د وارسا په ګور کي د ناټو خیال پلوونه

لیکوال: سید سعید

د مئ په ۱۳ او ۱۴ مه دترکیې په انتالیا ښار کي دناټو دبهرنیو چارو وزیرانو دافغان ماموریت په هکله غونډه درلوده، په دې غونده کي دناټو سرمنشي ینس استولټنبرګ وویل چي افغانستان به په هیڅ صورت یوازي پرینږدي، د خپل څوارلس کلن ماموریت لاسته راوړني به ساتي، خو له دې وروسته به خپل حضور دملکي مامورینو په واسطه تنظیموي اوضمنا به پوځي شتون هم جاري ورسره ساتي، همدا راز په دغه ناسته کي پریکړه وشوه چي ناټو به له دې وروسته دافغان عسکرو دروزني، مشورې او کابل حکومت د پیاوړتیالپاره کار کوي .

ناټو چي افغانستان کي یې خپل اوسني شتون ته دغوڅ ملاتړ نوم ورکړی او همدغه ماموریت یې دروان کال ترپایه پای ته رسیږي،اوس یوځل بیا پریکړه وکړه چي دغوڅ مامویت تر بشپړیدو وروسته به هم دافغان حکومت سره خپلو ملکي او پوځي مرستو ته دوام ورکوي .

د ناټو سرمنشي استولټنبرګ د انتالیا ناسته کي وویل چي « موږ په افغانستان کي دغوڅ ماموریت تر پای ته رسیدو ورسته هم پاتیږو» .دغه رنګه سر منشي په خپلو احمقانه څرګندونو سره دافغانستان دکشالې دسوله ییز حل هڅي اوهیلي په لغته ووهلې، نوموړي وویل چي که طالبان اساسي قانون او دښځو حقونو ته درناوی ونه لري او دنړیوالو ترهګرو سره اړیکي ونه شلوي ( البته ددوی دتعریف له مخي) سوله ناممکنه ده.

د بهرنیو چارو افغان وزیر صلاح الدین رباني چي دافغان پلاوي مشري یې کوله وویل چي په یاده شوې غونډه کي دافغانستان سره د ناټو په دوامداره همکارۍ او ګډ کار موافقه وشوه، نوموړي دغونډي په تړاو یوې ناستي ته وویل چي د ناټو ماموریت دافغان عسکرو په تجهیز او پیاوړتیا کي پاموړ رول لوبولی دی،رباني په ډیري خوښۍ سره دناټو ماموریت ته دستراتیژیک مشارکت نوم ورکړ.

طالبانو دناټو ددې اعلان په غبرګون کي چي د ۲۰۱۶ وروسته به هم افغانستان کي خپل پوځي حضور ته دوام ورکوي ویلي چي افغانان دیرغلګرو ځواکونو موجودیت که په هر نوم وي د یوې ورځي لپاره هم نه مني،طالبانوپه خپله اعلامیه کي ویلي چي ناټو غواړي په دې ډول اعلانونو سره خپل پوځیان د مجاهدینو له بریدونه وژغوري او خپل غلامان دمرګ کومي ته ورټېل وهي،د طالبانو په اعلامیه کي ویل شوي چي داسي پلانونه تر لاس لاندي لري چي خارجیان به که په هر نوم داشغال دبقا لپاره کار کوي په خپلو محفوظو ځالو کي هم ارام ته پرینږدي،په اعلامیه کي په صراحت سره ویل شوي چي طالبان اشغالګر ښه پیژني، دیرغلګرو د حضور سره مرسته کونکي که په هر نامه فعالیت کوي او دافغانانو ضد جګړه کي په هره بڼه برخه اخلي دطالبانو دبریدونو هدف به وي .

د ناټو داعلان څخه مخکي ددغه سازمان مهم او کلیدي غړي امریکا هم ویلي وو چي نور یې په افغانستان کي نظامي ماموریت پای ته رسولی خو اوس هم وخت ناوخت د هیواد په مختلفو سیمو کي دپخوا په شان چاپې وهي،بمبارۍ کوي،خلګ بندیانوي او په عملیاتو کي برخه اخلي .

ناټو چي د ۲۰۰۱میلادي کال راهیسي یې دامریکاپه مشرۍ پر افغانستان یرغل کړی، د ډیرو زیاتو بشري، مالي لوژیستیکي،ترانسپورتي اومحاربوي زیانونو سره مخامخ شوې ده، ددوی داعترافونو له مخي څه کم څلور زره عسکر یې وژل شوي، پنځوس زره یې معیوب شوي او تردې زیات پوځیان یې چي خپلو هیوادونو ته ستانه شوي درواني رنځ څخه کړیږي.

همدا راز دافغانستان جګړې دناټو څخه په سلهاووبیلیونه ډالر خوړلي،په زرهاوو ټانګونه،زغره وال موټر، ټانکرونه،کنټینرونه او بیلابیل نقلیه وسایط یې دافغانانو بریدونو کي داور خوراک شوي او په سلهاوو چورلکي،الوتکي او بې پیلوټه طیارې یې را نسکوري شوې دي .

ناټو افغانستان کي دبې دریغه زور ازمایني او زر کاروني سره سره ونه توانیده چي افغان ولس اېل کړي او دلته خپل شوم پلانونه تطبیق کړي، د کتونکو په اند چي په څه کم یوه نیمه لسیزه کي ناټو دمخالفت په ټکولو برلاسې نه شوه چي د ناټو تړون څخه دباندي ځینو هیوادونو هم همکاري ورسره کوله، نوپه دې وروستیو کي چي حتی د ناټو ځینوغړو هیوادونه هم د افغانستان له جګړې پښې سپک کړي او یو زیات شمېر یې اوس دبسترې په ګولولو بوخت دي، ممکن نه ده چي ناټو د طالبانو په مشري دروان مقاومت په ځپلو کي دبریا چانس تر ګوتو کړي .

ناټو دمعاصري یو قطبیزي نړۍ هغه یکه تاز نظامي بلاک دی چي رقیب وارسا یې دشلمي پیړۍ په اتیایمه لسیزه کي افغانستان کي سر بایلود، دوخت هر مستکبر او مغرور ته چي الله تعالی په قهر شوی افغانستان یې ورته قبر ګرځولی دی، دسکندر، چنګیز،ګورګین،انګریز او وارسا پر تابوت وروستي مېخونه افغانانو ویشتلي دي، همدغه وجه ده چي نړیوال افغانستان ته دامپراتوریو قبرستان وایې .

دتعجب او تاسف وړ داده چي ناټو اوس لا هم د وارسا په ګور کي دبقا خوبونه ویني او دلته د خپلو موخو دپلي کولوخیال پلونه وهي،وارسا دلته تر ناټو ډیر وفادار غلامان درلودل خو دافغانستان د مستعمره کولو خوبونه یې ګور ته یووړل، نو ناټو چي په مراتبو تر وارسا په کمزوري وضعیت کي قرار لري دافغانستان د مستعمره کولو خیال پلوونه به یې بې له شکه په زوال منتج شي . ان شاء الله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د