fbpx

ابوبکر صدیق (رضي الله تعالی عنه) – ۷مه برخه

لیکوال: احمد الله عاطفی

یثرب(مدینی) ته په رسیدو دالله رسول صلی الله علیه وسلم او سید نا صدیق اکبر (رض) دواړه دابو ایوب انصاری (رض) په کور کی تم شول!!

دالله رسول صلی الله علیه وسلم په مدینه کی د جومات جوړ ولو اراده څر ګنده کړه، دجومات لپاره زمکه غوره شوه او د زمکی بیه سیدنا صد یق اکبر (رض) له خپلی شخصی پانګی ورکړه اوپه جوړولو کی يې ټو لو صحابه يې کرامو په جوش او ایمانی ولولو بر خه واخسته.

سیدنا صدیق اکبر (رض) چې دسوداګری په چارو کی ښه پوهه درلوده په مدینه کی يې هم د تجارت دنده پیل کړه ،خو زیات وخت به له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره اوسیده، دالله رسول چې کوم لورته سفر کاوه دی به ور سره ملګری و او د خدمت چاری تر سره کولی.

سیدنا صدیق اکبر (رض) ددعوت په هر اړخ کی دالله د رسول ملګر تیا کړی او هر ډول ستونځيې ګا للی، خپل مال او اسباب يې په دی لاره کی پرته له تشویش او ځنډه لګولی او دالله د رسول څخه يې دسر په قیمت دفاع کوله او هم يې دالله رسول سره په ټولو وسله والوغزا ګانو کی ګډون کړی او په میړانی جنګیدلی!! ،

سیدنا صدیق اکبر (رض) دبدر په غزا کی دالله د رسول څخه دځانګړی محافظ په توګه وسله واله مبارزه تر سره کړه او د جنګ په هره لیکه يې ددښمن مقابله کوله او حمله کونکی يې په شاتمبول، دبدر غزا چې په اسلا می تاریخ کی ځانګړی مقام لری او له دی غزا څخه دمسلمانانو راتلونکی ټاکل کیده په همدی خاطر سیدنا صد یق اکبر (رض) له معرکی وړاندی له ولولو ډ که بیانیه ور کړه او مسلمانانو ته يې وویل:چې دژوند تر ورو ستی سلګی پوری به جنګیږو او په هیڅ حالت کی به له دښمنه مخ نه اړوو!!

دجنګ په ډګر کی سیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ،الله جله جلا له ته په دعا ود رید او دومره اوږده دعايې وکړه چې صد یق اکبر (رض) يې ستړ تیا حس کړه ،عرض يې وکړ: ای د الله رسوله ! بس کړی الله جله جلا له له تا سره کړی وعده حتمی تر سره کوی!

دجنګ په ډګر کی په چې کوم کا فر دالله رسول په لور د حملی هڅه کوله سیدنا صد یق اکبر (رض) به يې مقابلی ته دانګل او توطعه به يې خنثی کوله، دسیدنا ابو بکر صدیق (رض) زوی عبدالرحمن چې تر دی دمه په اسلا م نه و مشرف شوی او دکافرانو سره په لښکر کی راوستل شوی و، وايې: دجنګ په تودو لیکو کی پلار جان زما دتوری لاندی راغی خو ما پری ګذار ونه کړ ،سیدنا صدیق اکبر (رض) چې داخبری واوریدی وی فرمایل: که دجنګ په هغه حا لت کی ته زما د توری لا ندی راغلی وای؟ نو مابه حتما بر تا ګذار کاوه!، داحد په غزا کی دمحدودی ټولی دغلطی لامله د مسلما نانو پښی وخویدی او کفارو له هر لورې پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم حملی پیل کړی، پداسی حال کی چې دالله رسول سره د ګوتو په شمیرسرښندونکی مجاهدین پاتی وو چې یو له هغونه سیدنا صدیق اکبر (رض) و،چې په ډیره میړانه يې دالله له رسوله دفاع او ددښن مقا بله کوله!

دخندق په غزا کی چې مسلمانان په سخت تکلیف کی وواو له هر لوری دفشار لا ندی وو په همدی سختو حالا توکی سیدنا صدیق اکبر (رض) دیو شمیر مجاهدینو سره د خندق د یوی برخی ساتنه کوله چې اوس په هغه ځای کی دسیدنا صدیق اکبر (رض) جومات په نوم ودانی جوړه شوی!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د