افغانستان

بګرام کې پر ټانک چاودنې څلور امريکايي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (پنحشنبه، غويي۲۴مه ۱۳۹۴ل): د کابل شمال پروان ولايت بګرام ولسوالۍ په خنجرخېلو سيمه کې د امريکايي عسکرو پر ټانک چاودنه شوې ده.

د بګرام امنيه قوماندان محمد معصوم فرزي رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه لس بجې د امريکايي عسکرو کاروان خنجرخېلو سيمه کې تېرېده، چې د سړک د غاړې ماين پرې وچاودېده.

امنيتي چارواکو د چاودنې له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی ملګرو تېره شپه د بګرام ولسوالۍ اړوند خنجرخيلو کې د امريکايي عسکرو پر ټانک چاودنه کړې، چې له امله يې څلور امريکايي عسکر وژل شوي او ټانک په بشپړه توګه له منځه تللی.

ايساف تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بايد وويل شي، چې طالبانو د عزم په نوم د نویو پسرلنيو عملياتو په ترڅ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ګڼو سيمو کې پراخ بريدونه او عمليات پيل کړي.

د څارونکو په اند د طالبانو اوسني عمليات د پخوا په پرتله ډېر قوي دي او له همدې امله د ګډ حکومت مشر اشرف غني وايي، چې دوی په دفاعي حالت کې دي او جګړه دوی نه ده پيل کړې، بلکې جګړه پر دوی پيل شوې، چې دوی اوس لګيا دي دفاع يې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x