نیپال: دوه ورځې مخکې نادرکه شوې امریکایي چورلکه نن وموندل شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۲۵مه ۱۳۹۴ل): هغه امریکایی چورلکه چې دوې ورځې وړاندې په داسې وخت کي نادرکه شوه چي د نیپال له پلازمینه کټمنډو څخه ۶۵ کیلومټره لري کالنګچوک نومې سیمه کې یې د زلزله ځپلو کورنیو دژغورلو لپاره الوتنه کوله.

دنیپال ټایم دورځپاڼي مدیر له خبري رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د ورکې شوې چورلکې پرزې له کټمنډو څخه ۶۵ کیلومټري لرې کوم غره کي د ۳۳۸۳ متره ( ۱۱۱۰۰ فیټه) په ارتفاع کې وموندل شوې.

په نادرکه شوي هلیکوپتر کی شپږ امریکایی سمندري پلي عسکر او دوه نیپال عسکر سپاره وو، تر اوسه پورې د پیښې له ځایه څخه یوازې د درو امریکایي عسکرو مړي موندل شوي دي او د پاتي عسکرو د موندلو لپاره د امریکایي سمندري عسکرو او د نيپال د هوایی او پلي ځواکونو له لوري ګډي هڅي روانې دي.

تراوسه پورې د الوتکې د رالویدو لامل نه دی څرګند شوی، خو د هندوستان د هوایی ځواکونو یوې چورلکې له لوري په سیمه کي د کومې چورلکې د تیلو د نشتوالي ږغونه اوریدل شوي دي.

لومړۍ زلزله چي د تیري میاشتي پر ۲۵ تمه نیټه باندې  نیپال کې رامنځ ته شوه څه د پاسه ۸۰۰۰ اته زره کسان یی ووژل او دوهمه زلزله چې د تیري سه شنبې په ورځ یې دغه کم بخته سیمه یو ځلې بیا وښوروله له سلو څخه زیات کسان ووژل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د