
د پکتيا د استيناف رييس کابل کې ووژل شو
نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۲۵مه ۱۳۹۴ل): د پکتيا ولايت د استيناف محکمې رييس نجيب الله سلطان زوی تېره شپه کابل کې ووژل شو.
وژل شوی سلطان زوی د پکتيا د استيناف محکمې رييس او د ميدان وردګو اوسيدونکی و، چې تېره د کابل زړه کې خپل کور کې د ناڅرګندو وسله والو له لوري ووژل شو.
د پکتيا والي او د حزب اسلامي د يو والي شوراګانو رييس جنرال جمعه خال همدرد د سلطان زوی وژنه تاييدوي او د ده مرګ د پکتيا ولايت او په ټوله کې د افغانستان لويې څارنوالۍ ته ستره ضايع بولي.
د سلطان زوی کورنۍ هم د نوموړي وژنه منلې او اعلان يې کړی، چې جنازه به يې نن د جمعې په ورځ د ميدان وردګو ولايت مرکز کريم خان تالار کې تر سره کيږي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې د نجيب الله سلطان زوی د وژنې مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې نوموړی د کابل ښار نيازبیک سيمه کې وژل شوی دی.
د ذبيح الله مجاهد په وينا وژل شوی سلطان زوی د پکتيا د استيناف رييس و او په سيمه په سخت ظلم او وحشت پيژندل کېده.
بايد وويل شي، چې طالبانو د خپلو پسرلنيو عملياتو په ترڅ کې پلازمېنه کابل او د هېواد په لر و بر کې خپل بريدونه او چاودنې زياتې کړي او تر څنګ يې د حکومتي مسؤولينو مرموزې وژنې هم زياتې شوي دي.
د دی اداری هر غړی ته به د مرګ سزا خامخا اوریدل کیدله او لا به واورول شی ، دا به ضرور د طالبانو له خوا وی ، لا به د خپل منځی مادی رقابتونو له مخی او کله به یی د بادارانو له خوا هم شی . دا د څو ډالرو د پاره د الله ج سره د مقابلی تحفه ده چه له امله یی دی دی شرمیدلو مرګونو او ربړونو سره مخ کیږی څوک یی مخه نیولی نه شی . د ځنکدن وخت کی توبه نه قبلیږی چه جبران یی وکړی . په دی بدبخته اداره کی ځینو… نور لوستل »