نظــر

دامريکايانو د ظلمونو يوبل تور انځور

guantanamo”له حجرې تر پنجرې ´´ د ا دهغه کتاب نو م دی چي هم په زړه پوري او خوندور دی او هم له ډېروترخو او زړه بوږنوونکو او د امريکايي ټیټو او ځناور صفتو ظالمانو د ډول ډول ظلمونو او نادودو له يادونو او خاطرو ډک دی. هو، دا کتاب په افغانستان کي د زبونو او مړسترګو سیکولرو دموکراتانو دبادرانو د دموکراسۍ د جنایتونو د پلي کولو د يوې ډېري کوچنۍ ګوښې – ګوانتانامو له تورانځور څخه لږ شانتي پرده پورته کوي او موږ ته د امریکې د بدمستو واکمنو د رشتيني او اصلي ترهګرۍ او وحشته ډکه توره او کرغیړنه څیره لږ څه راپېژني.
د کتاب لیکوال ښاغلی مولوي عبدالنصیر منصور دی.

چي اوس هم دکابل په مربوطاتو کي په یوه جومات کي د امامت دنده پرمخ بيايي. دې مولوي صاحب چي په دې کتاب کي د طنزونو، مطایبو،سوخیو او خوش طبعیو څومره مالګه ګډه کړې ده او ځای ځای یې لنډۍ او ځیني شعرونه هم پکښي راوړي دي، هغومره لازیاته يې کتاب ته ښکلا او خوندورتيا ورکړې ده. عجيبه داده چي مولوي صاحب د لوړي کچې پیاوړی ديني علام دی. خو که يې له نژدې ووينئ او خبري يې واورئ وبه منئ چې هم لوی ديني عالم دی او ورسره ورسره یو خوش طبع او خنده رویه شاعرهم، چې په دې عین سنګيني او ساده ګي کي د شاعرمزاجۍ او شیرین کلامۍ یو لوی او بهاند سیند باله سي. لوی څښتن جلت عظمته ډېر نادراستعدادورکړی دی. خو باور وکړئ چي نه سیاست پوه دی او نه نیمچه او ځان لوی ښکاره کوونکی ملا، لکه زموږ ځيني نیمچه ګان چي په چالاکي ، تر دستي او دخولې په خبرو يې هم ځان ملاجوړ کړی وي او هم په سیاست کي ګوتي وهي او له دې امله یې خولۍ په غوړو کي سوې او يوازنۍ موخه يې نوم او پیسې ټولول دي او ارګاه او بارګاه. خو نورنو نه الف په ځیګر کي لري، نه لږ ترلږه ساده سواد، سیاسي او ديني او نوره پوهه خو لا هلته پرېږده.
دکتاب ليکوال د جومات او حجرې سړی دی. خو عجبه او جالبه داده چي د غو د دموکراسۍ او دبشر د حقونو علمبردارانو دغه دجومات او حجرې سړی په واړه عمرکي چي نوی پرځوانۍ راغلی وو او په سیاست او دنړۍ په تور او سپین هیڅ خبر نه وو، د ترهګر په نامه نيولی او د ګوانتانامو  د بېروونکي تور زندان تورو پنجرو ته يې ورټېل وهلی وو.
داچې په ګوانتانامو زندان کي څه پرتېر سوي او هلته يې څه ليدلي او زغملي دي پر دې به يې ځکه خبري نه کوم چي په دې هکله ده په خپله په دې کتاب کي په ډژرو ښو الفاظو او خوږو جملو ډېري مفصلي خبري کړي دي. کتاب خپور سوی دی او په کتاب پلورنځیو کي پيداکيږي، خمخا يې رانيسئ او ويې لولئ. خو ماچي دده کتاب لوستی باور وکړئ چي زړه به يې ډې دغم او غوسې څخه راډک کړ.  دې ناځوانانو پردې دحجرې پر بې ګناه او بې وزلي ملا باندي چي د ژوند او ځوانۍ له ګلونو څخه يې هیڅ ګل نه وو بوی کړی او دنړۍ له خوندونو څخه يې هیڅ خوند نه وو څکلی ډېرځناورانه ظلمونه کړي دي او ډېر يې زورولی او تنګ کړی دی. لوی څښتن دي ده ته اجر او امريکايانو او دهغو لاس پوڅو او تورمخو تالۍ څټو ته سخته سزا ورکړي. له دې پلوه که کتاب تاسي ته یو دغه شان حالت درپېښ کړي، داحتمي وبولئ، خو کتاب د مولوي صاحب پرډېرو امثالو باندي د امريکايي نړۍ خورانو له جنایاتو څخه ډېرڅه په مخ کې درته ایږدي او ډېر نور هم درته وايي.  له دې امله کتاب په لوستلو ارزي او لوستل يې ګټور او له عبرته ډک باله سي.
پردې سربېره کتاب په ګوانتانامو کي د بنديانو پروضع، زغم او ثبات او ددوی پرمړانه او همت او پراسلام باندي  د دوی پرټینګښت او ایمان او له امريکايي اشغالګرانو څخه ددی پرکرکه ډېره ښه رڼااچوي او د دوی سره د زندان د ساتونکو او نورو تحقیق کوونکو او چارواکو تر تصور لوړ ناوړه او غیرانساني چلند هم په ډېره ښه توګه څرګندوي. داچې په ګوانتانامو کي بنديانوته څه ډول ډول سزاوي او تعذیبونه ورکوي او څومره یې زوړروي چې له امله بې چاره بندیان په ډول ډول روحي او جسمي ناروغيو اخته سوي دي او ډېری د ليونتوب حالت ته هم رسېدلي دي، پر دې ټولو خبرو باندي هم په دې کتاب کي ښه رڼا اچول سوې ده. په دې هکله بده نه ده چي له دې کتاب څخه څو پاراګرافه ستاسي درنو لوستونکو لوستني ته وړاندي کړو او په همدې سره خپلی خبري هم پای ته رسوو:

