fbpx
انځور د فلم له یوې صحنې اخېستل شوی.

طالبانو د یوې ویډيو په خپرولو سره د دولت لخوا د ناوې ولسوالۍ نېول رد کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۲۴مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د یوې نوې ویډيو په خپرولو سره د ګډحکومت هغه ادعاوې رد کړي چې د غزني ناوه ولسوالۍ چې د تېرو لسو کلونو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې وه نېولې.

دغه ویډیو چې ټولټال ۹ دقېقې او ۱۷ ثانیې ده په کې وسله‌وال طالبان ليدل کیږي چې د ناوې ولسوالۍ په مرکز، بازار او د ولسوالۍ په نورو سیمو کې په ازادانه توګه ګرځي.

د ویډيو په پیل کې طالبانو ویلي چې د ناوې ولسوالۍ د نېولو لپاره حکومتي عسکرو د ګیلان ولسوالۍ څخه پراخه عملیات وکړل خو د ۱۷ ورځو عملیات وروسته یې ماتې وخوړه او بېرته د مرکز غزني پر لورې «وتښتېدل».

د ناوې ولسوالۍ د نیولو خبر څو ورځې وړاندې د ملي امنیت عمومي ریاست وکړ او دا یې د طالبانو پر وړاندې ستره بریا وبلله.

خو تر درې ورځو وروسته امنیتي چارواکو ومنله چې د ناوې په ولسوالۍ درې ورځنی واک یې د لاسه وتلی او طالبان بېرته په دغه ولسوالۍ واکمن شوي دي.

د ګډحکومت ولسمشر او اجراییه رییس هم د ناوې ولسوالۍ نیول کېدل د طالبانو پر وړاندې د دولتي عسکرو ستره بریا بللې وه.

دوی ویلي وو چې د ناوې ولسوالۍ د طالبانو ستر مرکز و او دوی وتوانېدل چې د «ترهګرو» دغه ستر مرکز له منځه یوسي.

خو د طالبانو د دغه فلم په خپرولو سره د ګډ حکومت ادعاوې رد کړي دي، په فلم کې طالبان لیدل کیږي چې د ناوې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سپکو او درنو وسلو سره په موټرسایکلونو ګرځي.

طالبانو ویلي چې حکومتي عسکر په ځمکنیو عملیاتو کې د بشپړې ماتې سره مخ شول او له همدې کبله یې د شپې له خوا یو شمېر عسکر د ناوې مرکز ته څېرمه سیمو کې د هوا د لارې کوز کړل چې اشرف غني او عبدالله عبدالله دغه کار د ناوې ولسوالۍ نیول کېدل وبلل.

په ویډيو کې د طالبانو خبریال د ناوې ولسوالۍ په مرکز کې لیدل کیږي او وايي چې ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې ده او ټولې چارې يې د دوی لخوا وړل کیږي.

ناوه ولسوالي چې له پکتيکا او زابل ولایتونو او پاکستان هېواد سره ګډه پوله لري، د دولتي سرچينو له قوله په تېرو لسو کلونو کې د طالبانو په لاس کې پاتې شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د