هرات: تر سل زیات لاریون کوونکي شهیدان او ژوبل شول

police-firing-on-demonstrators-in-hiratخبریال : انورشاه -جامي//هرات
د جمعې په ورځ په هرات  ښار او  ولسوالیو کي د قرآن کریم د خوندي ساتلو په خاطراولسي خلک  ښارونو ته راووتل .احتجاج په باګرام کي د وهشیانو او یرغلګرو په لاسونو د قرآن کریم او د مسلمانانو ګڼو سپېڅلو کتابونو د سوځولود کرغېړني پیښي په وړاندي و.
په لاریون کي په زرګونو اولسي خلکو ګډون درلوده ، دافغانستان د نورو سیمو په برتله دغه مظاهره ډېره سولیزه مظاهره وه چي نه پکښي کوم ټېر،دوکان،موټراو داسي … ته اور ور کول شو او نه پر  پولیسو کاڼي وه اورېدل (تر هغه مهاله ملي پوځ او ملي اردو هم له پوره احتیاطه کار اخیست) لاریون کونکو شعارونه ورکړه چي ( مرګ پر امریکا او دهغوی پر پلویانو،

ژوندی دي وي اسلام اود قرآن کریم دوښمان دې ژر تر ژره له افغانستان ووځي)خو دهرات په ښار کي لاریون هغه وخت په تاو تریخوالي بده شوه کله چي لاریون کونکي د امریکا د کونسل ګرۍ په لور وخوځېده  او امریکانو پولیسو ته  د ډزو امر وکړ  هغه وو چي د امریکایانو، پولیسو او اردو په ډزو کي پنځه کسان ځای پر ځای شهیدان او څه باندي ۶۰ شپېته کسان ژوبل شوه، دغبرګون په ترڅ کي  خلکو د تش لاس مبارزه پیل کړه چي له امله یې  د ملي اردو او پولیسو موټرانو ته اور ورته کړ .
بل لور ته د هرات په ولسواليو لکه شنډنډ ادرسکن او… کي هم خلک ښارونو ته راووته  امریکا په ضد او قرآن کریم په دفاع کي یې شعارونه ور کړه خلکو وویل: (مړه دي وي اشغالګره امریکا او نه غواړو دا پلیت خلک په خپله سپېڅلې خاوره کي) . د شنډنډ دپيښي یوه عیني شاهد راته وویل  (په شنډنډاو ادرسکن کي دامریکایانو په ډزو تر شل ډېر کسان شهیدان او په لس ګونو نور ژوبل شوه).
یاده دي وي چي  ګڼ شمېر بې ګنا احتجاج کونکي زندان ته واچول شوه او خلکو ګواښ وکړ که دولت زموږ کسان راخوشي نه کړي موږ به دې ته مجبوره شو چي په هرات کي ګڼ شمېر دولتي ودانیو ته اور ورته کړو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د