fbpx

داسلامي دولت له لوري بغدادي ته منسوب یو ږغیږ پیغام خپور شوی دی

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۲۵مه ۱۳۹۴ل): راپور: بخت الرحمن (بخت): د اسلامي دولت له لوري نن یو پیغام چې وایی د اسلامي دولت د امیر ابوبکر البغدادي دی په انترنیتي پاڼو  نشر شوی دی.

له تیرو څو میاشتو راپدیخوا دغه د البغدادي لومړي ږغیز پیغام دي چی نشر کیږي، په دغه پیغام کي نوموړي پر مسلمانانو ږغ کړي چي داسلامي خلافت په لور هجرت وکړي.

شنونکي وایی چي دپیغام ږغ بغدادي ته ورته دي خو تر اوسه یی مکمل پخلی نه دی شوی، بغدادي ته منسوب دغه پیغام په داسي وخت کي نشریږي چي رسنیو باندي دنوموړي د وژل کیدو او یا سخت ژوبل کیدو اوازي راپورته شوي وي.

دا پیغام په داسي حال کي خپریږي چي داسلامي دولت ځواکونو د یونیسکو دنړیوالي اساسي مورثي پالمیرا ساحي په لور دوه کیلومټره پرختګ کړي پالمیرا یو لرغوني ساحه ده چي په منځنئ ختیځ کي دعربو دطلایی لرغوني اساسي مورثي په نامه سره یادیږي.

د سوریی د لرغوني اثارو د ساتني د اداري مدیر ویره څرګنده کړي ده وایی کچیري داسلامي دولت جنګیالي دغي لرغوني ساحي ته راورسیږي دلته به هر څه ویجاړ کړي.

بغدادي ته منسوب دغه ږغیز پیغام الفرقان سټډیو له لوري تیار شوي او مختلفو ویب سایټونو باندی خپور شوی دي.

دبی بی سی راډیو د امنیتي چارو کارپوه او شنونکي فرانګ ګارډنر وایی چی اواز صاف او پر ځاي دي نوموړي وایی کچیري دغه اوازا رښتیا هم دبغدادی وي لکه څرنګه چي د اسلامي دولت له لوري ویل کیږي، نو دغه پیغام به هغه ټولي پروپاګندي درواغ کړي کومي چي دنوموړي په اړه له تیرو څو ورځو راپدیخوا دمختلفو رسنیو له لوري خپریږي.

نوموړی زیاتوي که څه هم مونږ البغدادي له نژدی څخه نه دي لیدلي ترڅو دا اټکل وکړو چي دغه اواز یی د روغ حالت دي او که دنا روغ، خو دنارو غ کس لخوا څخه ۳۳ دقیقي خبری کول او په دغوخبرو کي وار وار دیني او مذهبي جملي استعمالول او دنړئ مسلمانانو ته بلنه ورکول چي له اسلامی دولت سره یوځای شي دیو ناروغه کس له وسه تیره خبره ده.

دغه شنونکي وایی چي تر ټولو مهم ټکی خو داده چي دغه پیغام کي د سعودي له لوري پر یمن باندی دحوثیانو پر خلاف عملیاتو ته اشاره شوی ده، له دي څخه معلومیږي چي دغه ږغیز بیغام نوي دي.

نوموړی وایی دا به ډير ژر وي چي چي امریکي دژبي او ږغ پيژندني د پوهانو له لوري تائد شي چي دغه ږغ د چای دي، تر څو پوري چي ددغه پیغام اواز دنوموړي دتیر کال له هغه اواز سره وکتل شي چيري چي بغدادي د لومړي ځل لپاره دموصل ښار کوم جامع جومات کي دخطبي پر وخت راښکاره شو او خلګو ته یی مخامخ وینا وکړه.

په دغه ږغیر پیغام کي بغدادي دنړئ مسلمانانو ته وایی نور ستاسو لپاره عذر نه دي پاتي یا خو هجرت وکړي اویا داسلامي دولت له لوري مفتوحه سیمو ته راشي او یا خپلو خپلو سیمو کي وسلو ته لاس کړي د اسلامي دولت په ملاتړ جنګ وکړي.

نوموړي وایی اسلام یواځي دسولي او امن دین نه دي بلکه اسلام دجنګونو او غزاګانو دین دي، هیڅوک باید دا ونه وایی کومه جګړه چی اوس یی اسلامي دولت په مخ بیا دا یواځي ددولت اسلامي جنګ دي، بغدادي وایی کوم جنګ چي داسلامي دولت جنګیالیان یی په واندي بیایی دغه دکفارو په وړاندي د مسلمانانو جنګ دي چي اسلامي دولت یی رهبري کوي.

وینا کونکي دغه پیغام کی وایی دخلافت دسایی څخه بهر دمسلمانانو لپاره نور د اوسیدو جواز نشته، دمسلمانانو عزت، ابرو او قوت دخلافت په چوکاټ کي دي.

بغدادي ته منسوبه ږغیز پیغام کي په یمن کي حوثیانو په خلاف دسعودي په مشري روانو هوایی بریدونو ته هم اشاره شوي ده، نوموړي عملیاتو په اړه نور څه نه دي ویلی، خو دلته یی یوځل بیا دسعودي عرب شاهي کورنئ غندلي او دیمن شخړه یی دسعودي عرب دشاهی لپاره کورنئ لپاره دبربادي لامل ګڼلي.

د بغدادي یو بل ږغیز پیغام تیرکال دنومبر په میاشت کي خپور شوی وو او همدارنګه تیرکال دجولاي په میاشت کي نوموړي هغه وخت د دخلګو په وړاندي دموصل ښار یوه جامع جومات دخطبي پرمهال راښکاره شو کله چي دغه ښار داسلامي دولت دجنګیالانو له لوري ونیول شو.

د عراق دکورنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو چي بغدادي د روان کال داپریل په میاشت کي دامریکایانو له لوري په یوه هوایی برید کي سخت ژوبل شوی دي، خو امریکایانو بیا ددغه برید په اړه بی خبري ښوده زیا ته یی کړه داپریل په میاشت زمونږ له لوري کوم داسي برید نه دي شوي چی بغدادي دي په نښه شوي وي
همدارنګه تیر کال هم یو ځلي دعراق دحکومت له لوري دبغدادي د ژوبل کیدو خبرونه خپاره شوو خو وروسته یی پخلی ونشو.

همدارنګه تیره اونئ دعراق ددفاع وزارت له لوري ویل شوی چي د اسلامي دولت مرستیال عبدالرحمن مصطفی محمد د ائتلافي ځواکونو له لوري پر مسجد باندي دبرید په ترڅ کي دعراق په شمال کي وژل شوی دي، خو دلته یوځل بیا د امریکي متحده ایالاتو دغه خبره رد کړه اوزیاته یی کړه چي دائتلافي هوایی ځواکونو لوري په دي وروستیو کي هیڅ مسجد نه دي په نښه شوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ډاکتر احمدی
میلمه
ډاکتر احمدی

خلک د اسلامی خلافت فلمرو ته رابلی او په جلال اباد کی یی د وینو ویالی جالری کړی عجیبه ده . ورک شه ورته وایه