
پاکستاني پوليسو دوه افغان ماشومان وژلي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي۲۴مه ۱۳۹۴ل): پاکستاني پولسیو یو ځل بیا په خیبرپښتونخوا ایالت کې د افغان مهاجرینو لسګونه کورونه او دکانونه نړولي چې له کبله یې دوه ماشومان وژل شوي دي.
د تېرو څو اونیو راهیسې پاکستان د افغان مهاجرینو کمپونه نړوي.
د راپورونو له مخې څه موده وړاندې پولیسو د پېښور ښار په مربوطاتو کې د افغان مهاجرینو کورونه په دې دلیل ونړول چې قانوني اسناد نه لري. پولیس وايي دغه ځمکې دولتي دي او افغان مهاجرین په کې له قانوني اسنادو پرته اوسیږي.
د اضاخیلو د کمپ اوسیدونکي وايي چې دوی ته درې ورځې ضرب الاجل ورکړل شوی و خو پولیس یو ورځ پس د لوډرو او بلدوزرو سره راغلل او د کمپ په ورانولو یې پیل وکړ.
دوی وايي چې شاوخوا ۶۰ -۷۰ پولیس سیمې ته ورغلي وو او سهار اته بجې یې د کورونو او دکانونو په نړولو پیل وکړ.
د سردار محمد په نوم يو تن پژواک خبري اژانس ته ویلي چې پولیسو پرته له دې چې کورونه له خلکو خالي کړي، په نړولو پیل وکړ او له همدې کبله یو شپږ کلن او بل پنځه کلن ماشوم د دیوال د نړیدلو له کبله ووژل شول.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت په دې اړه لا څرګندونې نه دي کړي.
د تېرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو سره پولیسو د پخوا په پرتله بد وضعیت پیل کړی او د مهاجرینو په وینا پولیس یې د ټولو قانوني اسنادو سربېره ځوروي او پیسې ترې اخلي.
که پاکستان خپلو دی کارونو ته ادامه ورکړی نو ددی به ډیر غټ پور پری کړی دا دی یاد ساتی الله به ددی مظلومانو انتقام په داسی شکل تری واخلی چی دوی به یی فکر هم نه کوی
دظلم کاسه نسکوره ده
الله تعالی خپل معامله ورسره وکری
نن مې بیا د عادت سره سم نن ټکی آسیا ویب پاڼه خلاصه کړه تر څو د مجاهدینو په فتوحاتو زړه ته اوبه ورکړم خو ددې پاکستاني حرامیانو ( پاکستاني چارواکو) له لاسه مې د زړه درد نور هم زیات شو……. د درد دپاسه درد…………………. پاکستاني خنزیرانو والله که مې نور درته د الله عزوجل څخه هدایت غوښتل په خوله راځي……… الله ج دې تاسو د خپلو ګمراه علماوو سره چې د منډیانو په ټیکسونو يې خیټې د جوالونو په شان پړسیدلي داسې هلاک ګړي لکه څرنګه چې قوم لوط هلاک شو ……
امین خالد صیب – خدای د معامله ګر قوم حتی تباه کړی
دایی لومری حل ندی دظالمانو هر وخت په مظلومانو داسی پیشی کریدی االله دا ظالمان تباه او دکابل واکدارانو ته دخپلو بچیانو درد نصیب کری چه دقوم له حاله خبرشی