شهید او شهادت ( یوولسمه برخه )

لیکوال: م. محمد نعیم

ځینې کسان استدلال کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم چې کله مدینې منورې ته لاړ، هلته یې د مدینې له یهودو او کفارو سره، په اصطلاح د وطندارۍ یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې مسلمانانو او د مدینې منورې نورو اوسیدونکو په ګډه د مدینې منورې دفاع کوله، که هر چا د تړون په یو لوري تېری کاوه، نور به ور سره درېدل.

دا دي هلته هم په یوه وطن کې، په یوه خاوره کې کفار او مسلمانان په ګډه اوسېدل، او په ګډه یې د تيري کوونکو مخه نیوله. دا څنګه کېدای شي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دې یو کار کړی وي، او اوس باید و نه شي؟

په دې اړه څو ټکي د پاملرنه وړ دي:

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدیني منورې له یهودو سره د نورو کفارو په وړاندې تړون لاسلیک کړ، نه د مسلمانانو په وړاندې؛ هغه مهال ټول مسلمانان یو لاس وو، یو یې مشر و، یو یې آواز و، رسول الله صلی الله علیه وسلم په حقیقت کې د اسلام او مسلمانانو د پیاوړتیا، ژغورنې او ساتنې لپاره، له ځینو کفارو نه د نورو کفارو په مقابل کې استفاده وکړه، چې دا کار اوس هم ممکن، روا، بلکې لازم دی، خو چېرته دی داسې مسلمان مشر چې دومره درک، فکر او ځواک ولري؟

نن ورځ کیسه سرچپه ده، څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له کفارو سره کول، نن یې کافران له مسلمانانو سره کوي، لکه غچ چې اخلي! ټول ګورو چې د اسلامي ملکونو مشران یو د بل په وړاندې له کفارو سره درېږي، کفار د مسلمانانو له ځینو مشرانو نه د ځینو نورو په وړاندې د وسیلې په توګه کار اخلي! افغانستان په پاکستان وهي، پاکستان په افغانستان، ایران په افغانستان، او افغانستان په ایران، عراق په سعودي وهي، او سعودي په ایران، او… او…

هلته واک او ځواک ټول د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس کې و، مسلمانان برلاسي وو، کفارو د مسلمانانو تر واک لاندې کار کاوه، نن کیسه بدله ده، د مسلمانو هېوادونو مشران د کفارو تر لاس لاندې دي، د کفارو تر بیرغ لاندې ښکته پورته کېږي، واک او اخیتار ټول د کفارو دی.

افغانستان او عراق یې ژوندۍ بېلګې دي، د اسلامي نړۍ څومره مشران له یرغلګرې امریکې سره د اسلام او مسلمانانو په وړاندې یو ځای شول! د یوې اسلامي خاورې په اشغال کې یې له یرغلګرې امریکې سره څه ډول مرسته وکړه! او لا لګیا دي.

هغه مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینې منورې له کفارو سره دفاعي تړون وکړ، داسې چې کله که په مدینه منوره، او د تړون په ګډون کوونکو څوک برید او تیری کوي، نو ټول به یې په ګډه به دفاع کوي، تړون داسې نه و شوی چې که د تړون اړوند لوریو په بل چا برید کاوه، نور به هم ور سره ودري، او دا ډول تړون اوس هم ممکن او جائز دی، یعني مسلمانان کولی شي له کفارو سره داسې یو ګډ تړون لاسلیک کړي چې که په مونږ او تاسو چا تېری او برید کاوه په ګډه به یې مخه نیسو، خو په دې شرط چې د مسلمان په مقابل کې نه وي، له همدې کبله ځینو علماوو په سعودي واکمنو نیوکه کوله او کوي یې چې د صدام حسین په وړاندې یې له امریکې نه مرسته وغوښته، او د حرمینو په خاوره کې یې اډې ور کړې؛ ځکه عراق یوه اسلامي خاوره ده، که څه هم چې هغه وخت صدام د یو کمونیست ګوند مشر و، خو عراق یوه اسلامي خاوره ده، او خلک یې مسلمانان دي، د یادونې وړ ده چې وروسته بیا صدام څنګه شو؟ څه یې وکړل؟ توبه به یې ایستلې وي او که نه؟ جلا خبره ده.

د اسلام د مبارک دین د اصولو له مخې هر مسلمان مکلف دی چې تر وسه د ظلم په وړاندې ودري، په هر چا، هر ځای کې، او هر څوک یې چې کوي، یوازې په همدې نیت جګړه د دنیا او آخرت د نیمکرغۍ لامل کېدی شي او بس.

که څه هم ځینو علمای کرامو فتوا ور کړې چې له خپل وطن او خاورې څخه دفاع کول جهاد دی، او که څوک پکې ووژل شي شهید دی، په دې اړه ځینې خلک د سعودي د مخکني مشهور مفتی شیخ عبد الله بن باز رحمه الله فتوی، یادوي، خو کله چې ما خپله دنوموړي فتوا ولوسته، هغه په عام ډول له اسلامي خاورې نه ددفاع په اړه ویلي، په مشخص او مشرح ډول یې نه دي ویلي، یعني صراحتا یې داسې نه دي ویلي چې که دننۍ نړۍ دیوې اسلامي خاورې پر سر واکمن په بله اسلامي خاوره برید کوي، باید څه وشي! لنډه دا چې په دې اړه ما ته کوم صریح نص په لاس رانغی چې قوي استدلال پرې وشي، یوازې دا خبره چې دا له خپل حق او خپلې خاورې څخه دفاع ده. خو حق شخصي حق نه دی!.

نور بیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د