تازه خبر: دکورنیو چارو وزارت کې دافغان افسرپه حمله کې ۲ بهرني مشاورین ووژل شول

له کابل نه په یوه تازه خبر کې ویل شوي دافغانستان دکورنیو چارو وزارت په انګړ کې دننه په یوه وسلوال برید کې دوه تنه بهرني پوځي مشاورین ووژل شول،خبر زیاتوي برید دکورنیو چارو وزارت دیوه افغان افسر له لوري ترسره شوي .

په خبر کې ویل شوي دبرید لامل دامریکايي ځواکونو له لوري قران عظیم الشان ته دسپکاوي غبرګون ښودل شوي
له سیمې نه وروستي رارسیدلي خبرونه وايي چې په وزارت داخله کې دننه اوس هم ډزې روانې دي خو دنورې مرګ ژوبلې په اړه دم ګړی دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي


نن پنځمه ورځ ده چې دټول هیواد په مختلفو سیمو کې دعام اولس له لوري دقران کریم دبې حرمتي په ضد پراخ لاریونونه او مظاهرې روانې دې .
عمران خلیل

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د