افغانستان

په پکتیکا ولایت کې ۹۴ کیلو ګرامه چرس وسوځول شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲۴مه ۱۳۹۴ل): (ازاد خبریال: خانزاده تراب – پکتیکا): نن د پنجشنبې په ورځ ( غویې ۲۴) د پکتیکا ولایت په مرکز شرنه کې د امنیه قومنداني د مخدره توکو سره د مبارزې مدیریت د پولیسو له لوري ۹۴ کیلو ګرامه چرس وسوځول شول.

د پکتیکا ولایت د سرپرست امنیه قومندان په خبره چې یاد نشيي توکې له مرکز شرني څخه غزني ته لیږدول کیدل چې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلل.

دغه چرس د پکتیکا ولایت د مرستیا والي عطاالله فضلي، دولایتي شورا د وکیلانو، د سرپرست امنیه قومندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي، د عامې روغتیا د مسولینو، د مخدره توکو پروړاندي د مبارزې ریس محمد طاهر یعقوبي، او د رسنیو د مسولینو په مخ کې وسوځول شول.

ددغو چرسو د سوځولو پرمهال مرستیال والي عطاالله فضلي د پولیسو او امنیتي چارواکو هڅې د ستایلو وړ وبللې چې د نشيي تو کو سره یې خپله مبارزه تل جاري ساتلې ده.

فضلي له خلکو هم غوښتنه وکړه چې په خپلو ځمکو کې دغه کرغیړن او د انساني صحت دشمن بوټې ( نشيي توکې) ونه کرې.

د نوموړي په وینا په هغو ولایتونو کې چې د نشيي توکو کرکیله نه وي د افغانستان اسلامې دولت پالیسي او کړنلاره داده چې د هغه ولایت بزګرو ته یې په بدل کې ځانګړې پروژې ورکوي.

ښاغلي فضلي وویل چې که څه هم په پکتیکا ولایت کې د نشېې توکیو کښت کم دې خو باید لا هم کار وشی ترڅو دغه کم کښت هم ختم شي.

د پکتیکا ولایت سرپرست امنیه قومندان نثار احمدعبدالرحیمزي وویل چې یاد چرس د پکیتکا ولایت مرکز شرني څخه د غزني ولایت په لویه لار کې نیول شوي دي چې ګمان کیږي غزني ولایت ته به لیږدول کیدل.

عبدالرحیمزي زیاته کړه: (( دا زمونږ مسولیت دی چې د نشيي توکو د کرلو او قاچاق مخه ونیسو، ځکه چې نښېې توکې کرل او د هغوی قاچاق د افغانستان په اساسي قانون کې جرم ګڼل کیږي.))

د نوموړي په وینا هر هغه څوک چې نښېې توکې کرې او یا یې قاچاق کوي د قانون منګولو ته به وسپارل شي او قانوني چلند به ورسره وشي.

همدارنګه په پکتیکا ولایت کې د نشېې توکو سره د مبارزې ریس محمد طاهر یعقوبي هم پکتیکا والو ته ډاډ ورکړ، دا چې په پکتیکا ولایت کې د نشېې توکو کرکیله نشته نو د نشيي توکو سره د مبارزې وزارت له لوري په پکتیکا کې د بیارغوني بیلابیلي پروژې پلي شوې او ځینې نوري به یې په کار واچول شي.

د یادولو وړ دی چې وړاندي له دې په پکتیکا ولایت کې نه نشيي توکې نیول شوي او نه یې هم په ښکاره ډول کښت او کرکیله ترسترګو شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x