افغانستان

طالبانو د چارسدې ولسوالۍ مرکز نيولی او پر امنيه قوماندانۍ جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۲۵مه ۱۳۹۴ل): راپورونه وايي، چې طالبانو د غور ولايت چارسدې ولسوالۍ مرکز نيولی او پر امنيه قوماندانۍ او شاوخوا پوستو بريدونه روان دي.

د غور ولسوالۍ چارواکو له تېرو څو ورځو خبر ورکړی و، چې طالبانو دغه ولسوالۍ محاصره کړې او که مرکزي حکومت بېړنۍ مرستې را ونه ليږي، نو دغه ولسوالۍ به ډېر ژر د طالبانو لاسته ولويږي.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ملګرو يې له څو ورځو راهيسې چارسده ولسوالۍ محاصره کړې وه او بيګا د سختو جګړو او بمباريو سربېره طالبانو د ولسوالۍ مرکز نيولی او اوس پر امنيه قوماندانۍ او شاوخوا پوستو جګړه روانه ده.

د غور ولايت وياند عبدالحی خطيبي تېره ورځ رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي و، چې طالبانو له څو ورځو دغه ولسوالۍ محاصره کړې او له مرکزي دولته يې د بيړنيو مرستو غوښتنه کړې وه.

د غور ولايتي شورا رييس فضل الحق احسان هم تېره ورځ رسنيو ته ويلي و، چې طالبانو چارسده ولسوالۍ محاصره کړې ده.

د ښاغلي احسان په وينا، سره له دې، چې طالبانو د هوايي ځواک د بمبارۍ له امله ډېر تلفات ليدلي، مګر بيا هم مخ پر وړاندې روان دي او کېدای شي، ډېر ژر چارسده ولسوالۍ ونيسي.

د غور ولايت چارواکو تر اوسه د چارسدې ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد احمد

ديوه ښه ملا ترخولي راووته : چې فلانی عالم …وویل : چې خوب مي لیدل یوتن راته وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم طالبانوته یوسل لس سلامونه را استولي دي اويوڅه لاپاته دي . مايې دتعبیر په ډول ورته وویل : دادفتوحاتو زیری دی ، اودسلام او ولسوالي ځيني حروف مشترک دي کیدی شی چې یوسل لس ولسوالۍ طالبان ونیسی .
.
.
الله تعالی دي داخوب رښتیا اوپه دغه تعبیر پوره کړي . آمين

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x