نړۍ

نیلسن منډیلا دخیټي دسختو دردونو له امله روغتون کی بسترکړل شو

mandela(نن ټکی اسیا فبروري۲۰۱۲/۰۲/۲۵) دایسوسیت پریس دخبرپه حواله چی دجنوبی افریقي پخواني ولسمشر ښاغلي نیلسن منډیلا په خیټه کي دسختو دردونو له امله روغتون ته یو وړل شو. دجنوبي افریقي داوسني ولسمشر جاکوب زوما له دفترڅخه په جاري کړل شوی بیان کي راغلي دی چی نیلس منډیلا چی عمریی ۹۳ کالوته رسیږي وسختي طبی څارني ته اړتیا لري

دولسمشر له دفترڅخه په جاري کړل شوی بیان کی لیکل شوی دی چی نیلسن منډیلا په هیواد کي او له هیواد څخه بهر په ټوله نړي کی ډیرمینه وال لري. په دغه بیان کی روغتون نه دي ښودل شوی چی منډیلا به کوم روغتون ته وړل شوی او بستر شوی وي خو دومره ویل شوی دي، چی ښاغلی منډیلا دجوهانسبورګ په ښارکی کوم روغتون کي بستر شوی اوروغتیایی حالت یی دډاډ وړدي، دولسمشر له دفترڅخه په جاري کړل شوی بیان کی له خبري رسنیو څخه غوښتل شوی دي چی نوموړي باید په خاص احترام سر یاد شي. دولسمشر ددفترویاند ژمنه کړی ده چی دنیلسن منډیلا ددرملني په اړه به ګړی په ګړی ولس ته خبرورکوي. یوه سمیزتلویزون خبرورکړی دی چی ولسمشر فعلا دښکیدو په حال کی دی اومونږ کولای شو چی دنوموړي دښی روغتیا ډاډ درکړو. نیلسن منډیلا تیره میاشت دایسټرین کیپ ښارکی له خپل کلي څخه دجوهانسبوګ ښارته ددرملني لپاره راوړل شوی وو. نیلسن منډیلا په ۱۹۹۴ کال کی له ۲۷ کلنوسخت بند اوزندان څخه وروسته دجنوبي افریقي دلومړي تورپوستي صدرپه توګه وټاکل شو. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x