يو شمېر ښوونکو هلمند کې د درسي اعتصاب ګواښ وکړ

د هلمند يو شمېر ښوونکي وايي، که د سرپنا غم يې ونه خوړل شي نو درسي اعتصاب به وکړي.

د مرکز لښکرګاه لسګونه ښوونکو نن هلمند مدني ټولنې ته شکايت وکړ چې د ځايي ولايتي ادارې له لوري ورسره د رهايشې نمرو په ورکړه کې ناغېړي کيږي.

دوی وايي، له کلونو کلونو يې د ښوونکې سپېڅلې دنده ترسره کړې خو تر اوسه د سرپنا ځای نه لري.

د مرکز لښکرګاه ۳۶ بېلابېلو ښوونځيو ښوونکي نن پنجشنبه د هلمند مدني ټولنې په انګړ کې راټول شوي و او له دولت يې د رهايشې نمرو غوښتنه کوله.

دوی وويل: کلونه پخوا ورته رهايشې نمرې منظور شوي دي خو د ځايي ولايتي ادارې له لوري ورسره په توزېع کې ناغېړي کيږي، ځينو ښوونکو وويل چې د نمرو تعرفې هم ورکول شوي دي خو نه ورته د ځايي ادارې لخوا ساحه ښودل کيږي او نه د سرپناه نمرې ورکول کيږي.

ښوونکو وويل: ((زموږ د سرپنا مشکل دې حل سي، چې د ولايت مرستيال ته ورسو هغه مو ښاروال ته واستوي، چې ښاروال ته ورسو هغه مو د ولايت معاون ته استوي، زموږ مشکل دې حل سي موږ له کلونو کلونو دنده ترسره کوو، ټول ولايت چور سو خو موږ ته خپل حق نه راکول کيږي.))

د بېلابېلو ښوونځيو ښوونکو وويل، که تر راتلونکي شنبې ځايي اداره د دوی ستونزه ورحل نه کړي نو دوی به درسي اعتصاب وکړي او نور به ښوونځيو کې زده کوونکو ته درس ورنه کړي.

بل پلو د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد هلمند ولايتي اداره او ښاروالۍ په فساد تورنه کړه، نوموړي وويل، دغه ولايت کې ښوونکو ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

همدرد راغلو ښوونکو سره ژمنه وکړه چې د ځايي او مرکزي ادارې سره په همغږۍ به يې ستونزه حل کړي خو له دوی يې غوښتنه يې وکړه چې درسي اعتصاب دې نه کوي.

همدرد وويل: ((له بده مرغه زموږ ولايتي ادارې ښوونکو ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې، ښوونکي د سرپناه حق لري، ټول هلمند چور او غصب سو خو ښوونکي تر اوسه بې سرنوشته پاتې دي، زه له دولت جدي غوښتنه کووم چې ښوونکو ته دې خپل حق ورکړي.))

دا لومړی ځل نه دی چې هلمند کې ښوونکي د خپل حق د غوښتلو لپاره د اعتصاب خبر ورکوي، تر دې مخکې د عمومي رياست دولتي مامورينو هم په دې خاطر خولې ګنډلې وې چې ځايي دولتي اداره يې د دوی د نمرو په غصب او پلور تورنوله.

د هلمند ښوونکي په داسې حال کې د رهايشې نمرو غوښتنه کوي چې دوه ورځې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني د هلمند امنيتي ارګانونو ته امر وکړ چې په دغه ولايت کې د املاکي کارونو او دولتي ځمکو پر وېش بندېز ولګوي.

هلمند مدني ټولنه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د