fbpx

د مور د خوشحالۍ په لټه! – ۱

م.ش. کاموي

« ووصينا الإنسان بوالديه حملته أمه وهنا على وهن وفصاله في عامين أن اشكر لي ولوالديك إلي المصير وإن جاهداك على أن تشرك بي ما ليس لك به علم فلا تطعهما وصاحبهما في الدنيا معروفا واتبع سبيل من أناب إلي ثم إلي مرجعكم فأنبئكم بما كنتم تعملون».

ژباړه: او مونږ انسان ته دخپل مور او پلار د حق پيژندنې تاكيد كړى دى. د هغه مور دكمزورۍ دپاسه كمزورۍ په حال كې هغه را اخيستى په خپله ګيډه كې يې وساته او دوه كلونه يې په تي وركولو ولګيدل . ( له همدې امله مونږهغه ته نصيحت وكړچې ) زما شكر وكړه او دخپل مور او پلار شكر پرځاىكړه ، همدا زما لوري ته ستا راګرځيدل دي (تفهيم القرآن).

الله تعالی دې آيت کريمه کې اول خپل، ورپسې د والدينو حقوق بيانوي، او خپلو بندګانو ته پدې اړه د «تاکيد» يا عربي کې د «وصيت» لفظ چې مانا يې ټينګه خبره ده استعمالوي، او بيا د مور په اړه تفصيلي خبره کوي.
مفسرين د دې آيت لاندې د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم هغه حديث ذکر کوي، کوم کې چې ترې پوښتنه کيږي، څوک راباندې ډېر حق لري چې نېکي ورسره وکړه؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وايي: مور دې، هغه دا پوښتنه درې ځل تکراري، او رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته هرځل مور، او په څلورم ځل پلار يادوي.

لدې وروسته همدې آيت کريمه کې؛ الله تعالی د مور په اړه فرمايلي چې د “کمزورۍ دپاسه کمزرۍ” کې يې خپل بچی راخيستی او ګيډه کښې يې ساتلی، مفسرين وايي: «دلته دوه کمزوريانې ذکر شوي، يوې څخه مراد د ښځي ځاني کمزوري ده چې ښځې خپله کمزری مخلوق دی، او دويمې څخه مراد د حمل وجې نه کمزوري ده».

نو لدې آيت کريمه څخه د والدينو هريو؛ مور اوپلار، حقوق ثابت، او دوی سره په نېکۍ او احسان کولو باندې ټېنګار شوی، ښايي هر مؤمن له خپلو والدينو سره اګر که کفار هم وي، نېکي وکړي، د هغوی ژوند اسانه کړي، دعاوې ورته وکړي، خوښ او خوشحاله به يې وساتي، او د سلام لورې ته بلنه ورکړي.

څرنګه چې مور ډېره کمزورې، او خپل اولاد ته ډېره اړ، او پرې ډېره مهربانه وي، نو ځکه يې په اړه ډېر تاکيد شوی، داچې څنګه له خپلو والدينو او په ځانکړي ډول مور سره نېکي وکړو؟

امام شافعي رحمه الله وايي: واخضع لأمك و ارضها – فعقوقها إحدى الكبر

مور سره دې ډېر په نرمۍ چلند وکړه، ځکه د مور پرېښودل، او لرېکيدل ترې کبيره ګناه ده.

د لا وضاحت او روښانتيا لپاره، عالمانو پدې اړه ځينې لارې، او لارښوونې وړاندې کړي؛ زه به يې په لنډ ډول ستاسې مخې کښېږدم، پيل کې به د سليمان بن صقير الصقير له کتابګوټي څخه مور سره د نېکۍ لارې راژباړم، او وروسته به انشاء الله يوڅه نور، له يوڅه لنډ او اړين تفصيل سره بيان کړم:

مراسم نظر کې نيسه او مناسبه ډالۍ دې مور ته وړاندې کوه؛ پداسې روح يې وړاندې کوه چې سترګې دې د هغې له احساناتو ډکې، او پر قبلولو يې د نېکمرغۍ احساس وکړې، او دا مراسم لکه: د اختر ورځې، د بچيانو واده، د کوم بچي برياليتوب، له سفره ستنېدل، د ژمي موسم داخلېدل، د اوړي موسم داخلېدل، روغتيا موندل او نور… دي.

مور ته دې بانک کې ځانکړی اکاونټ جوړ کړه؛ ښايي ټول ورونه په ګډه مورته يو ځانکړی بانکي اکاونټ جوړ کړي، ترڅو هريو پکې له خپلې مياشتينۍ تنخواه پېسې جمع کوي، او مور هم، په خلاص زړه بې له سواله ترې خپلې اړتياوې پوره کړي، اګر که مور خپله وظيفه او تنخواه هم ولري، ځکه د اولاد په نېکۍ مور ډېره خوښيږي.

ښايي د ژوند د هر پړاو سره مناسبه رويه اختيار شي؛ اولاد بايد د مور د عمر په لحاظ د ژوند د هر پړاو پر غوښتنو، او ورسره پر تلن لار پوره اګاه وي، ترڅو له خپلې مور سره د هغې د سن مناسب برخورد وکړي.
له ملاقات دمخه دې ژبه پرېمينځه؛ کله چې مور ته ورتللې، کوښښ وکړه چې مور دې درڅخه داسې خبرې، او کلمات واوري چې پرې خوشحاله شي، او له هر داسې لفظ او کلمې خودداري وکړه کوم يې چې د دردېدلو لامل ګرځي، ځکه نور څه خو پرېږده، الله تعالی د «أُف» له ويلو هم منع کړي يو.

avatar
0 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د