افغانستانخبرونه

نیویارک ټایمز: ګډ حکومت کې کرزی لا هم د پردې تر شا واک چلوي

په نوي ګډ حکومت کې د حامد کرزی ځای چېرته دی؟ ایا کرزی واقعاً د غني او عبدالله له حکومت سره مرستندوی دی؟ کرزی به د ګډ حکومت پر وړاندې د اپوزیسیون تشه څوکۍ ډکه کړي؟

په نوي ګډ حکومت کې د حامد کرزي رول، د غني او عبدالله ناندرۍ او د کرزي له خوا د لوبې مدیریت پر مسایلو نیویارک ټایمز یو مفصل راپور لیکلی.

حامد کرزي داسې مهال واک پرېښود، چې اقتصاد کمزوری، بهرنۍ مرستې کمې، امنیتي وضعیت ګډوډ او له امریکا سره اړیکې خړې پړې وې؛ خو نن، افغانان لا هم پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ګډ حکومت د دوو مشرانو په پرتله خوښوي.

«کرزی مې یادېږي»

اووه دېرش کلن بشیر نیویارک ټایمز سره په خبرو کې ګډ حکومت خپسکې ته ورته ګڼي. بشیر زیاتوي: «کرزی مې یادېږي».

ورځپاڼه لیکي چې له کرزي سره د مینې ولولې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې احساسېدای شي. د ګډ حکومت له تشکیل راهیسې چې ایله اووه میاشتې تېرېږي؛ خو افغانان د غني او عبدالله په نسبت کرزی یادوي.

ورځپاڼه زیاتوي: «په وروستیو میاشتو کې که څه هم کرزی له عامه انظارو څخه ورک شوی دی؛ خو کرزی لا هم هر چېرته په هرې سیاسې ناستې کې حضور لري. کرزي له ولسمشرۍ ماڼۍ سره په لږ واټن یو دوکان پرانیستی او هر څه له هماغه ځایه څاري. کرزی هره ورځ له ګڼو قومي مشرانو او متنفذینو سره ناست وي».

Afghan President Hamid Karzai smiles as he arrives for a ceremony in Kabul on February 20, 2010, held for the opening of the fifth year of work for Afghanistan's parliament. Karzai, opening parliament after its winter break, lent his support to the war against "terrorists" and "those who prevent peace" -- a reference to Al-Qaeda and the Taliban respectively. "The fight against terrorists and those who prevent peace in the country should continue and our people should be able to live peaceful, prosperous lives," Karzai said. AFP PHOTO/SHAH Marai (Photo credit should read SHAH MARAI/AFP/Getty Images)
په وروستیو میاشتو کې که څه هم کرزی له عامه انظارو څخه ورک شوی دی؛ خو کرزی لا هم هر چېرته په هرې سیاسې ناستې کې حضور لري

فرزانه، د پوهنتون یوه محصله ورځپاڼې ته وايي: «غني زده کړې لري او د ښځو حقونو ته ځواب ورکوونکی دی». خو فرزانه د کرزي وړتیا ستايي: «مګر کرزی په لوبو ښه پوهېده».

په افغانستان کې لا هم داسې لوبه روانه ده چې تر اوسنیو دوو مشرانو یې کرزی ښه لوبولای شي.

کرزی تل مېلمانه لري. ډېری مېلمانه یې پخواني چارواکي، قوي قومي مشران او مذهبي مشران دي. د مېلمنو زیاتره برخه هغوی هم دي چې د غني حکومت ورسره ښه نه دي کړي، غوښنه برخه یې نه ده ورکړې، په پام کې نه دي نیول شوي او له واکه لرې کړای شوي دي.

د بېلګې په ډول ورځپاڼه د جمعه خان همدرد له نژدې همکارانو سره غږېدلې ده. همدرد د پکتیا زورواکی والي و چې په تېرو ټاکنو کې يې له غني څخه مالي او سیاسي ملاتړ وکړ. مګر کله چې غني راغی، جمعه خان همدرد ته یې کومه ښه دنده ورنه کړه.

خو اوس جمعه خان همدرد له غني سره اړیکې شلولي دي. همدرد ته یې نژدې همکار وايي: «موږ اشرف غني سره مرسته وکړه چې واک ته ورسېږي، موږ ورته داسې مهال اسلامي مشروعیت ورکړ چې له بلې خوا تر اور لاندې و».

