عراقي حکومت هره میاشت پر پارلماني سپیانو ۴۲،۰۰۰ زره ډالر مصارف کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۲۶مه ۱۳۹۴ل): په داسې حال کې چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کي په عراق کې مالي فساد خپل اوج ته رسیدلی وو، عراقي حکومت په کې په یواځې د پارلمان د دروازې د سپیانو پر خورک او مینځلو هره میاشت ۴۲،۰۰۰ زره امریکایی ډالره مصرف کړی وو.

د عراق د پارلمان یو غړي چي نه یې غوښتل  رسنیو ته خپل نوم وښیی وایي نوري المالکي د عراقي پارلمان په دروازه کي ۳۶ شپږ دیرش سپي درولي وو او هره میاشت یې د دغو سپیانو د ساتنې لپاره ۴۲ زره امریکایی ډالره مصارف ورکول.

نوموړی وایي له سپیانو څخه پرته د عراق پخواني لومړي وزیر نوري المالکي د پارلمان د دروازې د ساتونکو په بهانه په سلګونو زره ډالره د خپلې کورنۍ غړو او نورو قریبانو ته ورکړي دي، حال دا چې دغه کسان یو هم دندې ته نه دي راغلي.

د عراق د ماليی په وزارت کې لوړ پوړي چارواکي وایي چې د ۲۰۱۳ کال د نومبر له میاشتې څخه بیا د ۲۰۱۴ کال د جولايي د میاشتې تر اتمې نیټي پورې له بانکي خزانې څخه یو ملیارډ ډالره پټ شوي دي.

د فساد پر وړاندې د مبارزې په نامه  عراقي ټولنه وایی چې د نوري المالکي د حکومت پر وخت له عراقي خزانې څخه ۱۰۹ ملیارده امریکایی ډالر د مختلفو پرمختیایي پروژو په نامه وتلي، خو حقیقت کې دغه پروژې هیڅ وجود نه لري، وتلې پیسې ټولې د مالکي د قریبانو او اشنایانو جیبونو ته لویدلي دي.

دیادو ده چي په ۲۰۱۴ کال کې د شفافیت نړیوالې ادارې له لوري عراق د نړۍ په کچه له فساده او درغلیو ډکو هیوادونو کي شپږم مقام خپل کړی و.

د عراق په حکومت کې د مالي چارو د ستراتیژۍ جوړونکي او څیړونکي ښاغلي علی القرغولي وایي په داسې حال کې چې عراقي وګړي له سخت فقر او خوارۍ سره مخ وو خو بیا هم په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلنو کي په سلګونو زره ډالره د پارلمان د غړو  پر تجمیل او سنګار باندې لګیدلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د