افغانستان

غور: چارسده ولسوالۍ طالبانو محاصره کړې

نن ټکی اسیا (پنحشنبه، غويي۲۴مه ۱۳۹۴ل): د غور ولايت چارواکي وايي، چې چارسده ولسوالۍ د طالبانو له لوري محاصره شوې او که مرکزي دولت بېړنۍ مرستې ور ونه رسوي، نو کېدای شي ډېر ژر دغه ولسوالي د طالبانو لاس ته ولويږي.

د غور ولايت وياند عبدالحی خطيبي رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې په سپکو او درنو وسلو سمبال سلګونو طالبانو د چارسدې ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا ودانیو بريدونه پيل کړي او اوس هم د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ ډزې روانې دي.

د خطيبي په وينا له کندز، بادغيس او فارياب څخه شاوخوا راغلو شپږ سوو طالبانو پر چارسده ولسوالۍ بريد کې برخه اخيستې او ولسوالۍ اوس د طالبانو له لوری محاصره ده.

د غور ولايتي شورا رييس فضل الحق احسان وايي، سره له دې، چې طالبانو د هوايي ځواک د بمبارۍ له امله ډېر تلفات ليدلي، مګر بيا هم مخ پر وړاندې روان دي او کېدای شي، ډېر ژر چارسده ولسوالۍ ونيسي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې د چارسدې ولسوالۍ د محاصرې خبرونه په داسې حال کې راځي، چې طالبانو وړمه ورځ د بادغيس جوند ولسوالي ونيوله او تر اوسه د طالبانو واک کې ده.

ولسي جرګه کې د بادغيس د خلکو استازي وايي، چې ولايتي چارواکي، امنيه قوماندان او نور مسؤولين د طالبانو پر وړاندې د جګړې توان نه لري او که مرکزی حکومت بادغيس ولايت ته بېړنۍ مرستې راونه رسوي، نو د بادغيس نورې ولسوالۍ به هم ډېر ژر د طالبانو لاسته ولويږي.

د بدخشان، کندز، فارياب، بادغيس، غور او ګڼو نورو ولايتونو کې طالبانو د پخوا په پرتله خپل عمليات او بريدونه زيات کړي او داسې هم ويل کيږي، چې طالبانو د امنيتي ځواکونو په ليکو کې ډېر کسان لري، چې دوی سره د معلوماتو په شريکولو کې مرسته کوي او د بريدونو او عملياتو په اړه معلومات ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x