ټولنیزه برخه

سپين پېری مې وليد

لیکوال: مرحوم دوکتور جابر قميحه
ژباړه او ترتیب: زاهد جلالي

پلار به تل راته ويلې چې د حاجي حمزه د کور پر لار د شپې له يوې هاخوا تېر نه شم. ما چې به د دليل پوښتنه کوله، راته به يې کړل چې «زما خبره منه». د حاجي د څنګ ته يو زيارت هم و. خلکو به دغه لاره درنه بلله او ويلې يې چې پېري په کې دي او د شپې راوځي. حاجي حمزه زرګر و. بازار کې يې يو دوکان لاره، خو د شپې به يې خوندي کولو په موخه زر کور ته وړل.

زه به دې ته ډېر چورتي وم، چې دغسې دروند کور کې حاجي حمزه څنګه يوازې څملي؟!

د اګست د پنجشنبې شپه راباندې ناوخته شوه. يا بايد د حاجي حمزه د کور پر لار تللی وای، چې لنډه هم وه، يا بايد د کلي په اوږدې لار تللی وای. فکرمن وم چې څه وکړم؟ کله به د پلار سپارښتنه راياده شوه او کله د لارې اوږدوالی.

په همدې فکر کې وم؛ ناڅاپي مې يو داسې مخلوق وليد چې په ژوند مې نه و ليدلی… د حاجي حمزه د کور ور، ورو ورو خلاص شو او يو عجيبه حيوان ترې راووت. نږدې دوه نیم متره اوږدوالی او دوه متره بر به يې و. رنګ يې سپين و، څلور يې پښې وې او سر و مخ يې نه لاره. اوږده وزرونه يې وو. زموږ د کور خوا ته ورو ورو روان شو.

سر مې سخت دروند شو، او پښې مې دومره سپکې شوې، چې ځان يې نه شو نيولای. «پوليس.. پوليس..» نارې مې کړې؛ خو غږ مې دومره ورو و، چې له ما پرته بل چا وانه ورېده. دا عجیب مخلوق ورو ورو لرې کېده، خو چې لږ لرې شو، زما غږ هم پورته شو. له اواز سره مې پېری هم ورک شو.

منډه مې کړه او په يوه رپ کې کور ته ورسېدم. پښېمانۍ او وېرې نيولی وم؛ خو ځان سره مې ويل، چې پېری هم د پوليس له نامه وېرېږي؟!

په بستره کې غځېدلی وم او ځان سره مې ويلې، چې سبا شي، ټولو ملګرو ته به د پېري کيسه کوم. «پاڅه! د سهار لمونځ خو قضا شو، د جمعې هم قضا کوې؟!» سهار ناوخته د مور نارو ويښ کړم.

لمانځه ته لاړم، خو د خطبې په يوه کلمه هم پوه نه شوم. له لمانځه وروسته، خلک ډله ولاړ وو. زه هم ورنږدې شوم او زړه کې مې ويل، چې د شپې د کيسې کولو ښه وخت دی. همدې وخت کې مې د يوه له خولې واورېدل:

د خدای په فضل، فلانی او فلانی نامي غله پوليس ونيول.

بيا يوه راته کيسه وکړه:

حاجي حمزه پلازمېنې ته تللی و، داسې ښکاري چې غله پرې خبر شوي وو؛ نو د شپې يې کور ته وغلي وو چې سره زر پټ کړي. د کور په پخلنځي کې يوه قلفه المارۍ ايښې وه. غلو ګومان کړی و چې همدې کې به سره زر وي؛ خو خلاصولای يې نه شوای، نو ټوله المارۍ يې ځان سره وړه. لاره کې چا ليدلي وو او ‘پوليس.. پوليس..’ نارې يې کړې وې. دوی غوښتل چې المارۍ په منډه يوسي، نو له ديوال سره لګېدلي وو، المارۍ ماته شوې وه او دوی ټپيان وو. ګوري چې سره زر رښتیا هم المارۍ کې دي؛ خو نارو خلک ويښ کړي وو. پوليس راورسېد او دوی يې بنديان کړل.

پوښتنه مې وکړه:

دا سړی څوک و چې ‘پوليس.. پوليس..’ نارې يې کړې وې؟

ټولو په يوه غږ وويل:

نور به څوک وي؟ د زيارت مړی د خدای ولي دی.

زه په مايوسۍ د کور خوا ته روان شوم او له ځان سره مې ويلې:

هو، له زيارته پرته به بل څوک وي؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x