افغانستانخبرونه

اسلام اباد: هند افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): له هغې راهیسې چې ولسمشر اشرف غني واک ته رسېدلی، ګډ حکومت هڅه کړې چې له اسلام اباد او نوي ډهلي سره په اړیکو کې لومړني سره نژدې وي. د غني دا هڅې په کوردننه هم له یو لړ نیوکو سره مخ شوې.

اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، هندي څارګره اداره تورنه کړې ده چې ګواکې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې روانې بې ثباتۍ ته لمن وهي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو څرګنده کړې ده چې دواړه هېوادونه باید اجازه ورنه کړي چې له خاورې څخه یې د یو بل پر ضد ګټه پورته شي.

اشرف غني لا له پخوا څرګنده کړې وه چې اجازه به ورنه کړي چې افغانستان د نیابتي جګړې ډګر وګرځي. په افغانستان کې د روانې نیابتي جګړې له یادښت سره د هند او پاکستان سیالۍ ته سترګې ورګرځي.

اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، قاضي خلیل الله له افغانستان څخه غوښتي چې هند پرې نه ږدي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد ګټه پورته کړي. خلیل الله زیاتوي چې د هند څارګره اداره د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار اخلي.

خلیل الله وايي، هېواد یې د ترهګرۍ ريښې ایستلو لپاره پر خپله خبره ولاړ دی.

په کابل کې د هند سفیر، امر سنا د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره د پاکستان وروستۍ ادعا رد کړې ده. سنا وايي: «دا ادعا په بشپړ ډول ناسمه او بې بنسټه ده».

پاکستان داسې مهال د افغانستان له خاورې څخه د هند د څارګرې ادارې لاسوهنې ادعا کوي، چې وړمه ورځ د پاکستان ملکي او نظامي چارواکي کابل ته په سفر راغلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x