لومړی، دوهم او درېم کیمپونه

دګوانتانامو لومړى دوهم او درېم کيمپونه يو له بل سره په کيفيت کې نږدې وو په دې درې واړو کيمپو کې دبنديانو لپاره پنجرې وې او هر بندي به په بيله بيله پنجره کې ساتل کېده يګانه توپير يې داوو چې په لومړي کيمپ کې دبنديانو خړ لباس وو او په دوهم او درېم کيمپ کې دبنديانوسره نارنجي کالي وو دلتابلاک هم د لومړي کيمپ پورې تړلي وو دابلاک خاص دليونيانو لپاره وو يعنې دګوانتانامو په هر کيمپ کې به چې بنديان ليونيان شول همدې بلاک ته به راوستل کېدل او جزائي بلاکونه چې مجموعاً پينځه دانې وو انډيا،اسکر،نومبر،رو ميو، او کوبک هم په تشکيل کې دهمدې کيمپو پورې مربوط وو چې انډيا دلومړي کيمپ او اسکر،نومبر ددوهم کيمپ او روميو ،کوبک ددرېم کيمپ سره تړلي وو دي بلاکو ته به هغه زندانيان راوستل کېدل چې دزندان له وضعي قانون څخه به يې سرغړونه کوله دزندان قانون کوم ثبات نه درلوده بلکه وخت په وخت به امريکايانو دخپلې خوښې مطابق بدلاوه رابدلاوه او عسکرو به چې څه غوښتل او څه کول هغه به قانون وو اونه منونکي به يې مجرم وو او مجازات کېده به.
دبېلګې په توګه له ځينو بلاکو سره به خبرې بندې وې او له ځينو سره به ازادې وې روزانه به بندي او دهغه پنجره تلاشي کېده کله کله خو
به داتلاشي دورځې څلور پنځه وارې کېدله بندي به چې عسکرو تحقيق ،شفاخانې ،دلمر ميدان وغيره ته بو ولو نو په لاره کې به ده له نورو بنديانو سره سلام او ستړي مه شي نه شوه کولاې او ځينو عسکرو به مطلق ورکتلو ته نه پرېښودو دخوب په وخت کې سرونه پټول بند وو په پنجرو باندې دسمال ،کمپل ،او څادر زړول بند وو زمونږ دپنجرو بيت الخلاء ګانو له ځانه ستر او پرده نه درلوده بلکه مونږ به ورته خپله کمپله ياڅادر په پنجرې باندې دپردې لپاره رازړاوه خو ځينو عسکرو به دې ته هم نه پرېښودو خوبيا ځينو به عسکرو به په دي باندې څه نه ويل بندي به خپله ډوډۍ په خپل ټاکلي او محدود وخت کې چې امريکايانو ورته تعين کړي وو خوړله او دوخت له پوره کېدو پس به يې چې هر څومره ډوډۍ پاتې وه بېرته عسکرته حواله کوله ځکه دډوډۍ ساتل په پنجره کې بند وو ډېرو بنديانو به نفلي روژې نيولې او غوښتل به يې چې دغرمې ډوډۍ پټه له ځان سره وساتي او په روژه ماتي کې يې وخوري خو عسکرو به چې په تلاشي کې ډوډۍ ورسره پيداکړه نو جزا به يې ورپسې ليکله ځينو عسکرو خوبه دومره سخت درېزي کوله چې دلمر په ميدان کې به مو چې له هر لوري جالۍ پرې راڅرخېدلې وه مطلقې لاس له جال سره ولګېده نو جزابه يې راته ليکله المهم دايوڅو بېلګې ددوى دقانون وې کله به چې کوم بندي له دې قانونو څخه سرغړونه وکړه نو جزائې بلاکو کې به بندو قفسوته وروستل کېده او تريو معين وخت پورې به هلته ساتل کېده داقفسونه  دکميت په لحاظ له عادي پنجرو سره يوشان ته وو اما کيفاً يې ډېر فرق درلوده ځکه داقفسونه مکمل بند وو او هيڅ څيز ورڅخه نه معلومېده ددې قفسو په چتو کې ايرکنډېشنونه لګېدلي وو چې ګرم اوړى به يې په بنديانو ددلوى مياشتې څيله کاوه ډوډۍ به دلته دومره لږوه چې زما اته مياشتنۍ لور هم په هغومره ډوډۍ نه مړيږي کمپل ،څادر،جان