ای پي ایل: بنګلور یوه جالبه لوبه کې حیدر اباد ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ ۵۲مه لوبه د رویال چیلینجر بنګلور او سن رایزرز حیدر اباد لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې بنګلور د کرېس ګېل چټکې توپ وهنې په مرسته د حیدر اباد لوبډلې ته په شپږ ویکټو ماتې ورکړه.

حیدر اباد لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه خو لوبه د باران له امله وځنډیده. له باران وروسته د کرکټ قانون پر بنسټ د لوبې د اورونو شمیر له ۲۰ څخه ۱۱ اورونو ته ټیته شوه.

حیدر اباد لوبډلې د وارنر او هینریکس غوره او پیاوړی توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي ۱۱ اورونو کې خپل درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۵ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د حیدر اباد لوبډلې لپاره هینریکس په ۲۲ توپونو د پنځه څلوریزو او څلور شپږیزو په مرسته ۵۷ منډې جوړې کړې او د وییس په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

وارنر هم دغې لوبې کې غوره توپ وهنه وکړه. وارنر په ۳۲ توپونو کې د پنځه څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۲ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د بنګلور لوبډلې لپاره وییس تر ټولو غوره توپ اچوونه وکړه. وییس خپل دوه اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي په سوځولو بریالی شو.

لوبه یو ځل بیا د باران له امله وځنډیده او د لوبڅارانو د پریکړې پر بنسټ د بنګلور لوبډلې لپاره د بریا لپاره د ۸۱ منډو هدف یوازې په پنځه اورونو کې وټاکل شو.

د بنګلور لوبډلې توپ وهنه د کرېس ګېل چټکې توپ وهنې سره پیل شوه. بنګلور د ویراټ کولي او کرېس ګېل غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوی هدف په ۵.۵ اورونو کې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړ.

دغې لوبې کې کرېس ګېل په ۱۰ توپونو د څلور څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۳۵ منډې جوړې کړې او د هینریکس په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

ویراټ کولي هم غوره لوبه نندارې ته وړانډې کړه. ویراټ کولي په ۱۹ توپونو د درې څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۴۴ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د حیدر اباد لوبډلې لپاره هینریکس تر ټولو غوره توپ اچوونه وکړه. هینریکس خپل یو اوور کې یوازې درې منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د