افغانستان

طالبانو پنجشیر او بغلان کې ولسوالۍ او قرارګاه نیولي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): تېره شپه طالبانو د پنجشیر دره عبدالله خیل ولسوالۍ، شاخوا پوستې او شپږ کلي نیولي، ټولې سپکې او درنې وسلې یې ترې له ځان سره وړي او د ولسوالۍ مقر یې تش تور بیرته پریښی، خو د ولسوالۍ له مرکز څخه پرته نورې سیمې يې تراوسه په واک کې دي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د طالبانو لخوا نن ټکی اسیا ته رارسیدلې، ویل شوي چې د یادې ولسوالۍ «خواجه، عبدالله خېل، تنخو، پزګران، قعله، دهن ګزنو» کلي دا مهال د طالبانو په تصرف کې دي. خبرپاڼه زیاتوي چې د ولسوالۍ او ولایت ترمینځ غزیدلې لویه لاره هم د طالبانو تر واک لاندې ده.

په عین حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د بغلان پلخمري ولسوالۍ یوه لویه قرارګاه یې تر دوه ورځنۍ محاصرې وروسته تېر مازدیګر په بشپړه توګه ونیوله. له دغې قرارګاه څخه چې د یادې ولسوالۍ په ډنډغوري سیمه کې موقعیت لري طالبانو ګڼ شمېر پوځي مهمات هم تر ګوتو کړي دي.

طالبان وايي چې د قرارګاه له نیولو سره جوخت یې د «سپنزیو، ناقلو، انارخیلو، تاجکو، او سفید خان» له کليو څخه افغان ځواکونه او اربکیان شړلي دي او د سیمې خلکو له طالبانو څخه په دې اقدام خوښي څرګنده کړې.

د طالبانو په وینا،په دواړو پیښو کې یې له افغان ځواکونو څخه ۶ رینجر موټر، یو راکټ، یومیل پیکا، ۹ کلاشینکوفونه، ۶۰ دراکټ مرمۍ، ۱۱صندوقه د پيکا مرمۍ، ۳۰۰۰ داني دکلاشينکوف مرمۍ، ۳ موټرسایکل، او نور ډير نظامي توکي روغ نیولي. دغه راز له افغان ځواکونو څخه د تیښتې پرمهال ۳ تنه زخميان هم د جګړې په میدان پاتې شوي.

پنجشیر او بغلان کې د طالبانو د پرمختګونو راپور په داسې حال کې ورکول کیږي چې تېره ورځ د غور ولایت د چارسدې ولسوالۍ د سقوط خبر هم ورکړل شو.

د طالبانو د عزم عملیاتو له پیل څخه د کندز، بدخشان، فاریاب، غور، فراه او غزني ولایتو کې په پرلپسې ډول د ولسوالیو د سقوط راپورونه ورکول کیږي. په ولسي جرګه کې د یادو ولایتو استازو بار بار اندیښنه څرګنده کړې چې که دولت عاجله مرسته ونه کړي ښايي د طالبانو په لاس د سقوط لړۍ ولایاتو ته وغځیږي خو ګډ حکومت یې په خبرو غوږ نه دی ګرولی.

دولتي چارواکو د خپلې پالیسۍ له مخې رسنیو ته د پنجشیر او بغلان پیښو په اړه هیڅ نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

سلامونه د پگواش د کنفرانس په تعقیب: د ناتو د سرمنشي اظهاراتو، د مفکر سیب جنگی اخطارونو، د عبدالله اظهارات چی د تیری لسيزي دستاوردونه به د سولي قربانی نه کيژي، عطانور اظهاراتو، کابل ته د پاکستانی وفد سفر او اظهاراتو، د سولي شوری هییت سره د قندهار د نوي والي خبرو، ته په پام حقيقي سولي ته د مذاکراتو له لاری رسيدل متاسفانه ناشوني شکاری. اشغالگرانو باره کی د طالبانو شرط چی یو عسکر به هم په افغانستان کی نه پاتيژي په خپل زاي خو د لاسپوسي اداری باره کی باید په بالمثل توگه موقف ونيسي هغه دا چی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x