له زیات شمېر دیپلوماتیکو چارواکیو سره مرکې ښيي چې کرزی لا هم د غني په حکومت کې یو مشکل سازه هسته ده. د کرزي هغه قوي مرستندویان چې څه باندې یوه لسیزه یې په افغانستان کې حکومت چلولی، نن د نظام په څنډه کې فعاله دي.

د کرزي سیاسي پرخلیک

د پخواني ولسمشر حامد کرزي هیلې لا هم تتې دي. ځینې ګومان کوي چې کرزی به د غني او عبدالله د حکومت پر ضد ایتلاف جوړ کړي. مګر یو شمېر نور چې له کرزي سره له نژدې ناسته ولاړه لري، وايي چې کرزي په شخصي مجلسونو کې هم په ډاګه کړې ده چې د غني د

«مګر کرزی په لوبو ښه پوهېده».
«مګر کرزی په لوبو ښه پوهېده».

حکومت ملاتړ دې وشي.

له یو شمېر چارواکیو سره دا اندېښنه لا هم پر ځای ده چې ایا د غني کمزوری او وېشلی حکومت به دوام وکړای شي.

ګډ حکومت به دوام وکړي؟

د اپرېل په اتمه د عبدالله عبدالله خبرو غربي ډیپلوماتان یو ځل بیا اندېښمن کړل چې شاید د غني او عبدالله لانجې به زیاتې شوي وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري بیا اړ شو چې عبدالله ته ووایي چې لږ په ارامه شي. مګر په کابل کې چارواکي بیا د نظام پر دوام باوري نه دي.

اوس لانجې تر یوه بریده ناستې دي. په کابل کې د امریکا له سفیر سره یو شمېر غربي دیپلوماتانو غني ته ویلي چې باید یو اړخیز اقدامونه ونه کړي او خپل واک شریکی په پام کې ونیسي. ځینو بیا عبدالله عبدالله وېرولی چې باید نظام سره همکاري وکړي؛ ځکه

ده سره به پر هرې مسئله مشوره کېږي.

«شریکه ښځه»

خو هېڅوک ګومان نه کوي چې د عبدالله او غني ترمنځ دې سوله او جوړجاړی څه ساده چاره وي.

حاجي عبدالمجید خان وايي: «په اکثرو هېوادونو کې یو ولسمشر وي؛ خو موږ دوه ولسمشران لرو». مجید زیاتوي: «دا داسې ده لکه د چا

ه زیات شمېر دیپلوماتیکو چارواکیو سره مرکې ښيي چې کرزی لا هم د غني په حکومت کې یو مشکل سازه هسته ده
 زیات شمېر دیپلوماتیکو چارواکیو سره مرکې ښيي چې کرزی لا هم د غني په حکومت کې یو مشکل سازه هسته ده

ښځه چې شریکي وي».

پر دې خبره هم خلک هوکړه لري، چې حکومت ته له غني او عبدالله پرته، تر ټولو ستر ګواښ بیا هم حامد کرزی دی.

عبدالله ته نژدې یو تن د نوم نه ښوولو په شرط وايي، عبدالله په شخصي ناسته کې غني ته ویلي چې د دوی حکومت ښايي له سقوط سره مخ شي او خلک لا هم کرزي سره مینه لري.

له کرزي سره د غني اوسنۍ اړیکي ښې نه دي. دا فاصله ځکه رامنځ ته شوې ده چې تر ډېره غني له هغو پولو واوښت چې کرزي ورته کښلې وې. مثلاً پاکستان او امریکا سره اړیکې. غني، د کرزي پر خلاف پاکستان سره د اړیکو جوړولو هڅه کړه او امریکا سره یې تړون لاسلیک کړ.

اووه میاشتې وشوې، چې د غني او عبدالله مشترک حکومت جوړ کړی؛ خو لا هم د کرزي شتون ډېره ښکاره او ان د نظام د ګواښ په حیث ګڼل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا چه لیکنه د نیویارک ټایمز د اخبار د یوی څیړنیزی لیکنی ژباړنه ده ، چه د نن ټکی اسیا د ورونو له خوا به ژباړل شوی ، دا ډیره ښه موضع ده ، مګر تاسی پوهیږی چه نیو یارک چیری او د جا له خوا تمویل او نشریږی پيژندنی ته یی اړه نشته ، د دی لیکنی تر شا نوری پټونی پرتی وی چه وروسته وروسته به راجرګندیږی ، ځانله دا نه د اوسنیو غیر خپلواکو رسنیو همدا خصلت او کړنی دی که یی ونه کړی له مادی پیرزونو په بندیدو سربیره د ستونزو سره هم مخ کیږی .… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x