکامي تښتی هڅه کړی وه چی دپاکستانی امنیتی مسؤلینو له لوري تورخم ته څیرمه ونیول شو.
داسي ویل کیږی چی دنوموړی په خلاف به له هیواد سره دغداری په توګه قضیه ثبت شي
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x