fbpx

کابل: د بهرنیانو پر مېلمستون برید کې د وژل شوو شمېره ۱۴ ته لوړ شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲۴مه ۱۳۹۴ل): پلازمېنه کابل کې د بهرنیانو پر هغه مېلمستون چې یوه کنسرت ته په کې راټول شوي وو د برید په پایله کې نېږدې ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د یوناما دفتر لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د کابل په پارک پالس هوټل باندې د طالبانو برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. یوناما وژل شوي کسان «ملکیان» ګڼلي او برید يې غندلی دی.

تېره شپه د طالبانو یوه سرتيري بریدګر په کلوله پشته سیمه کې پر پارک پلس هوټل برید وکړ.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند په پیل کې ادعا وکړه چې په برید کې ۳ تنو بریدګرو برخه اخېستې او ټول ۱۱ کسان وژل شوي دي.

خو د طالبانو لخوا د دغه خبر تر رد وروسته د کابل امنیه قومندان هم ومنله چې په برید کې یو تن بریدګر برخه اخېستې او ټول وژل شوي کسان تر لسو پورته نه دي.

د امریکا سفارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په برید کې د یو امریکايي وژل کېدل منلي دي.

همدا راز د هند سفارت په دغه برید کې د خپلو څلورو اتباعو وژل تایید کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې «دغه برید يې د شپې شاوخوا ۹ بجې د پارک پالس هوټل چې د بهرنیانو مهمې غونډې، د عیاشۍ او فحاشۍ مجلسونه کېدل کړی دی».

دولتي چارواکو هم منلې چې په هوټل کې دننه کنسرت پیلیدونکی و چې طالبانو برید وکړ.

مجاهد ویلي چې برید دوی په ځانګړي دقت طرحه شوی و او د برید پر مهال په مېلمستون کې د «ګڼو یرغلګرو هېوادونو خصوصا امریکایانو مهم کسان مېلمانه وو».

هغه زیاته کړې چې په وزیراکبر خان او د نوي ښار (شهرنو) په اړونده سیمو کې د دوی بریدونو «دښمن» ته تلفات اړولي وو، له همدې کبله یې پارک پالس ته خپلې غونډې انتقال او د عیاشۍ و فحاشۍ مجلسونه یې په دغه هوټل کې کول.

د طالبانو ویاند د معلوماتو پر بنسټ دوی سیمه ښه تعقیب کړې وه، د غونډې دقیق وخت هم ورمعلوم و او د برید پر مهال په هوټل کې تر ۱۰۰ پورته کسان موجود وو چې تر نیمايي زیات يې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

طالبانو هغه ادعاوې چې ګواکې په برید کې درې بریدګرو برخه اخېستې، رد کړې او ویلي يې دي چې په برید کې یواځې یو بریدګر برخه اخېستي ده. «یو تن میړني مجاهد په کابل کې له ټولو امنيتي کسانو سره تر نیږدې سهاره پورې ډغرې ووهلې».

هغوی پر بهرنیانو غږ کړی چې په هېڅ ځای او تر هېڅ عنوان و پوښ لاندې به د دوی تر بریدونو په امان پاتې نشي، تر هغه چې له هېواده «یرغلګر ځواکونه» ونه وځي، د دوی حریم درناوی په رسمیت ونه پيژني هېڅ وسله او امکانات او نه هم د «غلامانو بزدالانه تدابیر او لافې شافې» دوی د افغانانو له محاسبې خلاصولی شي.

د برید سیمې ته نېږدې د ملګرو ملتونو ودانۍ، د هالنډ سفارت او یو شمېر مېلمستونونه او د بهرنیانو دفترونه پراته دي.

د برید ځای همدا راز د کورنیو چارو وزارت ودانۍ سره تر یو کیلومتر کمه ساحه کې پروت دی.

په دې وروستیو کې د عزم په نامه د طالبانو بریدونو زور اخېستی او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې څو ولسوالۍ د طالبانو لاسونو ته پرېوتي دي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ميرويس مجاهد
میلمه
ميرويس مجاهد

دا حمله پر ډير مناسب ځای او وخت باندی سوی ده، ځکه چې دا سی ځايونه چې په هر ملک او هر ځای کې وي د شيطان د دعوت ځايونه دي۔ د داسی ځايونو له منځه وړل د مسلمانانو دينی وجيبه ده، د دی دليل دادی چې په سورت بنی اسرايل کې د ۶۴ آيت په تفسير کې ټولو تفسيرونو لکه ابن کثير،ابن عباس، معارف القرآن او تفسير عثمانی ټولو د (بِصَوۡتِكَ ) يعنی په خپل آواز سره دوی ګمراه کړه څخه د شيطان آواز غزلی او ددی آلی چې مزامير ورته وايې مراد اخيستی دۍ ، نو داسی ځايونو… نور لوستل »

حریا شملزۍ
میلمه
حریا شملزۍ

ټول ملت ته یی تیریکې وایو دغه راز عملیات د ستاینۍ وړ او مؤثر دي او د یرغلګرو وتلو ته لاره هواره وې الله دی طالبانو ته توان ورکړی چۍ ډیره تکیه پردغه راز عملیاتو وکړی د خپلي اردو په ساتلو کي پوږره هڅه وکړی د مرګ او درد اصل مستحقین هم دغه بهرنیان او لوړ رتبه ګوډاګیان او اربکي دی پولیس او اردو د ملت سرمایه ده که اسلامې امارت واک ته ورسیږې د اسلام او وطن د ساتلو لپاره یی استخدامولاي شي،،،،،،،،،،،،،،،،،،،، زما تل هم دا هیله وې چې د اولس پولیس او اردو ترډیره حده ساتنه وشی… نور لوستل »

المتوکل علاالله
میلمه
المتوکل علاالله

دادریس جان دالله تعالا ج شهادت قبول اودرجی یی دالله ج تر فردوس پوری جګی ګړی
او دده دشهادت اودرسولاالله مبارک په روی دالله ج زمونږ څخه هم داسی ددین خدمت واخلی خاص دالله ج درضالپاره ترڅ و درسول مبارک په قسم خورده دښمنانو خپل زړونه یخ کړو