نړۍ

برتانيا د اسلامي عقيدې د ځپلو لپاره نوي قوانين جوړوي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۲۵مه ۱۳۹۴ل): د برتانيې صدراعظم پرېکړه کړې، چې د دوی په قول د «سخت دريځې» اسلامي عقيدې د ځپلو لپاره نوي قوانين جوړوي.

فرانس پريس خبري اژانس ليکلي، چې ډيويډ کيمرون دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه، چې تېره اونۍ دوهم ځل لپاره د برتانيې صدر اعظم وټاکل شو.

خبر زياتوي، چې د ډيويډ کيمرون حکومت به پارلمان ته د اسلامي « افراطي» عقيدې د ځپلو قانون وړاندې کړي او له هغې وروسته به د برتانيې ملکه دوهمه الزيبت د پارلمان مخته د قانون د تطبيق اعلان کوي.

د ډيويډ کيمرون له دفتره خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې برتانيې تر اوسه «سخت دريځي» اسلام سره ګزاره کړې او دوی نه غواړي، چې له دې وروسته دغه اسانتيا دوام وکړي.

د نړۍ په تاريخ کې او په ځانګړې توګه د برتانوي حکومت له لوري تر اوسه د سخت دريځۍ تعريف نه دی شوی او دا هم نه ده روښانه، چې سخت دريځي څوک دي، مګر د پېښو څارونکي وايي، چې د برتانوي حکومت موخه هغه خيريه مؤسسې او ټولنې دي، چې د اسلامي روح له مخې د خلکو خدمتونه کوي او له خلکو د اسلام او ثواب په نيت مرستې راټولوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې برتانيا کې د مسلمانانو او اسلامي عقيدې پر ضد څرګندونې کيږي، بلکې څه موده وړاندې هم د برتانيې معارف وزارت د لندن «ټاور هيمليټس» ښار شپږ ديني مدرسې له دې امله تړلې وې، چې چلوونکي يې اسلامي فکر او عقيدې ته ژمن دي.

د معارف وزارت په څېړنيز راپور کې ويل شوي، چې استادان او زده‌‌‌کوونکي د لمانځه پر مهال ښوونځي رخصتوي او جوماتونو ته ځي او دا کار د زده‌کوونکو وخت ضايع کوي.

د راپور بنسټيز اعتراض دا دی، چې د دغو مدرسو زده‌کوونکي د برتانوي او اسلامي قواننيو تر منځ د تطبيق توپير نه شي کولای.

په راپور کې راغلي، چې دغو مدرسو کې اسلامي تاريخ او جغرافيه تدريسيږي او دې مدرسو کې يوه مدرسه داسې هم ده، چې ټول نصاب يې پر عربي ژبه تدرسيږي.

د مايکل ولشاو په مشرۍ کې په ليکل شوي راپور کې ادعا شوې، چې دغه مدرسې د اسلامي معارف پر غني کېدو ټيڼګار کوي او خپلو زده‌کړو کې د نورو موادو پر ځای ديني مضامينو ته ډېر اهميت ورکوي.

په برتانيا کې د اسلامي مدرسو اتحاديه وايي، چې دوی دغه څېړنيز راپور هيښ پاتې کړي او دې راپور کې يوازې د اسلامي مدرسو يو اړخ ياد شوی دی.

د اسلامي مدرسو اتحاديې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دغه مدارس تل د خپلو نصابونو بيا کتنه کوي او د هر ډول اصلاحي سمون پلوي کوي.

نوي سخت دريځي ګوندونه

سره له دې چې برتانيا د نورو اوروپايي هېوادونو په پرتله د مسلمانانو او نورو اديانو په اړه ازادۍ ته ډېر ژمن هېواد دی، مګر بيا هم د برتانيې مسلمانان د اسلام ضد کړيو له بريدونو او دښمنۍ په وېره کې دي.

د دغو ستونزو او وېرو په اړه د بريسټل پوهنتون استاد نبيل خطاب وايي، چې برتانيا کې د اسلام ضد کړيو پروپاګند او اسلام دښمني يو نوی فکر دی او مسلمانان د دغه سخت دريځي دښمن لرونکي فکر پر وړاندې بې توانه دي.

نبيل خطاب الجزيرې تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د برتانيې مسلمانان د هغو پېښو عاملين بلل کيږي، چې دوی سره هيڅ اړيکه نه لري.

استاد خطاب د برتانيې د مسلمانانو په اړه په يوه سروې کې ويلي، چې د څوارلسو نورو ډلو په پرتله مسلمانانو سره تر ټول بد توکميز چلند کيږي.

سروې کې راغلي و، چې مسلمانانو سره د دوی د دين له امله ناوړه چلند کيږي او له همدې امله په دفترونو کې يې د دندو چانسونه هم ډېر لږ دي، مګر برتانوي حکومت وايي، چې مسلمانان د برتانيې يوه مهمه برخه ده او د برتانيې مسلمانان سياسي ګوندونو او پارلمان کې خپل غړي هم لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Msror paktikawal

ستاسو نشریات مونگ تہ ڈیر خوش دی اللہ ج دی تل داسی لہ اسلام سرہ موافق کڑی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x