
کراچۍ: له یوې مدرسې ۹۰ زده کوونکي نیول شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي۲۴مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو په یوې مدرسې چاپه اچولې او ۹۰ زده کوونکي یې نیولي دي.
د اهلسنت والجماعت د ګوند یو مشر اورنګزیب فاروقي ویلي چې دغه زده کوونکي د کراچۍ ښار د ګلشن معمار د یوې مدرسې څخه نیول شوي دي.
هغه زیاته کړې چې پولیسو مولانا منګل د ۹۰ نورو زده کوونکو سره نیولی دی.
د فاروقي په وینا پولیسو په داسې حال کې چې د اهل السنت والجماعت وژل شوي مشر ډاکتر فیاض په کور چاپه اچولې وه چې د کور دننه یواځې ښځې موجودې وې.
فاروقي ویلي چې دوی هېڅکله د اسماعیلیانو سره نښته نه ده رامنځته شوې او دوی خپل کارونو د څلورو دیوالونو دننه کوي.
بل پلو پولیسو وايي چې دوی په کراچۍ کې د یو شمېر دولت مخالفو ګوندونو په پټنځایونو چاپې وهلي او ۷۰ تنه شکمن کسان یې نیولي دي.
اعلامیه کې ددغې مدرسې یادونه نه ده شوې.
د یادونې وړ ده چې پرون په کراچۍ ښار کې ناڅرګندو وسلهوالو د اسماعیلي شیعهګانو په یوه بس برید وکړ چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۴۵ کسان ووژل او ۱۳ نور یې مرګوني ټپيان کړل.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د برید مسوولیت د جندالله ډلې اخېستی دی.