پاک وغيره دلته نه راکول کېده چې ديخ دګوزارو وړاندې يې سپر کړو تنها يوجوړ دځان کالي اويوفرش به راسره وو او بس له ځينو بنديانو خوبه يې دځان کالي اوفرش هم واخيسته او تنها په يوه چوتي کې به يې په دې يخ قفس کې پرېښوده خبرې دلته په کامله توګه سره بندې وې په دې جزائي بلاکو کې به چې عسکرو هرڅه ويل او غوښتل نو په اول ځل به بندي هغه منل او دلږ تعطيل په صورت کې به قوة قهريه چې مونږ به شغف ورته ويلې راوستل کېده داشغف به له پنځو ترلسو عسکرو جوړ وو چې ټول به په دفاعي او تعارضي اسبابو سمبال وو او يو دبل پسې ليکه به دبندي قفس ته په مرش مرش راتله په بندي به په اول قدم کې اوښکې بهوونکى ګاز وشيندل شو او ترهغې وروسته به شغف قفس ته ورداخل شو او بندي به يې په ډېره بې رحمۍ سره تاړه او واهه او دعسکرغوښتنه به يې ورباندې عملي کوله.
داشغفونه دډېرو بنديانو دړنديدو،لاس ماتېدو،پوښتۍ ماتېدو اوشل کېدو سبب شول په دې بلاکو کې په اولو کالو کې بنديان لمر ته ويستل کېدل خوپه دې اخرو وختو کې هغه هم بند شول او بل به دلته په هرو لسو دقيقو کې يوځلې عسکر راته او دهرقفس کړکۍ به يې خلاصوله او بنديانو ته به يې (موب موب) ويلي يعني حرکت ونکړئ بندي به لاس ياپښه ورته ښوروله او عسکر به بېرته ته.
دشپې به دسخت يخ او ډېرې لوږې له لاسه خوب نه راته په فرش باندې به پراته وو او له يخه به ريږدېدو کله به په همدې حال کې لږ دخوب پريشانۍ ويوړو خودستي به لس دقيقې پوره شوې او دموب والاعسکر به راورسېده او دموب موب له نارو سره به يې زمونږ دانري خوب بيا دبې خوبۍ په سيندکې لاهوکړ ددې قفسو په منځ کې يوه توره کرښه کش شوې وه چې په انګليسي کې به يې(بلاک لين) ورته ويلې عسکرو به دډوډۍ راکولو ،بېرته قاب اخيستلو،تلاشي کولو او نورو په وخت کې دبلاک لين اواز را باندې کولو او په يوه ثانيه کې به مونږ نيغ په هماغه تور خط درېدلو او دمعمولي تعطيل په صورت کې به شغف راغوښتل کېده .
يوبندي حاجي ولي محمد صراف  دهمدې جزائي بلاک قيصه کوله چې نوى وروستل شوم له ځينو نويو قانونو يې خبر نه ووم دلمانځه وخت وو په لمانځه ودرېدلم ناګهانه مې عسکر دقفس مخې ته ودرېدل او دبلاک لين چېغه يې راباندې وکړه ماخپل لمانځه ته ادامه ورکړه او په زړه کې مې وويل:چې له لمانځه نه فارغ  شم نو په توره ليکه به ودرېږم عسکر له همدې يوه غږ نه پس بېرته لاړل مافکر کاوه چې عسکرو خوزه وليدلم چې لمونځ کوم شايد تللي وي او پس ته به چې لمونځ مې خلاص شي بېرته راشي او هرڅه خبره يې چې راسره په زړه کې وې راسره مطرح به يې کړي زما لمونځ لانه وو خلاص شوي چې شغف راورسېده دروازه يې راخلاصه کړه او په مخ کې نيولې لويې شيشې باندې يې دومره په زوره ووهلم چې له ټکانه يې په مخامخ ديوال ولګېدلم او بيايې راچپه کړم څوک مې په سرناست وو،څوک مې په لاس ناست وو لاسونه مې ترشا کلک کلک راو تړل او له قفس څخه يې باندې راوويستلم ترڅو دقفس منځ تلاشي کړي دقفس ترتلاشي کېدو وروسته بېرته قفس ته ورداخل کړي شوم او هلته خلاص او کوټه قلف شوم .

عبد المالک همت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x